د ۱۳۸۹ کال د لړم په ۹، چې د ۲۰۱۰ کال د نوامبر له ۱۰ سره سمون خوری، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د افغانستان د پرانیستې ټولنې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر او د انتقالی عدالت نړیوال مرکز له لوری، د کابل په ښار کې د مصالحې او عدالت په نوم ، یو ورځینی کنفرانس جوړ شو.
په دې پروګرام کې د مدنی اونړیوالو ټولنو، د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د ولایتی شورا کابو اویا تنو استازو برخه اخسیتې وه.
پروګرام د قرانکریم د ځو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی محمد نعیم نظری حاضرینوته د ښه راغلاست ویلو سربیره میلمنو ته، د دې پروګرام د جوړولو د اړتیا او کړندلارې په اړه معلومات ورکړل.
له هغې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشی استازی استیفن دمستورا، د سولې د عالی شورا د دارالانشا ریس محمد معصوم ستانکزی، په افغانستان کې د اروپایی اتحادېې مخکینی استازی فرانسس ویندرل، د سیمې د مسایلو څیړونکی او پاکستانی ورځپانه لیکونکی احمدرشید او د ماشام په خیر افغانستان راډیو ریس او د مدنی ټولنې او بشری حقونو د پیغامونو د کمیټې غړی د پروګرام د لومړی برخې ویناوالو په توګه په افغانستان کې د سولې پالنې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته ېې مفصل ځوابونه ووایل.
د ویناو په دوهمه برخه کې د بشری حقونو خپلواک کمیسیون ویاند ښاغلی نادر نادری، د سولې د عالی شورا غړی غړی محمد اسماعیل قاسمیار او د افغانستان د ښځو شبکې ریسې سمیرا حمیدی، په خپلو خبرو کې د سولې او عدالت په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل، او د خبرو په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
د کنفرانس بله برخه، څلور ډله ایزو کارونو ته ځانګړی شوې ده.
د کنفرانس پیغام، د مطرح شویو نظرونو او د ډله ایزو کارونو په پام کې نیولو سره د ټولو ګډونوالو له تاید ورسته ترتیب شو. وروسته دا پیغام د ښاغلی محمد نعیم نظری لخوا د ګډونوالو او رسنیو په حضور کې ولوستل شو، چې له هغې وروسته د ماښام پخیر افغانستان راډیو ریس او د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اعلامیو د کمیټې غړی باری سلام،د افغانستان د پرانیستې ټولنې ریسې نیلوفرسخی، د کلید ګروپ ریسې او د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د بورد غړی نجیبې ایوبی او په افغانستان کې د انتقالی عدالت مرکز استازی میرمن ، پدریشیا ګوسمن لخوا د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
دې پروګرام د هیواد په رسنیو کې پراخ انعکاس پیداکړ.
اوس، تاسو درانه لوستونکی د کنفرانس پیغام لوستلو ته رابولو.
——————————————————————–
د لوی او بښونکی خدای په نامه
د عدالت او مصالحې په اړه د یو ورځینی کنفرانس پیغام
د ۱۳۸۹ د لړم ۱۹ سمون لری د ۲۰۱۰ د نوامبر۱۰
کابل ـ افغانستان
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او هم په دې وروستیو کلونو کې د وحشت او ناامنیو پراخیدو، موږ د سولې اړتیا او د هغې پر اهمیت پوه کړی یو. جګړه نه یوازې دا چې د ټولنې مادی شتمنی ویجاړوی، بلکې له ټول مخکې د انسان روان او ټولنیزې اړیکې او نظم له منځه وړی.
اوسمهال کله چې له سولې خبرې کوو، له هغې مخکې باید د انسان د روان او ټولنیز نظم او اړیکو بیا رغونې ته پام وګړو؛ ځکه له دې ښکارندې پرته مادی بیا رغونه زیانمونکې او آن ویلې شوچې ناممکنه ده. د سولې کلمه د امنیت په لرلو سربیره د عدالت اصل هم له ځانه سره لری.
له امنیت، سولې او عدالت څخه ګټه اخیستنه د انسان حق دی. چې یو له بل سره ارګانیکه اړیکه لری او په هیڅ ډول نه باید یو د بل قربانی شی.
دادی اوس موږ په خپل هیواد کې د جګړې ، تاوتریخوالی او ناامنې سره مخ یو. څه ډول کولی شو دا ویجاړونکې جګړه په خپل هیواد کې پای ته ورسوه؟
موږ د مدنی ټولنو او بشری حقونو فعالین معتقد یو، چې د سولې طرح او د هغې کړندلارې هغه مهال کیدای شی بریالۍ وی، چې په هغې کې عدالت، انسانی کرامت او حقوق خوندی وی. موږ په هیڅ ډول له عدالت پرته امنیت د انسان د شان وړ نه ګڼو، او باور لرو چې د انسان دحقونو او آزادیو د نشتوالی په صورت کې امنیت هم نشی ټینګیدای.
سوله یوه ملی لړۍ ده، چې دا لړۍ باید د خاصو سیاسی کړیو او کسانو د لیدلورو قربانی نشی. سوله هغه مهال کولی شی خپل ملی ماهیت وساتی، چې د ټولنې ټولو وګړو ته د ژوند کولو مناسب فرصتونه او امکانات برابر کړی. که سوله د دولت دننه د سیاسی کړیو او ځانګړو قشرونو د غوښتنو ترلاسه کولو لامل شی، نو داسې تګلاره ده چې خپل انسانی او عادلانه ماهیت ېې له لاسه ورکړې وی او د قدرت ترلاسه کولو په وسیلې به بدل شوی وی. حکومت باید له طالبانو سره مصالحه د قدرت انحصار او تمرکز په خاطر، د قومی قبیلوی،جنسیتی او نورو ایدیولوژیکو کړیو او ډلو په واک کې ورنکړی. که دا پروسه ونشی کولې خپل اصلی ماهیت وساتی، نشی کولی چې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو په منځ کې د ځغم او یو بل ته احترام ښکارنده رامنځته کړی.که د سولې لړۍ، ملی رضایت او ملاتړ له ځانه سره ونلری نو په یو ماتیدونکې سولې به بدله شی او تر ډیره به دوام ونکړی.
موږ باور لرو، چې په سوله ایزه فضا کې به د عادلانه ژوند کولو امکان پیدا شی. سوله ټولو وګړو ته امکان ورکوی چې له خپلو ټولو وګړنیزو حقونو او امتیازونو څخه په برابره او مساوی توګه د قانون له مخې ګټه واخلی؛ خو که د سولې سره یوازې سیاسی چلند وشی، په پای کې به د افغانستان د کړکیچ غوټه نوره هم ټینګه شی، او له ټولو بده پایله به ېې داوی چې خلک به په سولې او مصالحې او همدراز په ورورولې کې له یوبل او دولت سره پر ژوند کولو ، اعتماد له لاسه ورکړی. روښانه ده چې په هغه وخت کې به دولت هم خپل حرمت او واک له لاسه ورکړی او آن کیدای شی چې له منځه ولاړ شی.
د کنفرانس ګډونوال نن په دې باور دی، چې:
ـ د سولې بنا کونکی، له هرڅه مخکې باید پر عدالت، بشری حقونو او مدنی ارزښتونو باور ولری او د ټولنې به بیلابیلو ډلو او قشرونو څخه استازی توب وکړی. خو په خواشینۍ سره؛ د سولې عالی شورا چې د سولې د ټینګښت په برخه کې د پراخو فعالیتونو دنده لری، د اندیښنې وړ ترکیب څخه برخمنه ده؛ په دې شورا کې د مدنی ټولنو ځای خالی دی او په هغې د ښځو اود قربانیانو داستازو او همدراز د پوهو او روڼ آندو څیرې کمې لیدل کیږی.
ـ ددې شورا د ویاند له وینا داسې څرګندیږی چې هغوۍ د سولې او مصالحې پرمخ وړلو لپاره تر اوسه روښانه میکانیسم او ستراتیژی نده جوړه کړې. تر اوسه د شورا له کاری لړې او پروګرامونو څخه د اطلاعاتو خپریدل ډیر لږ وه او ددې شورا کاری لړۍ له لازم شفافیت څخه برخمنه نده. زموږ په باور دا لړۍ هغه مهال کولی شی بریالۍ وی چې خلک د سولې د عالی شورا له کارونو څخه خبر وی او په پوره پوهاوی سره د سولې په لړۍ کې برخه واخلی.
ـ موږ دخپل دولت په جوړښت کې دملی شورا اداره لرو، چې په مهو او حیاتی پریکړو کې د ملت د ارادې استازی توب کوی. دا اداره د قانون دحکم، له مخې صلاحیت لری چې د خلکو د ګټو او غوښتونو څخه استازی توب وکړی. د ملی شورا په حضور کې د سولې دعالی شورا په څیر شورا ګانې باید خپل پروګرامونه له مدنی ټولنې سره په مشورې او ملی شورا سره په همغږې او موافقې کې پرمخ بوځی. که دا ډول شورا ګانې وتوانیږی چې مرعی الاجرا پریکړې ونیسی، څه ډول کولی شو د ملی شورا ترڅنګ ددې شورا ونډه او ځای ثابت کړو؟ آیا دا ونډه د ملی شورا د صلاحیتونو په حوزه کې لاس وهنه نده؟
د هیواد مدنی ټولنې تیاری لری ، چې د خلکو د غوښتنو تایمنولو لپاره، له دې لړۍ سره لازمې همکارۍ وکړی.
ـ دمدنی ټولنو ادارې او د ننی کنفرانس ګډونوال، طالبانو ته د سولې د عالی شورا لخوا دامتیاز ورکول د اندیښنې وړ بولی. باید وپوښتل شی چې آیا دا شورا د مدنی ټولنو او بشری حقونو ارزښتونو په ځانګړی توګه د ښځو حقونو په اړه طالبانو سره هوکړی ته رسیدای شی؟ آیا د مدنی ټولنو او د افغانستان د اساسی قانون پرسره به معامله وکړی؟ آیا دا امتیاز ورکونه به د افغانستان د خلکو څومره بشری حقونو امتیازونه راکم کړی؟ دا هغه پوښتنې دی چې باید روښانه شی.
موږ له دې ټکی اندیښنه لرو، هسې نه چې قانونیت، دموکراسی، عدالت او بشری حقونه د امنیت لپاره وجه المصالحې په توګه وکارول شی او افغانستان یوځل بیا د تیرو کلونو تورې دورې ته وګرځی.
ـ موږ باور لرو چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه دافغانستان د ګاونډیو هیوادونو له ملاتړ او همکارۍ پرته به د هیواد سولې لړۍ، له زیاتو ستونزو سره مخ شی؛ نو له هغوۍ غواړو ترڅو د نړیوالو ژمنو له مخې عمل وکړی او د هیواد عادلانه سولې له لړۍ څخه هر اړخیز ملاتړ ولری.
ـ موږ باور لرو چې سوله یوازې امنیت ندی. امنیت، سولې لپاره یو اړین شرط دی. وګړی باید د خپلو بشری حقونو او انسانی کرامت څخه په برخمنه آرامه او سالمه فضا کې ژوند وکړی. له دې مخې په عین حال کې چې موږ سوله یوه اړتیا بولو او له هغې په خپل ټول وس ملاتړ کوو، په دې اړه د خلکو لپاره د منلو وړ او روښانه ستراتیژۍ د طرحې غوښتونکی هم یو، ترڅو په دې کې بشری حقونه، د ښځو حقونه، اساسی قانون، دافغانستان نړیوالې ژمنې او مدنی ارزښتونه لکه قانونیت، مدارا، ځغم، کثرت ګرایی او دنظام دموکراتیک بنسټونه، د تردید او معاملې لاندې رانشی.
وړاندیزونه:
۱ـ د ملی نظر پوښتنې ترسره کول،او د حقیقت موندنې کمیسیون رامنځته کول؛
۲ـ قربانیانو ته د خساراتو ورکړه او له هغوۍ سره همدردی؛
۳ـ د نه کلونو لاسته راوړنو په ساتنه کې د نړیوالې ټولنې د اوږ مهالو ژمنو اوضمانت ترلاسه کول؛
۴ـ د سولې د عالی شورا په ترکیب کې د بدلون راوړل او په مرکز اولایتونو کې د مدنی ټولنو او خلکو استازو ته زیاته ونډه ورکول؛
۵ـ د سولې پالنې او عدالت په برخه کې له مدنی ټولنو څخه د نړیوالې ټولنې مادی او معنوی ملاتړ؛
۶ـ خلکو ته د سولې دعالی شورا له فعالیتونو څخه په وخت او روښانه توګه ریپوټ ورکول؛
۷ـ دهیواد د سولې پالنې په لړۍ کې د اقلیتونو او زیانمونکو ډلو حقوقونو ته باید پام وشی؛
۸ـ د سولې د عالی شورا د کاری مسولیتونو مشخصول اود هیواد د اساسی قانون په چوکاټ او نړیوالو ژمنو په پام کې لرلو سره د سولې د عالی شورا دفعالیتونو ترتیبول؛
په پای کې یوځل بیا ټینګار کوو چې د هیواد مدنی ټولنې چمتو دی ترڅو د سولې د پروسې پرمختګ په موخه، له مسولو ټولنوسره لازمې همکارۍ ولرو او وړاندیز کوو چې د مدنی ټولنو، د نړیوالو بشری حقونو ټولنو، دافغانستان دبشری حقونو خپلواک کمیسیون، د سولې عالی شورا، د هیواد ملی شوا او دحکومت استازو په ګډون یوه کمیټه رامنځته شی، ترڅو دا کمیټه عادی ژوند ته د بیا را ګرځولو او مصالحې په لړې کې د عدالت شاملولو په موخه مشخص تدبیرونه ونیسی.
په افغانستان کې د سولې او عدالت د ټینګیدو په هیله