په هیواد کې اړمنو ته د «ملي دستارخوان» د پروګرام د لومړي پړاو مرستو له ویش سره هم مهاله، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په افغانستان کې د مدني ټولنو د چتر بنسټ په توګه، د دغه پروګرام په عملي کیدو د څارنې په موخه  یو پروګرام طرحه کړی دی. د دغې طرحې له مخې د مرستو د ویش د بهیر روڼتیا، د کابل په ګډون په شپاړسو ولایتونو کې مرستو ته د خلکو د لاسرسي څرنګوالی څارل کیږي. د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې د همغږي کونکو د راپورونو په بنسټ په دغو ۱۶ ولایتونو کې دیرشمیر کورنیو ته مرستې ندي ورسیدلي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ملي دستارخوان د مرستو د ویش او د دغه پروګرام له پیل سره هم مهاله، د [ ۸ صبح ورځپاڼې] د مسوولانو له قوله خبر ورکړی وو چې ټاکل شوې وه دا مرستې د پروګرام له پیله درې میاشتې وروسته په ټول هیواد کې اړمنو کورنیو ته ورسول شي. د دغه راپور له مخکې د دې طرحې په عملي کیدو کې د ځنډ لامل، امنیتي ستونزې، د یوشمیر ولایتونو لیرې والی او د اړمنو کسانو د نوملړ نه بشپړیدل بلل شوي  دي.

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي هڅه کوي چې د رسمي او غیر رسمي لارو څخه د ملي دستارخوان د مرستو د ویش په اړه اطلاعات ترلاسه کړي، د دې بهیر د روڼتیا څخه ډاډ ترلاسه کړي او په دې بهیر کې د هر ډول فساد او سرغړونې په صورت کې د پیښې راپور ورکړي. تراوسه په مختلفو ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې د روڼتیا د نشتوالي بیلابیل راپورونه راستول شوي چې په لاندې ډول دي:

د لوګر ولایت:

د طالبانو لخوا د ملي دستارخوان د پروګرام د مرستو د یوه موټر تښتول کیدل؛ د ګذر د وکیلانو لخوا له مرستو ناوړه ګټه اخیستل: د لوګر ولایت په «التمور» کلي کې یوشمیر د ګذر وکیلان چې په لیرو پرتو سیمو کې اړمنو کورنیو ته د مرستو د سلو کڅوړو د رسولو مسوولیت درلود تورن شوي چې اړمنو کورنیو ته ېې یواځې لس کڅوړې استولي دي او پاتې ۹۰ کڅوړې ځانته ساتلي دي. په دې ولایت کې د راپورونو له مخې د اړمنو کورنیو په نوملړ کې داسې کسان هم شته چې کلونه کیږي چې په یادو سیمو کې ژوند نکوي.

د خوست ولایت:

د کرونا لپاره د ځانګړې شوې بودیجې څخه ناوړه ګټه اخیستل؛ د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې همغږي کونکي د راپورونو په بنسټ، په  خوست ولایت کې څو دولتي چارواکي، له هغې ډلې د والي مرستیال، د عامې روغتیا رییس، د والي سکرتر او د ملي امنیت استازی د کرونا لپاره د ځانګړې شوې بودیجې څخه په ناوړه ګټه اخیستو تورن شوي دي. ویل کیږي چې دا قضیه په رسمي توګه د ولایت مقام ته رسول شوې ده. 

د غور ولایت:

د غور ولایت په تولک او شهرک ولسوالیو کې د مرستو د ویش د بهیر بندیدل: په غور ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د راپور په بنسټ طالبانو په دغه ولایت کې د مرستو د تسهیل کونکو په ګواښلو سره، هغوۍ ته امر کړی چې د مرستو د ویش بهیر بند کړي.

 د پکتیا ولایت؛

د پکتیا ولایت په شپږو ولسوالیو کې د مرستو د بهیر بندیدل: د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی د پکتیا ولایت د ولسي تړون  د پروګرام مسوول انجینیر صفرمحمد طوطاخیل له قوله ویلي دي چې د احمد آباد، سید کرم، میرزکه، څمکني، وزې ځدران او شواک ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له امله د ملي دستارخوان د مرستو ویش ځنډیدلی دی.

 د هرات ولایت:

د مرستو په شرایطو نه برابر کورنیو ته د مرستو ویش:  د هرات ولایت په لسمې او پنځلسمې ناحیو کې یوشمیر اړمنو کورنیو ته مرستې ندي ورکول شوي او په عوض کې دا مرستې هغو کورنیو ته چې د ملي دستارخوان د مرستو ټاکل شوي شرایط نه پوره کوي ویشل شوي دي.

 د یاودونې وړ ده چې پورتني موارد د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې لخوا د ترلاسه شویو راپورونو تر ټولو مهم موضوعات دي چې دا راپورونه څرګندوي په ولایتونو کې د مرستو د ویش بهیر له لازمې روڼتیا برخمن ندی او ډیرې اړمنې کورنۍ ندي توانیدلي چې د مرستو بستو ته لاسرسی پیدا کړي.

د «ملي دستارخوان» پروګرام د }وچې ډوډې{ د ویش پروګرام د ځای ناستي په توګه اړمنو کورنیو سره د مرستې کولو په موخه د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۲۸ نیټه افتتاح شو چې ویل کیږي دا پروګرام د نړیوال بانک او د افغانستان حکومت د ۲۴۴ میلیون ډالرو په بودیجې سره تمیول کیږي.

مصاحبه‌های بیشتر: