د یو شمېر څېړونکو په باور د هېواد په يو شمېر سيمو کې ټولنيزه فضا د طالبانو تر واکمنۍ دمخه د دې ډلې افراطي او غلط فکري نظریاتو کښت ته لېواله وه او په حقیقت کې دا د طالباني فکر منلو لپاره يو بستر و. د دې څېړونکيو په وینا، فرهنګي او تعلیمي موضوعاتو ته د چارواکيو بې پامي او د اوسنۍ فضا بدلون لپاره د دوی هڅې نه کول او د ټولنې د روحیې نرمولو لپاره هڅه نه کول د دې لامل شوی چې افراطي افکارو لکه په ټولنه کې د کار مخالفت او د ښځو د زده‌کړو د مخې نيولو ټغر تر اوسه په ټولنه کې خپور وي.

ليکوالې او څېړونکې ډاکټرې حمیرا قادري د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وویل، بايد هېر نه کړو چې د طالبانو له دورې وړاندې هم افغانانو تعليمي تاوتريخوالی تجربه کړی او دا ډول تاوتريخوالی ډېری يې د ټولنې په دودونو کې ريښه لري.

«په دې ټولو کلونو کې حکومت حتی د پوهنې او لوړو زده‌کړو له وزارتونو سره د سیاسي ادارې په توګه چلند کړی. دا وزارتونه لا هم د ملت اصلي کورونه نه دي او يوه لوری پورې تړلي دي. کله چې موږ خپله په داسې شرایطو کې يو، نه‌شو کولای پر هر څه کې طالبان پړ وګڼو. دا ډله يو چمتو فکري بستر ته اړتيا لري.»

شبکه: آیا د دې کوم ځانګړی مثال شته چې تاسو يې د چمتو فکري بستر په توګه يادوئ؟

قادري: زما په یاد دي کله چې طالبان هرات ته راغلل، نو هېڅ نښته ونه شوه او د ښوونځي نیمايي زده‌کوونکي چې نجونې وې له زده‌کړو پاتې شوې. په دې اړه چې ګواکې کوم لاريون دې وشي، هېڅ تاريخ کې نه دی ثبت؛ ځکه چې بستر ورته چمتو و. سره له دې چې دولتي ادارې لکه، د ښځو چارو وزارت، حج او اوقافو، پوهنې، د  لوړو زده‌کړو  او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو کولای شوای د يوه لوی چتر په توګه د هر يوه کور ته ورغلي وای او د وضعيت تغير لپاره يې کار کړی وای؛ خو حکومت په دې برخه کې پانګه‌ونه ونه کړه او په پایله کې داسې و نه شو.

شبکه: هغه څه ته چې تاسو وویل، د سولې هوکړه چې اوس ورځو کې پرې بحث روان دی، تر کومې کچې به د ټولنې پر وضعيت اغېز وکړي؟

قادري:  د افغانستان په شان یوه هېواد کې چې قانون په‌کې اهمیت نه لري او خلک یې که هغه طالبان دي او یا خصوصي ډلې دي، جګړو کولو سره عادت لري، زه فکر نه کوم چې سوله دې د کلمې په رښتینې معنا او د ټولنې د روان رغولو لپاره راشي. سوله یوازې نه جګړه نه ده، بلکې روحي ارامي ده. موږ همدا اوس له طالبانو پرته هم سوله نه لرو او د ټولنې عمومي حالت ښه نه دی؛ خو که موږ یوازې د جګړې او ټوپک مفهوم په پام کې ونیسو، هغه کمزورې ډلې چې د واک له وېشه پاتې شوې دي، جګړو ته دوام ورکوي. حکومت یا د پيوستون ډله چې وروسته به رامنځته شي، کولای شو هغوی يا د مذاکرې او يا هم د روزنې له لارې سیسټم ته دننه کړي او ارامه او سوله‌ييز ژوند ورته برابر کړي. پوهېږو ډیری هغه کسان چې له دولت سره جګړه کوي له اقتصادي وضعیت څخه نا رضایتي ده.

شبکه: تر دې مه چې د سولې خبرو کې څه تېر شوي، تاسو دا خبرې څه ډول ارزوئ؟

قادري:  لومړی خو دا د خوښۍ ځای دی په داسې يوه ټولنه کې چې مېرمنې په کې تل له پامه غورځول شوې دي د سولې خبرو کې د مېرمنو استازې هم حضور لري. که څه هم شمېر يې د نابرابرۍ پيغام لېږدوي خو کولای مو شوای چې له دې ټولو نارينه‌وو نه مو ډېرې ښځې درلودلای وای. په هر حال، د سولې د خبرو پيل مبارک و او د دې لامل شو چې زرګونه امنيتي ځواکونه خوښ شي او تر څنګ يې له بېلابېلو ډلو کسانو او حتا موږ خپله جګړې تجربه کړې دي، هم خوش شو. د ملت اندېښنه چې زه هم په کې شمېرل کېږم، دا ده چې د سولې خبرې د قدرت په ترلاسه کولو او د واک په ساتلو پورې اړه لري. دا یوه ډله – پرته له دې چې د خبرو کوم اړخ – غواړي چې سوله یرغمل ونیسي او د ډلو پر ګټو ټینګار وکړي. حکومت باید د ملت پیغام رسوونکی وي. د ملت پیغام او هیله سوله ده. که څه هم څلوېښت کلنه جګړه به په څلورو ورځو کې سولې ته نه رسېږي او موږ وخت او خبرې کولو ته اړتيا لرو. که ټاکل شوې وي چې موږ له طالبانو سره یوې مثبتې پایلې ته ورسېږو او دا ومنو چې دوی هم د دې خاورې بچیان دي، ملت،  که طالبان یا غیر طالبان دي، ځواک به له لاسه ورکړي.

شبکه: تاسو چې د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي د مېرمنو پر شمېر نيوکه لرئ، ستاسو نظر د دغو استازيو د ظرفيت په اړه څه دی چې دفاع به وکولای شي؟

قادري:  زما په نظر نيوکه کول ساده کار دی او کولای شو په دې برخه کې ډېر منفي ټکي ومومو. د مثال په توګه، دا چې د مذاکره کوونکي پلاوي د مخينې په اړه څه ډول څېړنه شوې او تر کومې کچې ډاډ لرلای شو چې حتی د ټیم ښځينه غړې هم له طالباني فکر سره مېز ته نه دي ناستې. یا دا چې حکومت داسې خلک غوره کړي چې پخپله دولت سره موافق وي او پایله کې د پلاوي ټول غړي، حتی مېرمنې هم انتصابي دي؛ خو اوس په داسې يوه حالت کې یو چې اوس مهال له هر څه يووالی ډېر اړين دی.

شبکه: له دولت سره په همغږۍ مو موخه څه ده؟

قادري: په دې کې شک نشته هغه خلک چې حکومت په راس کې دي، دا يې خوښېږي د طالبانو په راتلو سره به دغه ډله ووېشل شي. یوه ډله ده چې د واک د ساتلو لپاره باید له دې وېشلو و وېرېږي. کله چې وایو د سولې خبرو ښځینه غړې د دولت لخوا ټاکل شوي،  معنا دا چې حکومت سره همغږي دي.

شبکه: لکه څنګه چې طالبان د مېرمنو په اړه ښه مخينه نه‌لري په ځانګړې له دوی سره چلند ته پام، له دې ډلې سره خبرې به تر کومې کچې پايله ورکړي؟

قادري: ځینې ایدیولوژۍ ګوندونه، ډلې، حکومتونه او ملتونه تعريفوي؛ خو له بده مرغه جنګ او په تېرو شلو کلونو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه د افغانستان په شاخصونو بدل شوی او که څه هم په دې هېواد کې ډېری جګړې نيابتي دي، موږ په دې نامه پېژني. طالبان هم يوه لړ ایډیالوژۍ لري چې په کې د ښځو له ځینو حقونو څخه د دوی منع کول شامل دي. ماته تل دا يوه پوښتنه ده چې څنګه وکولای شو له دوی طالباني افکار واخلو او هم ورته طالب ووايو. د ښځو په اړه د طالبانو ليد چندانې بدلون نه دی کړی؛ خو دا چې دا ډله اوس د شخصي، انفرادي او ډله‌يیزو ایډیالوژیو څخه ډېر د ځواک او د شتمنیو د سرچینو په اړه فکر وکړي. په دې حال کې به تحريک شي او ښايي چې د قدرت شريکولو لپاره د نړیوالې ټولنې فشارونه ومني. که د بهرنيو ځواکونو ملاتړ نه وي، حکومت په يوازې توګه نه‌شي کولای د خپلو نیمایي اتباعو له حقونو دفاع وکړي.

شبکه: د سولې خبرو کې بايد د ښځو اړوند له کومو موضوعاتو دفاع وشي؟ ایا ستاسو لپاره لومړیتوب شته؟

قادري: ما لپاره د برابرۍ حق مهم دی. په دې معنا چې نه د نر ضد وي او نه هم د نر ستاينه، هغه مېرمنې چې د کور سرپرستې دي، بايد په دې نوم وپېژندل شي او دا د هغو ډلو له لوري چې نظام ته دننه کېږي بايد ومنل شي. مساوات په دې معنا چې په دې خاوره کې تعليمي تاوتريخوالی کم شي. له بده مرغه کابل ښار له ۲۵ نه تر ۳۰ کيلو مټره لرې نجونو لپاره ښوونځي نه لرو. کله چې د حکومت په دوره کې چې د ډيموکراسۍ نارې وهي، مساوات په کې په بشپړه توګه نشته، نو په عملي ډول نه باید د ټولو حقونو غوښتنه وشي؛ خو ما لپاره دا ټول لومړیتوبونه دي.

شبکه: ستاسو په فکر که طالبان د مېرمنو پر حقونو محدوديتونه وضع کړي، حکومت به يې ومني؟

قادري: حکومت حق نه لري چې د ټولنې د نيمايي نفوس په استازيتوب په خپله پرېکړه ونيسي. حکومت یوازې هغه مهال زما استازی دی چې هغه زما له ټولو حقونو پرته له ځنډ او خنډه دفاع وکړي. که نه نو هېواد کې به کنشي جګړه پیل شي. نه‌شو کولای نننۍ نجونې له خپلو حقونه بې برخې کړو. حکومت تللی چې زموږ حقوق وټاکي او له دې پرته بل هر ګام له حکومته د ملت د استازولۍ حق اخلي.

شبکه: که چېرې د سولې هوکړه وشي، ستاسو وړاندوینه د صحرايي محکمو او د نجونو د ښوونځيو د سوځولو په اړه څه ده؟

قادري: پوهېږو چې د افغانستان په ډېری سيمو کې طالبان نشته؛ خو خلک د نجونو له ښوونځیو سره مخالف دي. کله چې یوه کورنۍ د خپلې لور سر پرې کولای شي، ښوونځي ته اور اچول ورته کوم سخت کار نه دی. ټول صحرايي قوانین چې پر ښځو پلي کېږي د طالبانو کار نه دی او ځینې یې په خپله د خلکو له خوا رامنځته شوي دي. تل وایو  چې فکري بستر د خلکو له لوري هوارېږي؛ خو ځينې وخت د طالبانو له نومه ګټه اخيستل کېږي. حکومت په تېرو څو کلونو کې هېڅکله نه دي غوښتي چې خپل فرهنګي ځواک فعال کړي او یا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ځانګړې بوديجه ورکړي ترڅو وکولای شو په ټول افغانستان کې نفوذ وکړو. ډېر ځواک بايد پر څو وزارتونو چې لوی چتر جوړوي ولګول شي چې ما مخکې یادونه وکړه او حتی په مدني ټولنه مصرفېږي. بايد مو په ياد وي چې کله فرخنده وژل کېده هېڅ طالب نه و، دا هماغه نوي ځوانان و چې ډيموکراسۍ دورې ته رسېدلي وو چې د طالبانو د رژيم د سقوط په دوران کې ۶ يا ۷ کلن وو.

شبکه: د ښځو حضور څه د ټیم د غړيو په توګه او څه هم د خبريالانو په توګه به د طالبانو په موقف چې د مېرمنو په اړه يې لري، څه اغېز کړی وي؟

قادري: د خبریالانو نسل چې هلته يې حضور درلود، د ټولنې د نیمايي نفوس استازیتوب يې وکړ او له ښځينه استازيو سره يې توپير درلود. حکومت هغه مېرمنې غوره کړې چې که څه هم سرونه يې خلاص دي؛ خو پوښاک يې د طالبانو د تاييد دی. مېرمن سرابي په خپلو ځان‌پېښو کې وويل، کله چې يوه طالب له ښاغلي نادري سره خبرې کولې زه يې له پامه غورځولې وم. د طالبانو له لوري د يوې مېرمنې چې ناديده ليدل کېږي او د هغوی پوښاک سره سمه هم وي په دې معنا ده چې حکومت يوازې هغه کسان د استازيو په توګه لېږلي چې يوازې کولی شي په نظریاتي توګه د طالبانو رضایت وي. په داسې حال کې چې په دې هېواد کې یو بل پوړ هم شته، د دې پلاوي په ترکیب کې باید د ځوان نسل څخه یو څو نجونې وایې. کله چې د مساوات خبرې کوو، همدا موخه ده او کېدای شي دا تشه کميت ډکه کړي.

اغلې قادري وايي، د سولې د خبرو پایله کې باید د اتباعو حقونه خوندي شي او له هغه ځايه چې مېرمنې له دې ډلې بهر نه دي، نو هغه سوله چې د دوی د حقونو د تضمین ضمانت نه کوي، هر کلی يې نه کېږي. د نوموړې په باور، کله چې د سولې خبره کېږي، د هغې د مدعيانو ادبیات هم باید مساوي مفاهيمو سره غوټه شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې