د بین الافغاني خبرو د وخت په رانیږدې کیدو او د هیوادوالو لخوا د دایمي اوربند په ټینګیدو او تاوتریخوالي په پای ته رسیدو په ټینګار سره، د سولې په چاروکې د دولت وزارت مسوولان د سولې خبرو په وړاندې د خنډونو لیرې کولو لپاره د حکومت د هڅو خبر ورکوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتیژیکو اړیکو رییسې نجیبې انوري له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په یوه مرکه کې (چې وروسته به  زموږ خبریال “شبکه” نومیږي) وویل: “لکه څنګه چې د سولې خبرو په پیل کې د اوربند ټینګښت، د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، دولت هڅه کوي ټولې هغه ستونزې چې د دې بهیر د پرمختګ په وړاندې رامینځته کیږي لمینځه یوسي.”

اغلې انوري زیاته کړه چې د سولې هوکړه باید د جګړې د دایمي بندیدو لامل شي او د ټولنې په بیلابیلو برخو کې سولې او پخلاینې ته لاره هواره کړي.

شبکه: آیا دولتي پلاوی په دې خبرو کې د ګډون لپاره اړین چمتووالی او ظرفیت لري؟

انوري: د سولې مرکچي پلاوی له سیاستوالو او د افغانستان د ټولنې له اغیزمنو قشرونو سره له پراخو مشورو وروسته جوړی شوی دی. د سولې د مرکچي پلاوي په ترکیب کې لوستي، متخصص، تجربه لرونکي، د سیاسي او ولسي ملاتړ لرونکي کسان له قومي، ژبنیو او جنسیتي تنوع سره په پام کې نیول شوي چې ټول‌شموله جوړښت ېې رامینځته کړی دی.

د آغلې انوري په وینا، افغان مرکچي پلاوي له پیل راهیسې د خپلو وړتیاو په لوړولو کار کړی او اړینې وړتیاوې ترلاسه کړي دي.

شبکه: تر دې دمه د مرکچي پلاوي د کیفیت لوړولو لپاره د حکومت پلانونه څه وو؟

انوري: د مرکچیانو د وړتیاو د لوړولو لپاره د لوړ کیفیت روزنیز پروګرامونه عملي شوي دي او د مذاکرتي ټیم د غړو د تخنیکي او محتوايي ظرفیت لوړولو په هدف په بیلابیلو برخو کې لازم معلومات  ورکول شوي دي.

همداراز آغلې انوري زیاتوي، له خلکو سره د مرکچي پلاوي لیدو او د سولې په اړوند د خلکو وړاندیزونو د مذاکراتي ډلې د غړو معلومات نور هم زیات کړي دي.

شبکه: د سولې به خبرو کې به د ښځو اړوندو په کومو موضوع ګانو خبرې  وشي؟

انوري: په دې اړه خبرې کول له وخته مخکې دی، خو حکومت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د ښځو له بیلابیلو ډلو چې هم ښاري او هم کلیوالې ښځې پکې شاملې دي سترې مشورتي غونډې جوړوي او د هغوې غوښتنې  راغونډوي او له طالبانو سره د خبرو پرمهال د ښځو دا وړاندیزونه مطرح کوي او له هغې  دفاع کوي.

آغلې انوري زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د طالبانو له مشرتابه سره  خبرې کوي او د طالبانو دا ډله  د هغو تړونونو او پریکړو پلي کولو واک لري چې په راتلونکي کې به وشي.

شبکه: آیا د ښځو په اړه د طالبانو په لیدلوري کې کوم بدلون راغلی؟

انوري: دافغانستان ټولنه داسې لورته پرمخ تللې چې د یو سوکاله افغانستان لرلو په هدف ېې د ښځو د ظرفیتونو او وړتیاو کارولو ته مخه کړې. طالبان له دغه ښکاره حقیقت نه سترګې نه شي پتولی.

د آغلې انوري په باور، افغان میرمنې د اسلامي اصولو او فرهنګ په رڼا کې په هیواد کې د سولې په ټینګښت کې مهم او فعاله ونډه غواړي.

شبکه: آیا د افغانستان د مرکچي پلاوي ښځینه غړي د خبرو لپاره لازم چمتوالی او ظرفیت لري؟

انوري: د مذاکراتي ډلې ښځینه غړي اوږدمهاله سیاسي تجربه، لوړې زده کړې، په ټولنیزو فعالیتونو او سترو دولتي او غیر دولتي مسوولیتونو کې ښځه مخینه او همداراز د خبرو اترو پرمخ وړلو لپاره لازمه انرژي لري.

د آغلې انوري په باور، میرمنې په ټولنه کې د تاوتریخوالیو مخنیوی کوي او د سولې په خبرو کې د دوی شتون ځکه اغیزناک دی چې د ټولنې دا ډله له اقتصادي، رواني، احساساتي او کلتوري پلوه د جګړې اصلي قربانیان دي او هغه تجربه چې د جګړو پرمهال ترلاسه کړې په هیواد کې د پخلاینې او سولې رامینځته کولو لپاره د دوی د جدي هڅو لامل کیږي.

شبکه: دسولې له هوکړې وروسته څه تضمین شتون لري چې طالبان به خپلې ژمنې عملي کړي او له هغې سرغړونه ونکړي؟

انوري: د سولې تړونونه معمولاْ په جګړه کې د نه ښکیل شویو لوریو لخوا تضمینیږي، خو د سولې د هوکړې ترټولو لوی تضمین د سولې د خبرو په بیلابیلو مراحلو کې چې سوله پالنه او د سوله جوړونه هم پکې شامل دی د خلکو پراخ ګډون لخوا تضمینیږي.

د آغلې انوري په وینا، خلک باید له بیلابیلو لارو د سولې خبرو په تړام خپلې غوښتنې په پراخه توګه څرګندې کړي او یوې هر اړخیزې هوکړې ته د رسیدو په هدف له دولت سره همکاري وکړي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح