د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو او لاسته راوړنو ته د بې پامۍ موضوع د ښځو ستره اندیښنه ده.  په بغلان کې د ښځو د حقونو ځینې فعالانو په دې وروستیو کې د “موږ په شا تګ نه کوو” شعار لاندې دا اندیښنه څرګنده کړې ده. په بلخ ولایت کې د نوي فصل د ټولنې مشرې، روبینا رییس، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې د سولې په خبرو کې، د ښځو لاسته راوړنې چې په ډیر زیار ترلاسه شوي دي له پامه ونه غورځول شي او قرباني نه شي.

شبکه: د  سولې په خبرو کې د ښځو اړوند په کومو موضوعاتو باید بحث وشي؟

 ریسی: د میرمنو په اړه یو مهم ټکی دا دی چې د تعلیم او کار حق باید له دوی وا نه خیستل شي. دا حقونه په اسلام او د هیواد په اساسي قانون کې د ښځو لپاره په پام کې نیول شوي دي؛ نو د ښوونځیو دروازې باید د نجونو پر مخ ونه تړل شي او دوی باید د کارکولو حق ولري. آغلې رییسې د مذاکراتي ټیم ترکیب ته په اشارې وویل چې په یوه مهمه مسله لکه د سولې خبرو کې، داسې کسان شامل شوي چې نشي کولی د ټولو میرمنو له حقونو دفاع وکړي، خو په ټولیزه توګه، په سیاست کې د ښځو شتون خورا کم او ننداریز دی. “زموږ غوښتنه داده چې له نن وروسته، ښځو ته باید د هغوی د وړتیاو پر بنسټ په هرې مسله کې برخه ورکول شي، د هغوۍ وړتیا او استعداد باید په پام کې ونیول شي، او همداراز په مهمو مسایلو کې ورته د خبرو کولو حق ورکول شي.”

شبکه: ستاسو د وینا په بنسټ، آیا تاسو فکر کوئ چې په مرکچي پلاوي کې د میرمنو د استازیتوب لپاره سم انتخاب نه دی شوی؟

رییسي: هغه څوک چې هلته د ډلو او ګوندونو په استازيتوب خبرې کوي، طبیعي خبره ده چې دوی د خپلو ډلو په استازيبتوب خبرې کوي او د عامو خلکو په ځانګړې توګه د هغو میرمنو استازيتوب نشي کولی چې کلونه یې د خپلو حقونو لپاره قرباني ورکړې. یوازې هغه میرمنۍ کولی شي د ښځو استازیتوب وکړي چې له هیڅ ګوند سره تړلې نه وي. د آغلې رییسي په وینا که چیرې د سولې مذاکراتي ټیم له اوسنۍ ترکیب (یواځې پنځو ښځو) سره پر مخ لاړ شي نو ښځې به ډیر څه له لاسه ورکړي.

شبکه: که چیرې د دواړو لوریو ترمینځ د سولې هوکړه لاسلیک نه شي نو څه به وشي؟

رییسي: امکان لري محدودیتونه ډیر شي، په ځانګړي توګه موږ په شان کسانو ته چې د قضا په برخه کې کار کوي؛ ځکه چې طالبانو وړاندې په دې برخه کې د میرمنو پر فعالیتونو نیوکه کړې وه. هغه ښځې چې خبریالې دي او یا سیاست کې ښکیلې دي به له ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ شي. فکر کوم په ټولیزه توګه کومه آزادي چې اوس ېې لرو هغه وخت ېې وه نه لرو. د آغلې رییسي په وینا، په بغلان ولایت کې میرمنې اوس هم د بیلابیلو ستونزو لکه امنیتي ستونزې، چې په ځینو مواردو کې د ښځو د کار کولو مخه نیسي سره مخامخ دي” کله خو د نا امنۍ له کبله آن نشو کولی د ښار په نیږدې سیمه کې د پوهاوي پروګرامونه عملي کړو، د ښځو د فعالیتونو لپاره یوازینۍ خوندي سیمه د بغلان مرکز د پلخمري ښار محدوده برخه ده.”

شبکه: په بغلان کې ښځو په کومو برخو کې ډیر پرمختګ کړی دی؟

رییسي: میرمنو د پوهنې په برخه کې د تیر په پرتله خورا ښه پرمختګ کړې ده. همداراز په اقتصادي برخه کې، د لاسي صنایعو د پلور کموالي سربیره، ښځې خپل لاسي صنایع په انفرادي توګه په هغو نندارتونو کې چې په بغلان ولایت کې جوړیږي پلوري. که چیرې په بیلابیلو برخو له هغې ډلې په دغو دوه برخو کې ښځو ته د پرمختګ لاره اواره شي نو ښې پایلې به ترلاسه شي. د آغلې رییسي په باور د سولې له خبرو وروسته د ښځو وضعیت په دې  پورې اړه لري چې دولت له طالبانو سره څه ډول هوکړه کوي؛ او دا چې دواړه لوري د یوبل کومې غوښتنې مني او د سولې هوکړۍ ته د رسیدو لپاره له کومو غوښتنو تیریږي.