د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د پروګرامونو دریم پړاو د ۲۰۱۱ میلادی کال د جنورۍ په میاشت کې پای ته ورسید او دا اداره د خپلو فعالیتونو څلورم پړاو ته ورسیده. له نن څخه اته کاله وړاندې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هغو افغانی مدنی ټولنو چې د بشری حقونو په برخه کې فعالیت د همغږۍ د مرکز په توګه تاسیس شوه.
د طالبانو د رژیم له ماتې او له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ میلادی کاله پورې د بشری حقونو مدافعانو او فعالانو ترمنځ د کارنده بحثونو ترسره کیدو د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې د شبکې په نوم د ټولنې د رامنځته کیدو لاره اواره کړه. شبکې د ۲۰۰۴ میلادی کال په اګست میاشت کې د دنمارک د بشری حقونو د انستیتیوت، په تخصصی همکارۍ خپل پروګرامونه پیل کړل. د دنمارک د بشری حقونو انستیتیوت، د بشری حقونو په برخه کې یو له تر ټولو مطرحو تخصصی ادارو څخه شمیرل کیږی، چې دې ادارې له شبکې سره د تشکیلاتو او جوړښتونو، ظرفیت روزنې، د بشری حقونو د ارزښتونو په پیاوړتیا، مدیریت او پلانونه کې هر اړخیزه ملاتړ کړی دی. شبکې، د ۲۵ افغانی مدنی ټولنو په حضورکې، د خپلې ټولنې عمومی مجموعه د کابل په ښار کې ترسره کړه. په دوه لومړیو کلونو کې د شبکې ټول پروګرامونه، کابل ته ځانګړی شوی وو چې په دې موده کې، د مدنی او بشری ټولنو ترمنځ لازمه همغږی رامنځته کړه. د شبکې لومړی ملاتړی د دنمارک شاهی دولت وو. په ۲۰۰۵ میلادی کال کې د « تر ګواښ لاندې خلکو څخه د سویس ملاتړې موسسې » هم له شبکې سره خپلې همکارۍ پیل کړې. دې موسسې، د پروګرام جوړونې او روزنې په برخه کې له شبکې څخه ملاتړ کاوه. د دې ادارې په همکارۍ او دسویس دولت په ملاتړ، شبکه وتوانیده د بشری حقونو لومړنی روزنیز لاسوند( کتاب) ټولنې ته وړاندې کړی او په افغانستان کې د بشری حقونو د سیستماتیکې روزنې زمینه برابره کړه.
په تیرو اتو کلونو کې شبکې، د خپلو کړنو درې مهم کاری پړاونه تجربه کړل؛ داسې پړاونه چې د زیاتو لاسته راوړنو او ستونزو سره مل وو؛ خو د یوه کارنده مدنی ټولنې رامنځته کیدو په موخه د د شبکې د غړو، ملاتړو او همکارانو، ګډباور دا اداره په فعال او مستمر مرکز بدله کړه.
د شبکې د پروګرامونو لومړی پړاو، له ۲۰۰۴ پیل او په ۲۰۰۶ میلادی کال کې پای ته ورسید. په دې پړاو کې د مدنی ټولنو، دولتی ادارو، روڼ آندواو د بشری حقونو فعالانو ترمنځ د کارنده او پراخو بحثون په ترسره کولو سره ډیره پاملرنه د مدنی ټولنو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کیدو ته کړې وه. په دې پړاو کې هڅه وشوه، ترڅو دمدنی ټولنې ظرفیت لوړ شی او غړو ټولنو ته پراخ روزنیز پروګرامونه ترسره کړی. په دې پړاو کې د لومړی ځل لپاره د شبکې او د هغې د نړیوالو همکارانو لخوا، په هیواد کې په تخصصی توګه د بشری حقونو، قانون حاکمیت او مدنی ټولنې په اړه روزنیز بحثونه په پام کې نیول شوی دی. تر دې وړاندې له بشری حقونوڅخه د رژیمونو لخوا د ایدیالوژیکو کړنو په توګه ناوړه ګټه اخیستل کیده؛ خو شبکه وتوانیده چې بشری حقونه د دولت او وګړو ترمنځ د ارګانیکې اړیکې په توګه مطرح کړی.
شبکه وتوانیده د بشری، سیاسی، اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی حقونو په شان مباحث په کلی توګه مطرح کړی. همداراز شبکه وتوانیده چې د مدنی ټولنې ونډې په اړه مناسب انځور وړاندې کړی. تر هغه وړاندې مدنی ټولنه د فعالې او خپلواکې حوزې په توګه مطرح نوه او سیاسی ریژیمونو له ټولنیزو بنسټونو سیاسی ګټه پورته کوله او ټولنه ېې په ظاهری توګه مطرح کوله. شبکه وتوانیده د ګټورو پروګرامونو په پلی کولو سره، د مدنی ټولنې سم انځور ټولنې ته وړاندې کړی او هغه د دیموکراتیک نظام په چوکات کې د یوه ارزښتمنې ادارې په توګه څرګند کړی ترڅو د نظام مشروعیت پیاوړی کړی. دا د شبکې د لومړیو فعالیتونو په برخه کې د دې ادارې بریاوې دی. شبکې د دغو ارزښتونو په ښه توګه روزنې او همغږۍ په موخه په یوشمیر ولایتونو کې په بیلابیلو فصلونو کې د بشری حقوو ښونځی جوړ کړی دی.
د شبکې اعلامیو او پیغامونو د فعالیت له هماغه لومړۍ ورځې، په تولنه کې با اهمیته ونډه لوبولې ده. شبکه د خپلو پیغامونو له لارې چې د شبکې د اعلامېې د کمیټې غړو او یوشمیر متخصصینو لخوا طرح کیږی، د بشری حقونو پر وضعیت د څارنې په برخه کې ځانګړی ځای لری او تل د ټولنې لپاره ګټور پیغامونه خپروی. دا اعلامیې د ملی او نړیوالو رسنیو لخوا په پراخه کچه، خپریږی.
شبکه د خپلو فعالیتونو له لومړیو ورځو راهیسې د ” غږ ” ، نوم د بشری حقونو ځانګړې راډیویی خپرونه د ” سهار پخیر افغانستان ” راډیو په همکارۍ خپروی، چې تر اوسه په بریالۍ توګه فعالیت لری. دا خپرونه په ملی کچه د ملی راډیو له څپو څخه هر اونۍ خپریږی او دا خپرونې په هیواد کې د بشری حقونو د فرهنګ په تعمیم کې کارنده ونډه لوبوی. د دغو راډیویی خپرونو میلمانه، د مدنی ټولنې غړی، د دولتی ادارو چارواکی، د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون کارکونکی، روڼ آندی او عادی وګړ ی وی. د ” غږ ” ، راډیویی خپرونه د مدنی، سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولنیزو حقونو په برخه او د دغو ارزښتونو په وړاندې د ستونزو په اړه بحث او څیړنه کوی.
شبکې د خپلو فعالیتونو له لومړیو ورځو څخه د ” انګارې ” ، په نوم مجله چې د بشری حقونو، دموکراسۍ او مدنی ټولنې په اړه د کارپوهانو نظرونه خپروی چاپ او خپره کړه.
” انګارې ” ، په لږ وخت کې د هیواد د ارزښتمنو رسنیو په برخه کې خپل ځای پیدا کړ. ” انګارې ” په هر کال کې د شپږو ګڼو په خپریدو سره هر ځل درې زره ټوکه وو، چې اوس ېې د خپریدو شمیره پنځو زرو ټوکو ته رسیدلې ده. ” انګارې ” انګار د هیواد د نومیالیو لیکوالو مقالې او لیکنې خپروی. دا مجله د بشری حقونو، د ښځو حقونو، مدنی ټولنې، دموکراسۍ، د قانون حاکمیت، دولت جوړونه، سوله پالنه، انتقالی عدالت، د نړیوالو بشری حقونو میکانیسمونه، هنری او ادبی بحثونه خپروی. دا مجله د کتابتونونو، علمی مرکزونو، دهیواد روزنیزو بنسټونو، د ولسی جرګې غړو، د مدنی ټولنې او حکومتی ادارو کاروکونکو ته ویشل کیږی.
شبکې د ” کلید ګروپ ” په نوم د خپل یو غړې ټولنې په همکارۍ د «کلید»، په نوم مجله کې د بشری حقونو، مدنی ټولنې او دموکراسۍ د ارزښتونو په اړه یوه ځانګړې پاڼه پرانیستې ده. دا پاڼه هڅه کوی ترڅو د دغې مجلې له لارې د هیواد په ټولو برخو کې خپره شی، او ارزښتمند پیغامونه خپاره کړی. د «کلید»، په اونیزه کې د مدنی تولنې او بشری حقونو شبکې په ځانګړې پاڼه کې هڅه شوې د هیواد په لیرو پرتو سیمو کې ټولو اوسیدونکو ته په ساده ژبه د بشری حقونو ارزښتونه وپوهوی. له ” کلید ګروپ ” سره زموږ دا همکاری دوام لری او پراخه شوې هم ده. له «کلید»، ګروپ سره دا همکاری دوام لری او پراخه شوې هم ده.
د شبکې د پروګرامونو دوهم پړاو په دوه زره شپږم میلادی کاله کې پیل شو او تر دوه زره اتم میلادی کاله ېې دوام درلود. په دې پړاو کې د شبکې تجربې زیاتې شوې او د هیواد ولایتونو ته د دغې شبکې فعالیتونه وغزیدل. په دې پړاو کې ولایتونو ته د فعالیتونو د پراخیدو هڅې دوه برابره شوې او د مزارشریف په ښار کې ساحوی دفتر ته فعاله همکاران استخدام کړل ترڅو د هیواد شمال او شمال خیتځ ولایتونه تر پوښښ لاندې ونیسی، دهرات ولایت ساحوی دفتر د لویدیځو ولایتونو د پوښښ مسولیت لری، او په ننګرهار ولایت کې ساحوی دفتر د هیواد له ختیځو ولایتونو فعالیتونه ترسره کوی چې کارکونکی ورته وګمارل شول او هغوۍ ته ظرفیت روزنه ورکول شوه. دوهم پړاو د نویو ټولنو د ظرفیت له روزنې سره مل وو. همداراز د ولایتی پروګرامونو همغږۍ ته هم لاره اواره شوه. همداراز په دې پړاو کې شبکه وتوانیده ” په افغانستان کې د ښځو د حق د روزنیز لاسوند ” رامنځته کیدل وو چې له مخې په افغانستان کې د بشری حقونو د ارزښتوو د روزنې او پلی کولو زمینه برابره شوه. همداراز په دې پړاو کې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې جوړښت تصویب شو.
د دوهم پړاو په لړ کې، شبکې د مدنی ټولنو په منځ کې مهم ځای کسب کړ. شبکې له دولتی او نړیوالو ادارو سره د پروګرامونو پلی کولو له لارې، د بشری حقونو په وړاندې د ستونزو او ناخوالو په معرفۍ کې مهمه ونډه درلوده. له کورنیو چارو وزارت سره د بشری حقونو د روزنې، او له عدلې وزارت سره د حکومت په جوړښت کې د بشری حقونو پر ارزښتونو د څارنې په برخه کې د پروګرامونو جوړول، د دې ادعا ښه بیلګه ده. همدا راز د شبکې د پروګرامونو په دوهم پړاو کې د کډوالو او بیځایه شویو کورنیو او کسانو په اړه، ګټور او اغیزمن تحلیلونه او څیړنې خپرې شوې چې دا ټول موارد د بهرنیو او کورنیو ادارو لخوا وکارول شول.
په دوهم پړاو کې، د شبکې ستراتیژی هم رامنځته شوه، چې د هیواد د مدنی ټولنو په ګډون جوړه شوه. د شبکې ستراتیژی په دریو پړاونو کې پای ته ورسیده. لومړی پړاو د شبکې د غړو ټولنو ترمنځ د شبکې د ستراتیژۍ د رامنځته کیدو د اړتیا او څرنګوالی په اړه بحث او خبرو جوړوی. په دوهم پړاو کې د شبکې د ستراتیژۍ لومړۍ مسوده، د شبکې د غړو ټولنو ترمنځ د خبرو او د کاری ډلې د هڅو له امله رامنځته شوه.
دریم پړاو د ستراتیژۍ د وروستی کیدو برخه وه، چې د مدنی ټولنې د وضعیت، د بشری حقونو ارزښتونو، د قانون حاکمیت او دموکراتیکه کولو په اړه د تحلیلون واو څیړنو په پایله کې رامنځته شوه. د شبکې ستراتیژی، د شبکې مهمې موخې، لیرلید، پایلې او فعالیتونه او د دې ټولنې د تګلارې اساسی کرښې څرګندوی. د شبکې ستراتیژی د دنمارک د بشری حقونو د انسټیټیوت د یوه پیاوړی متخصص او کارپوه په همکارۍ رامنځته شوه چې د نوموړی همکاری په شبکې کې د مشرۍ او ادارې په ښه توګه مدیریت کې مناسبه ونډه ولوبوله. د ستراتیژۍ له مخې د شبکې د اداری او مشرۍ ـ پلانونې پراختیا پیدا کړه او شبکه د ادارې او مدیریت له پلوه په فعالې ادارې مبدله شوه.
د دوهم پړاو په پای او د دریم پړاو په پیل کې شبکې د افغانستان له کورنیو چارو وزارت سره په همږۍ کې، ملګرو ملتونو سازمان ته د بشری حقونو د دوره یی وضعیت او د بشری حقونو په اړه د لومړی ریپوټ په ورکولو کې مهمه ونډه ولوبوله. په دې ریپوټ کې د شبکې استازی، د اجرایی کمیټې د غړی په توګه د ملګرو ملتونو سازمان د بشری حقونو شورا ته د ریپوټ په ورکړه کې څرګند شو. همداراز د شبکې متخصصینو د بشری حقونو د میکانیزم په روزنه کې د افغانستان له دولتی ادارو سره د کورنیو چارو وزارت له لارې، مهمه ونډه ولوبوله.
په دوهم پړاو کې شبکه وتوانیده خپل ویب سایټ www.cshrn.af فعال کړی. دا ویب سایت چې روزنیز،خبری او څیړنیز پروګرامونه رانغاړی، په هیواد کې د بشری حقونو فعالانو لپاره په ښې سرچینې بدل شوی دی. ویب سایټ توانیدلی چې په دننه هیواد او بهر کې، زیات مینه وال ځانته راجلب کړی او له خپلو لیدونکو څخه بیلابیلې پایلې هم ترلاسه کړی.
د شبکې د غړو ټولنو ترمنځ د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه د عدالت غوښتنه او د بشری حقونو د فرهنګ تعمیم، په دوهم پړاو کې د شبکې له مهمو کارونو څخه بلل کیږی. په دې پړاو کې شبکه وتوانیده د عدالت غوښتنې په برخه کې له زدکړو په ګټې اخیستو پر سیاسی حاکمیت د اغیزمنتیا لارې تر بحث لاندې ونیسی. شبکه باور لری چې د مدنی ټولنې یو عمده مسولیت د وګړنیزو ارزښتونو په اړه دعدالت غوښتنې ترسره کول دی. د عدالت غوښتنې روزنیز پړاو په دریو پړاونو کې ترسره شو. لومړی پړاو د سیاسی جوړښت له ادارو سره خبرو ته ځانګړی شوی وو. په دې پړاو هڅه شوې ترځو د مدنی ټولنې او دولت ترمنځ د همغږۍ او د کارنده خبرو زمینه برابره شی. دوهم پړاو د اړتیاو له مخې د ظرفیت روزنې پیژندنه ده. په دې پړاو کې شبکه وپوهیده چې د عدالت غوښتنې مستقیمه او غیر مستقیمه لاره تر پخوا زیات تر څیړنې لاندې ونیسی او ټولنه د دغو اړتیا له مخې وروزل شی. په دریم پړاو کې د عدالت غوښتنې مستقیم او غیر مستقیم عملی کار ترسره کیږی. په مستقیمه توګه د عدالت غوښتنې له بیلګې څخه کولی شو اطلاعاتو ته د لاسرسی د قانون د مسودې طرحې ته اشاره وکړو. په غیر مستقیمه توګه عدالت غوښتنه کې کولی شو، په دولتی ادارو کې د شبکې غړی توب مثال ورکړو، د مثال په توګه د رسنیو په عالی شورا کې د شبکې غړی توب له دغو مهمو کارونو څخه یو دی.
د شبکې دریم پړاو د ۲۰۰۸ میلادی کال له جنورۍ څخه پیل او د ۲۰۱۱ میلادی کال تر پایه ېې دوام وکړ. په دې پړاو کې شبکې د نورو روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ، د عدالت غوښتنې په برخه کې هم فعالت کاوه. د شبکې د عدالت غوښتنې پروګرام په دوه حوزو کې پلی شو. لومړی حوزه د هرات ولایت وو چې د کورنیو تاوتریخوالیو د کچې راټیټول وو. دا پروګرام چې د کورنیو تاوتریخوالیو په اړه د څیړنو د پایلو پر بنسټ جوړ شو، د کورنیو تاوتریخوالیو د ریښو د پیدا کولو په موخه د یوه سمپوزیم په ملتیا رامنځته شو. دا سمپوزیم د هرات په ولایت کې، ترسره شو، د مدنی ټولنې غړو، د دولتی ادارو استازو، علمی بنسټونو، روڼ آندو او د بشری حقونو مدافعانو د کورنیو تاوتریخوالیو لاملونه وڅیړل او په هرات ولایت کې د کورنیو تاوتریخوالیو د کچې راټیټولو په موخه اغیزمن پروګرام طرحه کړ، چې د « کورنی تاوتریخوالی، لاملونه، او د هغې په وړاندې د مبارزې تګلارو »، په نوم د یوه روزنیز کتاب د جوړولو د کاری ډلې د رامنځته کیدو، د ظرفیت روزنې پروګرامونو، بحثونو، راډیویی پروګرامونو او « د کورنی تاوتریخوالی د کچې د راکموالی د کمیټې »، درامنځته کیدو لامل شوو.
د شبکې د عدالت غوښتنې د پروګرام دوهمه حوزه، په هیواد کې، اطلاعاتو ته د لاسرسی د قانون د طرحې جوړول وو، چې په مزار شریف ښار کې د یوه سمپوزیم په جوړیدو سره پیل شوه. مخکې تر هغې شبکې، اطلاعاتو ته د لاسرسی د ارزښتونو په اړه روزنیز او د طرفیت لوړولو پروګرامونه پلی کړی وو. چې د دغو پروګرامونو په پایله کې اطلاعاتو ته د لاسرسی د قانون د مسودې د راجوړولو د کاری ډلې د رامنځته کیدو لامل شوو. دې کاری ډلې د یوه کال په موده کې د دې قانون لومړنی مسوده چمتو کړه، چې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې هغه د هیواد په ولایتونو او کابل کې په پراخو بحثونو کې وڅیړله. دا مسوده د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت او د رسنیو د عالی شورا په همکارۍ، د قانونی پړاونو د ترسره کولو په موخه د عدالېې محترم وزارت ته راجع شوه.
په دریم پړاو کې د شبکې د غړو ټولنو شمیره ۹۵ ته ورسیده او شبکه وتوانیده چې د خپلو فعالیتونو لړۍ د هیواد مرکزی سیمو ته هم وغزوی. په بامیانو ولایت کې د شبکې د دفتر پرانیستنه او مدنی ټولنو ته د ګټورو پروګرامونو پلی کول، په دریم پړاو کې د شبکې له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه دی.
په دې پړاو کې د شبکې جوړښتونه نور هم پراخ شول. د « اعلامیو، او پیغامونو د کمیټې »، رامنځته کیدو او همداراز « د غړی توب پر لړۍ د څار د کمیټې »، را جوړیدو د شبکې جوړښت نور هم پراخ کړ او دا ټولنه لاهم منسجمه شوه.
شبکه د خپلو پروګرامونو په دریم پړاو کې وتوانیده، په هیواد کې تر ټولو فعاله مدنی ټولنه شی. او په ملی او نړیوالو جوړښتونو کې د شبکې فعاله حضور د دې ادعا ښه بیلګه ده. شبکه وتوانیده، ټولو نړیوالو کنفرانسونو ته خپل فعاله استازی واستوی او د مدنی ټولنې او د بشری حقونو د فعالانو پیغامونو نړیوالو ته ورسوی.
په دریم پړاو کې له « منازعاتو څخه د تیریدو، روزنیز لاسوند »، چې په هیواد کې د منازعاتو د اوارۍ لپاره یو تر ټولو ښه او ارزښتمن اثر دی، د شبکې لخوا جوړ او خپور شو او د مدنی ټولنې ډلې د هغه پر بنست وروزل شوې. همداراز شبکه وتوانیده « د انتقالی عدالت روزنیز لاسوند »، خپور کړی. دا لاسوند چې د شبکې د غړو ټولنو د استازو په همکارۍ جوړ شوی، په کابل او ولایتونو کې د دغه اثر پر اساس د شبکې د غړو ټولنو او د بشری حقونو فعالان روزل شوی دی. همداراز دا لاسوند په هیواد کې د بیلابیلو ټولنو او ادارو لخوا په پراخه کچه کارول کیږی.
دا پړاو د دنمارک د بشری حقونو د انستیتیوت په مسلکی همکارۍ پر مخ بیول شو، او د دنمارک او سویس هیوادونو د دې برخې د مالی لګښت مسولت په غاړه اخیستی وو. همداراز د «آی. س ی . س ی . او» او د « اسدا » موسسې د دغه پروګرام له یوشمیر برخو مالی ملاتړ وکړ.
د شبکې د کاری پړاو څلورمه برخه چې د ۲۰۱۲ میلادی کال له فبرورۍ څخه پیل شوې هم د دنمارک د بشری حقونو انستیتیوت او همداراز د دنمارک او سویس د دولتونو په مالی ملاتړ به پر مخ ولاړه شی چې درې کاله به وغزیږی. په دغو دریو کلونو کې به شبکه په کابل او ولایتونو کې د خپلو غړو ټولنو د مدیریت او ظرفیت روزنې په موخه اغیزمن او ګټور پروګرامونه پلی کړی، او له خپلو لسو فعالو غړو ټولنو سره به د ستراتیژیکو همکاریو په برخه کې، مرسته وکړی چې په پایله کې به له دغو لسو ټولنو څخه هره یوه ټولنه د نړیوالو متخصصینو په همکارۍ د ستراتیژۍ لرونکی شی.
په څلورم پړاو کې به شبکه د مدنی ټولنې د یوه فعاله او ملی ټولنې په توګه د هیواد د بشری حقونو له حالت څخه کلنی ریپوټونه خپاره کړی. دا څیړنې په کابل او ولایتونو کې د شبکې د همکارانو او غړو ټولنو په مرسته ترسره کیږی. له دغې بڼې په ګټه اخیستو شبکه هڅه کوی چې په ولایتونو کې مدنی ټولنې د ظرفیت له پلوه وروزی او په ټولنه کې د اطلاعاتو په راغونډولو او د هیواد په بیلابیلو برخو کې پر بشری وضعیت د څارنې په برخه کې د هغوۍ ونډه پراخه کړی.
په څلورم پړاو کې شبکه د « ستراتیژۍ روزنیز لاسوند » رامنځته کوی. د دغه پروګرام له مخې به د شبکې د غړو ټولنو له ډلې، د یوه نړیوال متخصص په همکاری او د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له دارلانشا سره په همغږۍ کې کاری ډله راجوړه کړی. دا ډله به د « ستراتیژۍ روزنیز لاسوند » په ساده او د پوهاوی وړ ژبې، د هیواد ټولو مدنی ټولنو ته جوړ او د نورو لپاره د ستراتیژیک کار د لارې په اوارۍ که مرسته وکړی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې، دارالانشا، په کابل او ولایتونو کې د ظرفیت روزنې خپل ټول پروګرامونه د دغه لاسوند پر بنسټ ترسره کوی.
د شبکې، څلورم پړاو په سیستماتیک ډول د بشر غوښتونکو نړیوالو ارزښتونو او د نړیوالو بشری حقونو د میکانیسمونو د تعمیم په برخه کې کار کوی. د دغه لیک له مخې شبکه په دواړو برخو کې روزنیز لاسوندونه راجوړوی. د دغو ارزښتونو د پراختیا او پلی کولو په موخه کاری ډلې رامنځته کیږی. دا پروګرام په افغانستان کې د لومړی ځل لپاره د شبکې له لوری پلی کیږی او د دغو ارزښتونو په پوهاوی کې به ښه ونډه ترسره کړی.
په څلورم پړاو کې شبکې، په هیواد کې د بشری حقونو پر وضعیت د څارنې فعالیتونه په غاړه اخلی. په دې پړاو کې په افغانستان کې د بشری حقونو په اړه دنړیوالې ټولنې سپارښتنې او د افغانستان د اساسی قانون احکامو ته پاملرنه کیږی.
په ولایتونو کې د مدنی ټولنو د بنسټونو پیاوړی کول او د بشری حقونو له فعالانو ملاتړ په څلورم پړاوکې د شبکې له مهمو کارونوڅخه شمیرل کیږی. همداراز په دې پړاو کې د روزنیزو پروګرامونو جوړول، د بشری حقونو، مدنی ټولنې او دموکراسۍ په اړه د ګټورو بحثونو ترسره کول، له دولتی ادارو سره د مدنی تولنو همغږی کول له راتلونکو کارونو څخه دی چې ترسره به شی.
په څلورم پړاو کې شبکې په هیواد کې د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه د پوهاوی په برخه کې فعاله ونډه ولوبوی. د شبکې نشرات به پراخ شی، د شبکې راډیویی خپرونې به دوام ولری او د شبکې ویب سایټ به په دری، پښتو او انګریزی ژبو تقویت شی چې په دې ترتیب د شبکې په دارالانشا کې به زیات همکاران جذب شی، ترڅو دا پروګرامونه پیاوړی شی.
شبکه په څلورم پړاو کې، د بشری حقونو مشورتی بورد هم ترسره کوی. دا ډله چې په هیواد کې د بشری حقونو په برخه کې د مهمو اوفعالو نړیوالو او بهرنیو ادارو له غړو څخه جوړیږی، د ریپوټونو او بحثونو په اوریدو سره مهمې مشورې وړاندیز کوی، ترڅو ټولې ادارې په یوې لازمې همغږۍ سره وشی کولای خپله ونډه ښه توګه ترسره کړی.
په هیواد کې د بشری حقونو د یوه کارنده غورځنګ رامنځته کول، افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اصلی موخه ده. شبکه د خپل دغه با ارزښته ماموریت د ترسره کیدو په هیله هڅه کوی ترڅو د « بشری حقونو مشرورتی بورد » ، جوړیدو په برخه کې دافغانستان له دولتی او نړیوالو دوستانو سره فعالیت وکړی. د دغو پروګرامونو په ترسره کولو سره شبکه کولی شی په هیواد کې د بشری حقونو د تعمیم په برخه کې تر ټولو فعاله ونډه ولوبه وی. د هیواد د بشری وضعیت په اړه د شبکې څیړنې ښیی په هیواد کې د بشری حقونو د مدافعانواو فعالانو په وړاندې اوس هم سترې ننګونې شته. د شبکې مسولین او غړی په دې باور دی چې ملی یووالی، د یو بل زغمل کولی شی د دغو ستونزو د اوارۍ لاره پیدا کړی.