د «مدرسې»، په نوم د فلم له پرانیستنې او خپریدو څخه د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د «مدرسې»، په نوم د فلم له پرانیستنې او خپریدو څخه د مخنیوی په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې، د «مدرسې»، په نوم فلم چې د دهیواد دبریالی فلم جوړونکی، اسد سکندر له کارونو څخه دی له پرانیستنې او خپرولو مخنیوی وشو.

دا فلم دافغانستان د هغو وګړو د ژوندانه د ستونزو ښودنه کوی چې په ګاونډی هیواد ایران کې ګډوال دی او اوسیږی.

د «مدرسې»، په نوم فلم چې د افغانستان د ملی قوانینو له منل شویو معیارونو سره برابر جوړ شوی دی، په هیڅ ډول دملی او نړیوالو قواعدو او موازینو څخه سرغړونه نده، او په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو د ژوندانه د وضعیت ښه والی په موخه طرحه شوی دی. دا فلم چې له هنری او ټولنیز نظره، د چارو مسولینو ته ستر پیغام لری، کولی شی په ټولنیزو او فرهنګی مسایلو کې کارنده ونډه ولری.

د «مدرسې»، په نوم د فلم له خپریدو او پرانیستنۍ څخه مخنیوی، د « سیاسی او مدنی حقونو د نړیوال کنوانسیون »، پرخلاف کار دی او په ځانګړې توګه دا عمل د هغه کنوانسیون د شلمې او یو ویشتمې مادو سره په ټکر کې دی.

اخوا د دې فلم له خپریدو څخه مخنیوی، « د عامه رسنیو له قانون »، او د اساسی قانون له ارزښتونو څخه، سرغړونه بلل کیږی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې په هیواد کې د بشری حقونو په برخه کې له دوه نوی فعالو غړوټولنو څخه جوړه شوې ده، له مس ئ ولو ادارو او مراجو څخه په ځانګړې توګه دهیواد، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړی ترڅو د دې فلم پرانیستنې لپاره لاره اواره کړی او د بیان او رسنیو آزادۍ په وړاندې له هر ډول ګواښ څخه مخنیوی وکړی.

کابل ـ افغانستان
۲۵ تله ۱۳۹۰ لمریز

 

ځواب دلته پرېږدئ