د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورۍ په ۷، ۱۱ او ۱۲ چې د ۱۳۹۹ کال د دلوي په ۱۹، ۲۳ او ۲۴ د لږکیو د عدالت غوښتنې کمیټې لپاره د شواهدو په بنسټ د عدالت غوښتنې تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې روزنیز پروګرام کې کابو ۳۰ لږکیو استازو[ ګوجر، پشه يي، نورستاني، تیموري، ایماق، قزلباش، سادات، جوګي، مغل، ترکمن، بلوچ او…] ګډون کړی وو.

 د دې پروګرام روزونکی ښاغلی شریف الله شرافت چې د مدني ټولنې سابقه لرونکی فعال او د پوهنتون استاد دی. ښاغلي شرافت په معتبرو ملي او نړیوالو سازمانونو کې د عدالت غوښتنې په برخه کې ګډون کړی دی. هغه په لومړۍ ورځ د مدني ټولنې [ د مدني ټولنې او لومړنۍ ټولنې ترمینځ توپیر، د مدني ټولنې د جوړونکو عناصرو، دموکراتیکه ټولنه، د دموکراتیکې ټولنې اجزاو او وګړنیزو حقونو] په اړه معلومات وړاندې کړل.

 ښاغلي شرافت د دې پروګرام په دویمه ورځ، د عدالت غوښتنې او د هغې د اجزاو اوهمداراز د بشري حقونو په کنوانسینونو او د افغانستان په قوانینو کې د لږکیو د ملاتړ په اړه معلومات وړاندې کړل. د خپرونې په دریمه ورځ د عدالت غوښتنې په بڼې [ د اعلامې په لیکلو، لاریونونو، مدني نافرماني، د څیړنې په ونډې د لاسلیکونو په راغونډولو او …] خبرې وکړې او اړین معلومات ېې وړاندې کړل. اخوا په دې غونډه کې له لږکیو سره د همغږې په چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار ښاغلي صاحب نظر سنګین هم ګډون کړی وو او په دې غونډه کې د لږکیو د وضعیت او د دغو ډلو لپاره د عدالت غوښتنې په اړه خبرې وکړې. د خپرونې وروستۍ برخه آزاد بحث وو چې د وړاندیزونو، نیوکو او حل لارو وړاندې کول وو. همداراز د شبکې لخوا هغو کسانو ته ستاېن لیکونه هم ورکول شول چې د پروګرام په ټولو دریو ورځو کې ګډون درلود. د یادونې وړ ده چې دا پروګرام د افغانستان د پرانیستې مدني سازمان The Open Society of Afghanistan (OSA),  په ملاتړ جوړ شو.

مصاحبه‌های بیشتر: