د شهید اجمل نقشبندی واټ پرانیستل شو

د شهید اجمل نقشبندی واټ نن د افغان ژورنالیستانو د ملی اتحادېې او رسنیو یوشمیر استازو په ګډون رسماْ په کابل کې پرانیستل شو.

د ۲۰۱۰ کال دجون په ۲۶ یوشمیر ژورنالیستان، د مدنی ټولنو استازی د شهید اجمل نقشبندی د واټ پرانیستنې لپاره سره را غونډ شوی وو. هغه واټ چې د شهید اجمل نقشبندی په نوم نومول شوې د دهن باغ له څلور لارې څخه پیل او د برکی په څلور لارې کې پای ته رسیږی.

Report06-27-1ددغه واټ د پرانیستنې په مراسمو کې، د افغانستان د ژورنالیستانو د ملی اتحادېې ریس عبدالحمیدمبارز، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی او د رسنیو دعالی شورا غړی، محمد نعیم نظری، د رسنیو د څار ټولنې ریس، صدیق الله توحیدی، د آوا نما پرودکشن ریس، باری سلام، دکابل ورځپاڼې مسول مدیر فهیم دشتی، د اقتدار ملی ورځپاڼې مدیر مسول، سید علی محمد رضوانی، د شهید اجمل نقشبندی د کورنې یوشمیر غړی او د بیلابیلو رسنیو خبریالان حاضر وو.

دا مراسم د افغانستان د ژورنالیستان د ملی اتحادېې د مشر، عبدالحمید مبارز په خبرو پرانیستل شوو. هغه دخپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: « دا واټ شهید اجمل نقشبندی ته د احترام په خاطر د هغه په نوم نومه وو. » هغه له دولته وغوښتل ترڅو د ژورنالیستانو امنیت ته دې جدی پاملرنه وکړی، ځکه د امنیتی حال خرابوالی په نیغه توګه د ژورنالیستانو په کار اغیزه کوی.

د رسنیو د څار ټولنې مشر صدیق الله توحیدی هم له رسنیو سره په مرکه کې وویل: « د هرکال په تیریدو سره د ژورنالیستانو امنیت مخ په خرابیدو دی، اویوشمیر په جګړه کې د ښکیلو بیلابیلاو ډلو له خوا وهل ټکول شوی دی ». هغه له دولته وغوښتل ترڅو د ژورنالیستانو امنیت ته دی جدی پاملرنه وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د آزادو ژورنالیستانو ټولنې ریس، رحیم الله سمندر رحیم الله سمندر رسنیو ته ویلی وو، چې په ۲۰۰۹ میلادی کال کې، د ژورنالیستانو په وړاندې د تاوتریخوالی ۱۲۰ پیښی ثبت شوی چې په هغې کې وهل ټکول، ټپی کیدل، اختطاف او د رسنیو تړل کیدو شتون درلود.

ښاغلی نقشبندی، کله چې ایټالیایی خبریال « دانیل ماسترو جیاکومو » د دغو دواړو موټر چلونکی سید آقای، د ۲۰۰۷ کال دمارچ ۵، د طالبانو ډلی یو مهم قوماندان ملا داد الله کسانو لخوا برمټه شول. طالبانو په لومړی ګام کې ددغو دواړو ژورنالیستانو موټرچلونکی وواژه، او وروسته یی پیغام ورکړ چې طالبان حاظردی د افغانستان له زندانونو څخه د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې به اجمل نقشبندی او ایټالیایی خبریال پریږدی.

د افغانستان او طالبانو ترمنځ له یوې میاشتې جنجال وروسته، بالاخره ایتالیایی ورځپاڼه لیکونکی د پنڅو طالب بندیانوپه بدل کې د طالبانو له خوا خوشی شو؛ خو اجمل نقشبندی بیا هم په بند کې پاتې شو،

طالبانو اعلان وکړچې حاضر دی دطالبانو د یوبل بندی د خوشې کیدو په بدل کې اجمل نقشبندی هم پریږدی؛ خو دافغانستان دولت د ځانګړی لامل له امله، د طالبانو غوښتنې ته سم ځواب ورنکړ، چې په پایله کې د ۲۰۰۷ کال د اپریل په ۸، د طالبانو د ډلې یو ویاند، رسنیو ته د افغانستان پردولت د نیوکې په کولو، د اجمل نقشبندی د سرپرې کولو خبر ورکړ.

د اجمل نقشبندی له شهادت وروسته په سلګونو کسانو د شمعو په بلولو سره د اجمل نقشبندی غم وژاړه.

د سولې جایزه

په همدې حال کې دافغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د اجمل نقشبندی د شهادت په لومړۍ کلیزی کې ددغه ژورنالیست په نوم د «سول ې » ځانګړې جایزه اعلان کړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اعلامیې کې لیکلی وو:؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اجمل نقشبندی د شهادت د لومړۍ کلیزې په مناسبت د سولی ژورنالیزم یو جایزه د هغه په نوم اعلانوی ؛

اجمل نقشبندی په ۱۳۶۰ هجری ـ لمریز کال کې، د کابل په ښار کې زیږیدلې. چې د ښونځی له پایته رسولو وروسته، د ورزپاڼه لیکنې په کورسونوکې شامل شوو، چې وروسته ېې د ورځپاڼه لیکنې دنده غوره کړه.

ځواب دلته پرېږدئ