د ختیځ زون دفتر د همغږۍ اعلامیه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د ناټو او یتلافی ځواکونو د هوایی بمباریو په اړوند

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
د ختیځ زون دفتر د همغږۍ اعلامیه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه
د ناټو او یتلافی ځواکونو د هوایی بمباریو په اړوند

په دې وروستیو کې د ناټو او ایتلافی ځواکونو په بمباریو کې ،یوزیات شمیر بیګنا ملکی کسان ووژل شول. د ناټو الوتکو د سرطان په ځوارلسمه د نورستان په ولایت ، د سرطان په شپاړسمه نیټه د ننګرهار ولایت په ده بالا کې زورورې بمبارې وشوې ، چې په پایله کې پنځوس تنه مړه او څوارلس تنه بیګناه ماشومان ټپیان شول.

عینې شاهدانو له ځایې روغتونو څخه راپورورکړې، چې ددغو پیښو ټپیان او زیانمنو بد حالت درلود او لومړنیو مرستو ته اړتیا لری.

دا لومړی ځل نه دې چې بهرنیو نړیوالو ځواکونوله خوا دنړیوالو منل شویو قوانینو سره په تکر کې خونړی بریدونه کیږی.

ملی ټولنو په دې اړه له بیلابیلو لارو غبرګونونه وښول، او غوښتنه وکړه چې نړیوال پوځی ځواکونه دې دخپلو بې موخو عملیاتو مخه ونیسی، د ناټو چارواکو د بې پامې له امله دغه هڅې هم کومې پایلې ته ونرسیدې.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت وسله وال مخالفان ترهګرو او ځانمرګو بریدو نو ته مخه کړې، او بیشماره ملکی کسان د وژلو لامل کیږی.

په خواشینې باید ووایو چې، د دواړو خواوو تلفات ملکی او بیګنا خلک دی.

دافغانستان دمدڼې ټولنې او بشری حقونو شبکې، د تیرې اعلامې په دوام یوځل بیا په ډیرجدیت سره دافغانستان له دولت څخه غواړی ترڅو د عملیاتو پرمهال د بیګنا خلکو وژنې په اړه له مرسته کونکو هیوادونو او په بروکسل کې دملګرو ملتونو سازمان له سولې ساتې ادارې او د اروپاېې اتحادې د نړیوالو چارو کمیسیون سره دغه موضوع مطرح کړی او په جدی توګه ېې په اړه خبرې وکړی. او دافغانستان له وګړو څخه چې د نړیوالو تناقضاتو قربانیان دی ملاتړ وکړی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې په کابل او ولایتونو کې شپیتو دبشری حقونو ټولنو ته د بشری حقونو په اړه د پروګرامونو همغږې کونکې ده ، له ټولونړیوالو او ملی ټولنو څخه غواړی ترڅو په افغانستان کې پرنړیوالو راغلو نظامونو د اغیزې په لرلو سره د ملکی وګړو له مرګ ژوبلې څخه د مخنیوی لپاره همغږی شی.

دغه اعلامیه د مدنی ټولنې له خوا د جلال آباد په ښار کې جوړه او تصویب شوې، او دغه اعلامیه دهیواد په لویدځ هرات ولایت کې دمدنی ټولنې دهمغږۍ او په شمال کې په بلخ ولایت کې دهمغږۍ مرکزونو، او په افغانستان او کابل کې د مدنی ټولنې شبکې له نورو ټولنو له لوری هر اړخیز ملاتړ کیږی.

ځواب دلته پرېږدئ