د دولت او خلکو د استازو او طالبانو ترمینځ د دواړو خواو د شرایطو له پوره کیدو وروسته، د مستقیمو خبرو پیل، د افغانستان خلکو ته چې د کورنۍ جګړې په اوږدو کې یې شاوخوا نیمې پیړۍ قرباني ورکړې ده او د افغانانو یواځینې مهمه هیله ده د خوشحالۍ خبر دی.
دا څرګنده ده چې د افغانستان وګړي د سولې یوې هر اړخیز او تلپاتې لارې ته سترګې په لار دي، چې په هغې کې د جګړې ټولې خواوې او د جګړې قربانیان ونډه ولري ترڅو د نن او راتلونکي نسلونه د دې سولې تر سیوري لاندې، ریښتیني سوکالي ومومي. د دې موضوع په پام کې نیولو سره، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه، د مدني ټولنو، بشري حقونو ، رسنیو او د میرمنو بنسټونو څخه د جوړ شوي چتر بنسټ په توګه، د سولې خبرو په اړوند یوشمیر موارد وړاندیز کوي او باور لري که چیرې دا ټکي د سولې په خبرو کې په پام کې ونیول شي، د سولې بهیر به د لامنلو وړ پایلې ولري، له دې پرته نه یوازې داچې د سولې خبرې به جامع او دوامداره سولې لامل نه شي، بلکه دا به د بلې جګړې لامل هم شي.
د شبکې لخوا وړاندیز شوي موارد، په لاندې ډول دي؛
1. عدالت:
• په افغانستان کې یوه تر ټولو ستره ستونزه، د عدالت نشتوالی دی. زموږ ټول وګړي د عدالت تږي دي او هیله ېې په هیواد کې د یوالي رامینځته کیدل دي. عدالت (په ځانګړې توګه ټولنیز عدالت) د سولې د هراړخیز او تلپاتې بهیر مهم رکن دی. سوله له عدالت پرته او عدالت له سولې پرته پایښت نشي لرلی. موږ له مرکچیانو غواړو که چیرې اوسني نظام کې بدلون رامینځته کوي، د نظام د بدلون موخه او اصل باید د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي عدالت ټینګښت وي.
• په تیرې۴۰ کلنې جګړه کې، میلیونونه تنه د بې عدالتې او ظلمونو قرباني شوي دي او د دغو بې عدالتیو د ډیریدو لامل هم له سزا معافیت وو. بلخوا نړیوالو تجربو څرګنده کړې ده د سولې بهیر په هره اندازه چې عادلانه وي، په هماغه اندازه ډیر پایښت لرونکی وي. موږ د سولې د خبرو په دواړو ښکیلو اړخونو غږ کوو چې د انتقالي عدالت د طرحې مخه نه یواځې ونه نیسي بلکې د هغې د عملي کولو لاره اواره کړي؛ څو جګړو قربانیان وکولای شي په یوې بې پرې محکمه کې د جنګي جرمونو، د بشر ضد جرمونو، جنسي تیریو، نسل وژنې، او ډله ییزو وژنو عاملینو څخه شکایت وکړي، له هغوې د زیان غوښتنه وکړي او یا هغوې ته بښنه وکړي. همدارنګه، کوم قانون او طرزالعملونه چې د انتقالي عدالت پلي کول خنډ کوي باید لغوه شي.
2. مدني او سیاسي حقونه:
• د اساسي قانون په تعدیل د بحث په صورت کې، د دغه قانون په دوهم فصل، چې د افغانستان د خلکو اساسي حقوق بیانوي، باید معامله ونشي او باید له لاس وهنې پرته وساتل شي.
• د سولې د خبرو دواړه لوري باید د بنسټ پالنې به ځانګړې توګه مذهبي بنسټ پالنې مخه ونیسي او د افراطیت له ټولو بڼو سره د پراخې مبارزې په طرحې هوکړه وکړي.
• د دیموکراتیک نظام اصل باید وساتل شي او بنسټیزو آزادیو (د نظر او بیان آزادي، د مذهبي لږکیو لپاره مذهبي آزادي ، مطبوعات، تجمعات او لاریون) ته درناوی وشي.
• په اساسي قانون کې مندرج مدني او سیاسي حقونه له ټولو اجزاو سره، لکه د جنسیت، توکم ، مذهب او معلولیت پر اساس له تبعیضه ساتنه. حقونه او خپلواکي لکه د تورونو حقونه (د عادلانه محاکمې حق، د زیان حق، د سیاسي غونډو د جوړولو آزادي، د عدالت غوښتنې او غونډو آزادۍ، د ځان د دفاع حق او د رایې حق) باید د سولې د خبرو په پایله کې جوړ شوي نظام کې خوندي وساتل شي.
3. ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي حقونه
• د سولې په خبرو کې، په اوسني اساسي قانون کې درج شوي د مدني او سیاسي حقونو ټولو اصولو او نړیوالو تونونو ته چې افغانستان ورته ژمن دی په درناوي سربیره، باید د خلکو د ټولنیز، کلتوري او اقتصادي حقونه په عادلانه توګه تضمین کړي. پدې حقونو کې په عادلانه شرایطو کې دعادلانه د کار کولو حق، د ټولنیز ملاتړ حق، د ډاډمن ژوند معیار او د فزیکي او رواني هوساینې ترټولو عالي معیار، د پوهنې او روزنې حق، د کلتوري آزادیو څخه د ګټې اخیستو حق او د افغانستان د خلکو علمي پرمختګ شامل دي.
• په خواشینۍ سره، په افغانستان کې تراوسه، د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په برخه کې یو کوچنی ګام هم نه دی پورته شوی. د کار کولو د حق نشتون، د عمران حق، روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي حق، د تحصیل حق، د ټولنیز، قومي او ژبني امنیت حق نشتون په دې برخه کې ترټولو مهمې نیمګړتیاوې دي چې باید د سولې په خبرو اترو کې ورته جدي پاملرنه وشي.
• د لږکیو او نورو زیان منونکو ډلو حقونه باید له پامه ونه غورځول شي، بلکې د منزوي شویو توکمونو، قومونو، مذهبي او ژبني لږکیو د شمولیت لپاره ځانګړي میکانیزم جوړ او د جګړې قربانیانو او زیانمن شويو چې د قربانیانو لویه برخه جوړوي، باید په نظام کې ورته ځانګړې پاملرنه وشي او د دوی ټول حقونه تضمین شي.
• موږ په ملګرو ملتونو سازمان غږ کوو چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی ګزارشګر وټاکي څو په افغانستان کې د بشري حقونو موضوعات او له هغې د سرغړونې موارد په منظمه توګه خپاره کړي.
4. د ښکیلو لوریو بیړني او اړین اقدامات:
• باید له قید او شرط پرته اوربند اعلان شي څو خلک وکولای شي په آزاده توګه او له ډار پرته تګ راتګ وکړي.
• ښونځي باید په ټول افغانستان کې د زدکونکو په مخ پرانیستل شي او د پوهنې د کارکونکو او د زدکونکو نجونو او هلکانو امنیت وساتل شي.
• د ښځو د آزادۍ په برخه کې د تیرو کلونو ټولې لاسته راوړنې باید وساتل شي.
• د مذاکرې لوري باید اجازه ورکړي د مدني ټولنې استازي، قربانیانو، او څنډي ته شوي قومونو، مذهبي، او ژبنیو لږکیو ته اجازه ورکړي چې په غونډه کې حضور ولري او څارنه وکړي. همدارنګه، د سولې په خبرو کې، معلوماتو ته د لاسرسي حق په پام کې ونیول شي.
په افغانستان کې د عدالت په بنسټ تلپاتې او هر اړخیزې سولې ته د رسیدو په هیله!

وروستی خبرونه او پیشي: