د سولې په ټینګښت کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا په موخه د ملی کنفرانس پریکړه لیک

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د سولې په ټینګښت کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا په موخه د ملی کنفرانس پریکړه لیک

د ۱۳۹۱کال د تلې ۲۳ – ۲۰۱۲ د اکتوبر ۱۴

کابل ـ افغانستان

سوله د افغانستان د خلکو یو له تر ټولو مهمه اړتیاده. سوله د خلکو لپاره لاره اواروی چې د هیواد خلک په ښه فضا، د ملی اقتصاد د پراختیا، دملی دولت رامنځته کیدو او په پایله کې د ملی یو والی په لور ګام پورته کړی. سوله د اسلام د ستر دین له مهمو ارشاداتو څخه یو دی. الله تعالی ج خپل بنده ګال د سولې په لور دعوت کړی او د اسلام ستر پیغمبر هم د نړۍ مسلمانان یو والی او سولې ته رابللی دی. د سولې ټینګښت د ملی او نړیوالو غوښتنو له ډلې څخه هم شمیرل کیږی. د افغانستان دولت باید د خلکو په استازی توب، دخلکو غوښتنې تمثیل کړی او د سولې د ټینګښت اراده پلی کړی.

د افغانستان دولت له دریو کلونو راهیسې، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، د سولې د ټینګښت لپاره پراخې هڅې پیل کړی دی. د سولې د ټینګښت او امنیت د راتګ په موخه د سولې د عالی شورا رامنځته کول یو له دغو مهمو ګامونو څخه دی.

که څه هم چې د سولې بهیر د دولت له مهمو کارونو څخه دی؛ خو په خواشینې سره، چې د هیواد دښمنانو دغې بهیر ته د ورتګ لاره محدوده کړې ده. داسې ښکاری چې د سولې په بهیر کې بهرنیو لاسوهنو منفی ونډه لوبولې ده.

ښځې د ټولنې نیمایی برخه جوړوی. ښځې د افغانستان د جګړې له اصلی قربانیانو څخه دی چې په خواشینۍ سره، د دوامداره تاوتریخوالیو قربانی شوی دی. د سولې په بهیر کې د ښځو ونډه له زیات اهمیته برخمنه ده. ښځې باید د نارینه ګانو په شان د سولې په بهیر کې لازمه برخه ولری. د دولت په تګلاره او سیاسی پروګرامونو کې باید د ښځو غوښتنې په پام کې ونیول شی او په دې بهیر کې د هغوۍ اراده په یو اصل بدل شی. هغه پراخ بحثونه او کنفرانسونه چې له ولایتونو څخه د سولې دعالی شورا او د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لخوا پیل شوی وو ” د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا په ملی کنفرانس ” سره دوام وموند. په دغو ملی بحثونو کې د هیواد د ولایتونو استازو په ډله کې دینی علماو، د مدنی ټولنو ادارواستازو، د بشری حقونو فعالانو، د ښځو چارو فعالانو، روڼ آندو، د اکامیکو ټولنو استازو او د رسنیو استازو حضور دلود. د هیواد په شپږو زونونو کې د بحثونو ترسره کیدل دا څرګندوی چې په ټول هیواد کې د ښځو د ونډې د فعالتیا لپاره پراخه اراده موجوده ده، چې د مدنی ټولنې فعالان او د خلکو استازی د ښځو د ونډې په فعالتیا کې فکری او عملی مشارکت کوی.

په ننی کنفرانس کې د ولایتونو له استازو څخه ترلاسه شوې سپارښتنې دا څرګندوی، چې د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې فعالتیا، خپل ملی مشروعیت ترلاسه کړی دی.

د ملی کنفرانس د پریکړه لیک د تسوید کمیټې د ټولو زونونو او ولایتونو سپارښتنې تر بحث لاندې ونیولې او هغه ېې توحید کړې. دا سپارښتنې په یو ګډ او واحد سند کې ترتیب شوی، چې ستاسو حضور ته وړاندې کیږی:

  1.   د ملی او پراخ کنفرانس ګډونوال په ولایتونو اوکابل کې وړاندیز کوی ترڅو محترم دینی علما له خپل با ارزښته نفوذ څخه په ګټې اخیستو، په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا په اړه زیاته هڅه وکړی او د هیواد سولې له عالی شورا او د مدنی ټولنې له استازو سره همکاری وکړی. دینی علما کولی شی د اسلامی ارزښتونو په مطرح کولو سره د سولې په بهیر کې د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې د پام وړ اغیزمن پروګرامونه پلی کړی. ملی کنفرانس وړاندیز کوی چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت، د سولې عالی شورا او د افغانستان مدنی ټولنه دسولې په بهیر کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا په اړه ګټور پروګرامونه پلی کړی. د دغو پروګرامونو له مخې باید د هیواد دینی علما، په دینی غونډو او تبلیغاتی پروګرامونو کې د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا د ارزښت په اړه خبرې وکړی.
  2.   د ټولو کنفرانسونو او حوزو ګډونوالو سپارښتنه وکړه، ترڅو د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک په عملی کولو کې چې د سولې په بهیر کې د ښځو دونډې د فعالیتا په اړه دی، پراخ کارونه ترسره شی او د دغه پریکړه لیک د پلی کیدو لپاره لازمه مبارزه وشی. د هیواد په ټولو ولایتونو کې د خبرو او بحثونو بهیر دا څرګندوی چې د دغه پریکړه لیک عملی کیدل کولی شی د بشری حقونو او سولې په ټینګښت کې مهمه ونډه ولوبوی. د دغه پریکړه لیک پلی کیدل د سولې په پروګرامونو کې د ښځو د ونډې پر انډول د څارنې او په سیاسی پریکړو کې د جنسیتی انډول په ساتنه کې اغیزه کولی شی. ملی کنفرانس وړاندیز کوی، چې د مدنی ټولنو او دولتی ادارو د ظرفیت روزنې په موخه او همداراز د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک د عملی کیدو په برخه کې ځانګړی پروګرامونه پلی شی. کنفرانس وړاندیز کوی چې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه او د سولې عالی شورا د دغه پریکړه لیک د پلی کیدو په موخه ګډ پروګرامونه پلی کړی.
  3.   د افغانستان د نړیوالو ژمنو له مخې د ښځو حقونو تعمیم او ترویج او د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې فعالتیا د حکومت له مسولیتونو شمیرل کیږی. د سیمه ایزو او حوزوی کنفرانسونو ګډونوالو څرګنده کړه چې په ټولو سیمو په ځانګړې توګه په لیرو پرتو سیمو کې ښځې د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې او د ښځو د حقونو په اړه روزنیزو پروګرامونو ته اړتیا لری. ملی کنفرانس وړاندیز کوی چې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د مدنی ټولنې په استازی توب د سولې له عالی شورا سره په ګډه، د سولې په بهیر کې د ښځو دونډې فعالیتا په اړه د پوهاوی پراخ پروګرامونه پلی کړی.
  4.   تیرو لسو کلونو په ټولنه کې د ښځو د ونډې فعالتیا په اړه د پام وړ لارې چارې تعریف کړی دی. د افغانستان اساسی قانون او یوشمیر نور قوانین په ټولنه کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوی. د افغانستان قوانینو مدنی، سیاسی، ټولنیزې او فرهنګې آزادۍ تضمین کړی دی. د کابل او زونونو په پریکړه لیکونو کې راغلی دی، چې د افغانستان د ښځو حقونونه او آزادۍ باید د سیاسی معاملوقربانی نشی. باید د هیواد په نویو تحولاتو کې د ښځو ونډه له پامه ونه غورځول شی. د دولت وسله وال مخالفان هڅه کوی چې د ښځو ونډه کم اهمیت وښیی او په تیرو لسو کلونو کې د ښځو پر لاسته راوړنو سترګې پټې کړی. ملی کنفرانس وړاندیز کوی چې د سولې عالی شورا د ښځو مشروع او با اهمیته ونډه په جدی توګه په پام کې ونیسی او دا ونډه د سیاسی معاملو قربانی نکړی. کنفرانس وړاندیز کوی چې د مدنی ټولنې ادارې په تیرو لسو کلونو کې د ښځو د لاسته راوړنو ساتنې په موخه عدالت غوښتنه وکړی او پرې نیږدی چې دا با اهمیته ونډه له یاده وویستل شی.
  5.   سیمه ایز او ځایی کنفرانسونه، د افغانستان دولت ته، د قانون د حاکمیت ټینګښت د مهم وړاندیز په توګه مطرح کوی. وروستۍ صحرایی محکمې څرګندوی چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وسله والو دښمنان د ښځو حقونه او انسانی کرامت ته څه ډول سپکاوی کوی. په عام محضر کې د ښځو دوره وهل، سنګسار کول او په وحشیانه توکه د ښځو وژل د داشان غیر انسانی کړنو بیلګې دی. دا ډول غیر انسانی چلند د دې لامل کیږی چې په سیاسی او ټولنیز ژوندانه کې د ښځو مشارکت محدود شی او د ښځو انسانی کرامت او حقوقی ارزښت ته زیان اوړی. ملی کنفرانس د افغانستان دولت ته وړاندیز کوی ترڅو د دغو جنایتونو عاملان وپیژنی اوهغوۍ د قانون منګلو ته وسپاری.
  6.   د هیواد د مرکزی سیمو د کنفرانس ګډونوالو په دغه سیمه کې د امنیت د خرابۍ په اړه خپله جدی اندیښنه څرګنده کړه. په دې وروستیو کې د هیواد دښمنانو د کابل – بامیانو په لویه لاره نه بښونکی جنایتونه ترسره کړی. ملی کنفرانس وړاندیز کوی چې د سولې عالی شورا باید ژر تر ژره د بامیانو ولایت د سولې شورا جوړه او په دغه ولایت کې د روغې جوړې پروګرامونه عملی کړی. د مرکزی سیمو د کنفرانس ګډونوالو په دغو سیمو کې د کار نشتوالی د یاد ولایت د نا امنیو اصلی لامل بولی او له دولته غواړی چې په دغو سیمو کې د امنیت ټینګښت په موخه د کار موندنې پروګرامونه عملی کړی.
  7.   د هیواد د سویل او ختیځو زونونو د کنفرانسونو ګډونوال، د هیواد پر ختیځو سیمو د پاکستان د توغندیزو بریدو په اړه خپله جدی اندیښنه څرګنده کړه او دا بریدونه ېې د نړیوالو او بشری موازینو پر خلاف وبلل. هغوۍ ټینګار کوی چې دولت باید هر څومره ژر چې کیږی د دغو مداخلو مخه ونیسی او په دې اړه د پاکستان له دولت سره د خبرو او بحث لاره پرانیزی.
  8.   د شمال او شمال ختیځو زونونو د کنفرانس ګډونوالو وړاندیز وکړ چې د هیواد سیاسی ګوندونه په سیاسی، اقتصادی او ټولنیز ژوندانه کې د ښځو ونډې ته پاملرنه وګړی او سولې د پیاوړتیا په موخه د دغې ونډې اهمیت ته په کتو سره په دغه برخه کې پروګرامونه طرحه کړی. ملی کنفرانس له ټولو سیاسی ګوندونو غواړی، ترڅو په خپلو سیاسی پروګرامونو کې جنسیتی انډول ته پاملرنه وکړی او په خپلو سیاستونو کې د ښځو ونډې ته اهمیت ورکړی.
  9.   د لویدیځې حوزې د کنفرانس ګډونوال، ” د سول ې لپاره د ښځو د شبکې ” د رامنځته کیدو وړاندیز وکړ او ملی کنفرانس ته ېې سپارښتنه وکړه چې د سولې عالی شورا او د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د یادې شبکې فعالول د خپلو کارونو په لړ کې ځای کړی.
  10.   په کابل اوولایتونو کې د بحثونو او خبرو په بهیر کې څرګنده شوه چې د سولې د عالی شورا په پروګرامونو کې د ښځو ونډه کمرنکه وه او لازیاتې پیاوړتیا ته اړتیا لری. د سیمه ایزو کنفرانسونو ګډونوال ټینګار کوی چې د سولې د پروګرامونو په سیاستونو کې د ښځو د ونډې فعالتیا کولی شی د ښځو د حقونو په تامین کې مهم ګام وبلل شی، نو له دې امله ملی کنفرانس د سولې عالی شورا ته وړاندیز کوی چې له مدنی ټولنې سره په همغږۍ کېد سولې د عالی شورا په جوړښت کې د فعالو، متخصصو او کارپوهو ښځو شمیر پراخ کړی. د ښځو د ونډې په پیاوړتیا کې ، د سولې عالی شورا، د سولې د عالی شورا دارالانشا او د سولې ولایتی کمیټې شاملې وی.
  11.   دهیواد رسنې کولی شی د سولې په پروګرامونو کې د ښځود ونډې پیاوړتیا په موخه مهمه ونډه ولوبوی. ټلویزیونی او راډیویی خپرونې کولی شی د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې د فعالتیا د پوهاوی زمینه برابره کړی. دا اصل په ټولو کنفرانسونو کې د ګډونوالو لخوا وړاندیز شو. ملی کنفرانس د هیواد له ټولو رسنیو غواړی چې د سولې په ټینګښت کې د ښځو د ونډې په اړه ځانګړی پروګرامونه جوړ کړی او په دغو مهمو پروګرامونو کې ښځو ته لازیاته ونډه ورکړی.
  12.   سوله د نړیوالو تګلارو یوه مهمه اجندا بلل کیږی. په هیواد کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې د نړیوالو تګلارو ونډه ډیره مهمه بلل کیږی. د ملی کنفرانس ګډونوال، په افغانستان کې د نړیوالو ټولنې له استازو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بشری حقونو او ښځو حقونو د ملاتړو ادارو له چارواکو غواړی، ترڅو د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې له پیاوړتیا ملاتړ وکړی او په دې برخه کې د افغانستان له خلکو سره همکاری وکړی؛ ځکه په افغانستان کې د ښځو د بشری حقونو له ارزښتونو او د سولې په بهیر کې د ښځو دونډې پیاوړتیا، نړیوال ملاتړ ته اړتیا لری او دا د افغانستان له اساسی اړتیاو څخه بلل کیږی.
  13.   د سولې په ټینګښت کې د ښځو د ونډې په برخه کې اړتیا ده، چې د افغانستان د دولت پروګرامونه، د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک د فیصلو پر بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان له جوړښتونو سره همغږی شی. ملی کنفرانس وړاندیز کوی تر څو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان نماینده ګی د افغانستان د دولت او نړیوالو جوړښتونو ترمنځ کارنده بحثونه جوړ کړی او په دغو پراخو پروګرامونو کې د افغانستان مدنی ټولنې ته ونډه ورکړی. دا پروګرام کولی شی د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا پروګرام سره مرسته وکړی.

دا پریګړه لیک د افغانستان دولت، مدنی ټولنې، د افغانستان رسنیو، د افغانستان سیاسی ګوندونو او نړیوالو ادارو په آدرس لیږل کیږی. د دغه کنفرانس ګډونوال، له خپلو ټولو مخاطبانو غواړی ترڅو د دغه پریکړه لیک غوښتنې په پام کې ونیسی او د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنو ته پاملرنه وکړی. د دغه پریکړه لیک سپارښتنې د سولې د عالی شورا او د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لخوا اجرا کیږی.

په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګښت په هیله!

 

ځواب دلته پرېږدئ