په خوست ولایت کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان د سولې خبرو له پایلو ناخوښي څرګندوي. په خوست ولایت کې د مدني ټولنې فعال معراج الدین معراج د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وویل، د سولې خبرو پايلو ته ډېر خوشبين نه دی. « د سولې خبرو دواړو لوريو ته چې وروستۍ پرېکړه وکړي او هوکړې ته  ورسېږي، ستونزمن دی  او ښايي ډېر وخت ونيسي. لکه څنګه چې د افغان دولت او طالبانو غوښتې سره توپير لري او ډېر اختلاف موجود دی؛ نو زه فکر نه کوم چې په لږ وخت کې دې مطلوبې پايلې ته ورسېږي.»

شبکه: لکه څنګه چې طالبان د مېرمنو په اړه ښه مخينه نه‌لري، ستاسو په اند د سولې خبرو کې د مېرمنو ګډون به د طالبانو په موضع ګيرۍ اغېزه وکړي؟

معراج: زما په اند په دې خبرو کې له نارینه‌وو سره اوږه په اوږه د مېرمنو سیاسي ګډون او د هغوی فعالیتونه ښايي د طالبانو په ليدلوري بدلون راوستی وي. په هر حال، هيله لرو چې د هغوی په فکر کې بدلون راغلی وي.

شبکه: مېرمنو پورې اړوند هغه کوم موضوعات دي چې د سولې خبرو کې پرې ډېر ټينګار وشي؟

معراج: يوه له دې موضوعاتو د مېرمنو د حقونو ساتل او د وروستيو کلونو لاسته راوړنې دي چې بايد د سولې خبرو کې پرې بحث وشي. د اسلام له نظره چې مېرمنې کوم حقوق لري لکه کار او زده‌کړې دي، شرایط ورته برابر شي. بله موضوع دا ده چې په لويو ښارونو کې مېرمنې له بېلابېلو خدماتو برخه منې دي؛ خو په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې مېرمنې بېلابېلو امکاناتو ته کم لاس‌رسی لري او باید په دې برخه کې کار وشي او دوی ته زمينه برابره شي. د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په ګډون او د اقتصاد له پلوه د ځان بساينې لپاره ورسره مرسته وشي.

شبکه: د امنیتي مسلو او د طالبانو له مخالفت پرته، په ټولنه کې نورې کومې مسلې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه ګڼل کېږي؟

معراج: ښايي يو شمېر موضوعات په‌کې شامل وي؛ خو ښځو پر وړاندې يو تر ټولو لوی خنډ افراطي افکار دي. تر هغه چې  افراطیت له منځه لاړ نه‌شي، مېرمنې به په بشړه توګه ازادۍ ته لاس‌رسي ونه مومي.

شبکه: که د سولې خبرې د یوه فرصت په توګه پام کې ونیسو، له هغې به په ځانګړې توګه د ښځو په اړه څه ګټه واخلو ؟

معراج: دا خبرې افغانانو او مخالف لوري ته يو لوی او ښه فرصت دی او زه فکر نه کوم چې بيا دې داسې یو فرصت پيدا شي. خو هغه څه چې مهم دي پيل کې بايد اوربند وشي، تر څو يوې مثبتې پايلې ته ورسېږو، هېواد کې تلپاتې سوله ووینو او دواړه لوري د هېواد پرمختګ لپاره کار وکړي.

شبکه: په قدرت کې د طالبانو ګډون به پر مدني فعاليتونو څه اغېز ولري؟

معراج: زما په نظر که طالبان په قدرت کې شريکېږي، نور بيا نه‌شي کولای هماغه پخواني افراطیان و اوسي؛ ځکه چې دلته ډیموکراټیک نظام موجود دی. که طالبان له اوسني سیسټم سره مدغم شي، زموږ د فعالیتونو پر وړاندې به هېڅ ستونزه نه وي.

شبکه: څه تضمین شته چې طالبان به د سولې له خبرو وروسته پر خپلو ژمنو عمل وکړي؟

معراج: زه فکر کوم چې داسې هېڅ تضمین نشته چې طالبان دې د سولې له هوکړې وروسته پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلی معراج وايي، که څه هم د سولې خبرې ورو پرمخ ځي او ناهيلۍ ډېرې شوې دي؛ خو له دې هر سره سره بيا هم تمه شته لري چې د سولې دغه خبرې به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې