د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې او د بشري حقونو او تاوتریخوالیو د لمنځه وړو موسسې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر په نولسمه د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کې، «د افغانستان د سولې په بهیر کې د زیانمنونکو لږکیو پراخ حضور» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس جوړ کړ.

 په دې کنفرانس کې اتیا تنو چې دولتي چارواکي، د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان، د قرغز، واخي، ګجر، بلوڅو، نورستاني او ساداتو قومي مشرانو او سپینږیرو ګډون کړی وو. د یادونې وړ ده چې د یوشمیر دولتي او غیر دولتي  پوهنتونونو استادانو او محصلانو هم په دې کنفرانس کې ګډون کړی وو.

 د بدخشان د والي مرستیال اختر محمد خیرزاده، د بدخشان ولایت د بشري حقونو د کمیسیون مشره آغلې عارفه نوید، د ولایتي شورا غړی ښاغلی محمد ذاکر آرین، د برنا پوهنتون رییس ښاغلی آدینه محمد امیني، د بدخشان د پوهنتون استاد ښاغلی سیاس نوري، د بدخشان د پوهنتون استاد ښاغلی صفي الله ظریفي او آغلې برګ ګل خلیلي د بدخشان پوهنتون استاده د دې غونډې ویناوال وو.

 د خپرونې په پیل کې د بشري حقونو او تاوتریخوالیو د لمنځه وړو موسسې څیړونکي ښاغلي علي پیام نادري، د «د افغانستان د سولې په بهیر کې د زیانمنونکو لږکیو پراخ حضور» ترعنوان لاندې د څیړنې موندنې بیان کړې.

 د دې خپرونې نورې برخې چې خبري کنفرانس ته ځانګړې شوې وې، د بدخشان ولایت د مدني ټولنې مرستیاله آغلې ستورۍ یزدان پرست، د بلوڅ د قوم یو تن منتقد ښاغلی عبدالرحمان محمودي، د واخان د قرغزیانو د شورا مشر ښاغلی سلطان محمد، د بدخشان د کوچیانو د همغږې مدیر ښاغلی زاهد، او په بدخشان ولایت کې د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی سیدجوان دروازیان، د دغه  کنفرانس د پنل ویناوال وو.

 د کنفرانس په پیل کې، د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اعلامیه په بدخشان کې د شبکې همغږي کونکي لخوا ولوستل شوه او د ګډونوالو پوښتنو ته ځواب ورکول شو.

 د یادونې وړ ده چې له دې پروګرام څخه د اروپايي اتحادېې ( دافغانستان د سولې له بهیره د اروپايي اتحادیې د ملاتړ میکانیزم) لخوا ملاتړ کیږي.