د مارچ اتمه،په نړۍ کې د ښځو د یوالی ورځ دې مبارکه وی!

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د مارچ اتمه،په نړۍ کې د ښځو د یوالی ورځ دې مبارکه وی!

د مارچ اتمه په نړۍ کې د ښځو د یوالی نړوالې ورځې سره سمون خوری . په دغه ورځ نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د نړیوالې ټولنې ستراتیژیک مرسته کونکو پام په بیلابیلو ټولنو کې د ښځو ونډو ته راجلبوی، دغه ونډه په سیاسی، ټولنیز،اقتصادی اوفرهنګی برخو کې د بحث وړ ده. داسې فکر کیږی چې نړۍ په بیلابیلو برخو کې یو ویشتمه پیړۍ به د ښځو لپاره ځینې ستونزې ولری .ننۍ نړۍ هم د خپلو وګړو ترمنځ د یوالی راتګ په موخه له سترو ستونزو سره مخ دی چې په دې سرکې دغو ستونزو ته یو لنډه کتنه کو.

بنسټ پالنه:

په خواشینۍ سره باید ووایو چې ننۍ نړۍ هم له دغې شومې ښکارندې سره مخ ده. بنسټ پالنې د ایدیو لوژیو له حلقې څخه بهر شوې او د ټولنې نورې ټولنیزې اواقتصادی برخو ته یې زیان رسولی، ښځې د بنسټ پالنې له اصلی قربانیانو څخه شمیرل کیږی. له دین څخه د ناوړه تعبیرونو، او سخت دریزه نظرونوو ښځې په ټولنه کې په یو ناسالمه محدوده کې ساتلی دی.

د جنسی یوالیو ستراتیژیو لږولی:

ننۍ نړۍ د جنسی یوالیو فضا راپیداکولو لپاره د سالمو پروګرامونو له نشتوالی څخه سرټکوی. آن دغه ستونزه د نړۍ په پرمختللو هیوادو کې هم لیدل کیږی. ددغې ستراتیژۍ نشتوالی ددې لامل شوی ترڅو ښځې دفعالیتونو په څنډه کې پاتې شی، اود نړۍ ترټولو ستره انسانی منبع په منعله توګه پاتې ده.

مخ پر ودې هیوادونو کې دښځو د ونډې فعالولو لپاره د همغږی کونکوپروګرامونو نشتوالی:

شلمه پیړۍ مخ پرودې هیوادنو کې په نړۍ کې د ښځو د ونډې فعالولو کې نړیوالې ټولنې د ملګرو ملتونو سازمان ترمشرۍ لاندې د نړۍ همغږۍ لپاره سترې هڅې کړی. خو داسی فکر کیږی چې په نړۍ کې د ښځو د ونډو فعالولو لپاره ستره سیاسی همغږی شتون نلری. مخ پر ودې هیوادنو کې ددغې اړینې همغږۍ نشتوالی ددې لامل شوی ترڅو له پنځو سلنه څخه زیاتی ښځې په آسیا او افریقا وچو کې د زدکړې لومړنیو آسانتیاو ته لاس رسی ونلری.

بیوزلی:

په خواشینۍ سره په یویشتمه پیړۍ کې بیوزلی د ښځو له حقونو څخه د سرغړونی اصلی لامل بلل کیږی. بیوزله ښځې له نارینه و سره په نږدې ټړاو کې خپلې وګړنیزې آزادۍ قربانی کوی، ښځه چې د کورنۍ له مهمو عنصرونو څخه شمیرل کیږی. له زیاتو روغتیایی ستونزو سره مخ کیږی او نشی کولې روغ رمټ ماشومان وزیږوی. کورنۍ چې د ټولنې له مهمو عنصرونو څخه شمیرل کیږی. ددغو ناخوالو ترټولو سره ستونزه په ځان منی او د ټولنې پرمختګ ته زیات زیان رسوی .

تاوتریخوالی:

زموږ کورنۍ تاوتریخوالی د هغو موضوع ګانو حاصل دی چې پورته مو تری یادونه وکړه، په ټولنه کې بنسټیز تاوتریخوالی د بیلابیلو ټولنیزو تاوتریخوالیو لامل کیږی. چې ددغو تاوتریخوالیو قربانیان بیاهم ښځې او ماشومان جوړوی. کورنی تاوتریخوالی د ټولنیز او سیاسی سالم فرهنګ نشتوالی له امله راپیدا کیږی چې ټولنې ته سخته ضربه ورکوی.

دافغانستان مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه،د ښځوحقونو رعایت کول او هغوی ته داحترام فرهنګ پلی کول دخپلو کارونو په لومړی توبونو کې راوستې، له همدې ځایه ده چې د افغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکه هڅه کوی ، ترڅو د خپلو مماثلو ټولنو سره په همغږۍ کې د ښځوپه وړاندې د تاو تریخوالی په راټیټولو کې ګډګامونه پورته کړی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه

 

ځواب دلته پرېږدئ