افغانستان د وینې او ناورین قلمرو دی. د دغه هیواد د تاریخ بیلابیلې برخې د بشریت ضد د ډیرو ویرونکو جنایتونو شاهدې دی. دغه هیواد د خپل تاریخ په تیرو څو دیرشو کلونو کې، د ۱۳۵۷ کال د غوایی له کودتا راهیسې د طالبانو تر حکومته، بشری ضد جنایتونه، عام وژنه او ویجاړۍ تجربه کړی دی، چې د هغو په پایله کې په سلګونو زره انسانان وژل شو یدی او همداراز له هغې ډلې دیر شمیر د سازمان شویو جنایتونو او کړاونو په پایله کې له یاده ویستل شوی دی.
د سازمان شویو قتلونو د کابو پنځو زرو کسانو د نوملړ خپریدل چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ هجری لمریز کلونو کې، د نور محمد تره کی او حفیظ الله امین د واکمنۍ پرمهال وژل شوی وو، د بشریت ضد د جنایتونو یوه څنډه افشا کوی. په دې نوملړ کې د داسې کسانو نومونه ثبت شوی چې په بیلابیلو تورونو د «اگسا» اسختباراتی سازمان لخوا وژل شوی دی.
دا قربانیان د استوګنې له پلوه د ټول افغانستان اوسیدونکی دی. له دې امله له پنځه دیرشو کلونو وروسته د دغه نوم لړ خپریدل د هیواد ټولې سیمې د دغه ناورین په غم کې غمجنې کړی دی. په تیرو کلونو کې د یادو قربانیانو په اړه هیڅ خبر نه وو موجود خو اوس پوهیږو چې د جنایت منګلو هغوۍ د نیولو په هماغه لومړیو ورځو کې وژلی دی، خو د دغو قربانیانو زیات شمیر کورنیو تر اوسه هم د خپلې کورنۍ د غړی په مرګ باور نه درلود او د خپلو عزیزانو د ژوندی راتلو هیله ېې په زړونو کې ساتلې وه؛ که څه هم چې د کورنیو دا هیله دومره کره هم نوه چې هغوۍ ته د خپلو عزیزانو د راتګ څرک ولګیږی خو د اوږدو کلونو جنایتونو او ظلمونو له هغوۍ دا فرصت اخیستی وه تر څو له دغه هیله بیان کړی له دې امله په زرګونو کورنیو دخپلو عزیزانو یادونه په خپلو زړونو کې ساتلی وو؛ ځکه هغوۍ هم په دغو هیلو چندان باور نه درلود او په پوره جرت ېې د خپلې هیلې په اړه خبرې نشوې کولای. که څخه چې د اوږدو او ترخو کلونو په تیریدو د دغو کسانو د ژوندی پاتې کیدو هیلې کمې شوې وې خو دغو کورنیو د دې وړتیا نه درلوده چې د خپلو عزیزانو د مرګ اعلان، او له هغوۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړی.
له دې سره سره داسې ښکاری چې له اوږدو کلونو وروسته د دغو قربانیانو د نوملړ خپریدل د افغانستان خلکو او د قربانیانو کورنیو لپاره نوې خبره نه وه. تقریباْ ټول پوهیدل چې هغوۍ بیا نه راګرځی او هیڅ څوک به هغوۍ ونه ګوری. دا ټکی هغو ظلمونو او بې رحمیو چې پر خلکو شوی وو روښانه کاوه. خو انسان کله هم د ناورین د منلو لپاره چمتوالی نلری مګر پرته له هغه چې په سترګوېې ووینی او په غوږونو ېې واوری او احساس کړی. له دې امله د قربانیانو د نوملړ خپرول هغه څه وو چې هیڅ چا د هغې د خپرولو جر ئ ت نه درلود او هر کس اړتیا درلوده چې بل څوک پیدا شی او اعلان وکړی چې « له دې اخوا هیڅ هیله نشته؛ انتظار پایته رسیدلی » ترڅو ټول ووایی « چې هو موږ پوهیدو. »
په هر حال د دغو قربانیانو د نوملړ خپریدل د افغانستان پر وګړو د شویو ظلمونو یوه برخه ده. دغه نوملړ د افغانستان دخلکو ناسور ټپ یوځل بیا په درد راوړ او دهغوۍ د مظلومیت پر عقدې اوربل کړ. ددغه نوملړ خپریدل په هیواد کې د ټولو شویو جنایتونو په اړه د عدالت غوښتنې پرښکارندې ټینګار کوی او غواړی چې له دغه وضعیت څخه د ټولنې وتل او د هیواد په تاریخ کې د جنایتونو محکومول د ځوریدلی ملت پر دردونو درمل ایښودل دی تر څو د دغه هیواد وګړی خپل وجدانی آرامښت بیا ترلاسه کړی او د عدالت پر بیا راتګ باور وکړی او د عدالت تر سیوری لاندې نوی ژوند پیل کړی.
د دغو قربانیانو د نوملړ خپریدل، د یادو قربانیانو د کورنیو او ټولو افغانانو د بیاځلې درد او غم لامل شو او ټول ېې غمجن کړل. په بله مانا، د قربانیانو دغه اوږد نوملړ ډیرو خلکو ته ټکان ورکړ او هغوۍ ېې د انسانی وجدان د راپاریدو له لارې یوموټی کړل، تر څو په یو غږ د دغه جنایت پر محکومیت ټینګار وکړی. په حقیقت کې دا نوملړ په دغه هیواد کې دجنایتونو د ترسره کیدو یو نه هیریدونکی سند بلل کیږی.
لکه څنګه چې پوهیږو د عدالت غوښتنې لپاره لومړی اقدامات، د جنایت دا اثبات او د بشری ټولنې په عامه وجدان کې د هغې محکومیت او په تاریخ کې د هغې ثبت دی. دا مساله د خلکو لپاره روانی او وجدانی آرماښت رامنځته کوی.
له دې سره سره د دغه نوملړ افشا کیدل او خپریدل، د عدالت د ټینګښت او د خلکو د روانی او وجدانی آرمښت په وړاندې جدی ټکان وو. خو د عدالت ټینګښت تلپاتې او عمومی هڅې ته اړتیا لری. که چیرې دا هڅې ترسره نشی، نو د ویښتیا دا ټکانونه به بیا ځلې له یاده وویستل شی.