د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې لسمه عمومي اسمبله د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۱۷ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۸ سره سمون لري، د شبکې د ۵۰ غړو بنسټونو مسوولانو او له کابل، هلمند، هرات، قندهار، بامیان، بدخشان او هرات ولایتونو څخه د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د دارالانشا د دیرشو غړو په ګډون سره جوړه شوه.  

په بامیانو ولایت – مرکزي زون کې د شبکې همغږی کونکی اسماعیل ذکی چې د دغه پروګرام چلونکی هم وو، د خپلو خبرو په یوه برخه کې په هیواد کې اوسنیو کړکیچنو حالاتو ته په اشارې وویل، په اوسنیو شرایطو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د لسمې اسمبلې ترسره کیدل د سکرتریت د غړو په ځانکړې توګه د شبکې د اجرايي رییس سید حسین انوش د هڅو پایله ده. ښاغلي ذکي زیاته کړه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې اسمبلې او سکرتریت د غړو پراخ ګډون دا هیله مندي راژوندۍ کوي چې د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالان د بشري حقونو ارزښتونو بنسټیزه کیدو لپاره په هر ډول شرایطو آن د امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو سره سره به چمتو وي څو د بشري حقونو ارزښتونو تعمیم او توریج او د هیوادوالو د حقونو ترلاسه کیدو په هدف عدالت غوښتنه او هڅه وکړي.

د دې پروګرام په بله برخه کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اجرايي رییس، سید حسین انوش د شبکې د تیرو دوه کلونو د فعالیتونو د راپور ورکولو پرمهال وویل، دا شبکه د بې ساري هڅو په پایله کې وتوانیده چې د یوه مالي کړکیچ له زغملو وروسته بیاځلې په پښو ودریږي او په دې موده کې د دې شبکې د اغیزمنو فعالیتونو له ډلې د افغانستان د هیر شویو اقلیتونو د حقونو د ورکړې په برخه کې هڅه اوعدالت غوښتنه وه. ښاغلي انوش زیاته کړه چې د شبکې غړو د هڅو او عدالت غوښتنې په پایله کې د هیواد د قومي او مذهبي لږکیو غړو خپل سیاسي هویت بیرته ترلاسه کړ او اوسمهال د هغوۍ استازي په سیاسي او ټولنیزو مناسبتونو کې حضور لري. د ښاغلي انوش په وینا د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په مرکز او ولایتونو کې د دولت لخوا د بشردوستانه مرستو پر ویش او له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې پر لګولو ېې د پام وړ څارنه لرلې ده.

د خپرونې په بله برخه کې د بورد کمیټو، د اعلامیو د طرح او تصویب کمیټې او د غړیتوب پر بهیر د څارنې کمیټې ټاکنو ترسره کیدل وو چې د دوه نارینه او یوې میرمنې په افتخاري غړیتوب ترسره شوه.

د یادو کمیټو د مسوولیتونو له طرحه کیدو وروسته، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د اساسپاڼې د ۱۳، ۱۵، ۱۶ مادو پربنسټ د دریواړو کمیټو لپاره د کاندیدانو له نوم لیکنې وروسته هر کاندید د بشري حقونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو لنډ معلومات وړاندې کړل.

د پروګرام په بله برخه کې د عمومي اسمبلې غړو د خپل پام وړ کاندید غوره کولو په موخه رایه ورکړه.

د بورد پنځه تنه غړي چې په عمومي اسمبله کې د ډیرو رایو د ترلاسه کولو پر بنسټ غوره شوي دي:

  1. آغلې لیا جواد – ۴۰ راېې
  2. ښاغلی رحیم جامي، – ۳۶ راېې
  3. آغلې زرقا یفتلي، ۳۶ راېې
  4. ښاغلی عبدالباقي رشید، ۳۴ راېې
  5. آغلې ویدا احمد، ۳۲ راېې

د اعلامیو د طرحې او تصویب د کمیټې پنځه تنه غړي چې تر نورو ډیرې راېې ترلاسه کړي دي:

  1. آغلې سویتا شبرنګ، ۴۵ راېې
  2. ښاغلی سیف‌الدین سایس، ۴۴ راېې
  3. ښاغلی امان‌الله جعفري، ۳۶ راېې
  4. ښاغلی مبین‌الله ایماق،، ۳۶ راېې
  5. آغلې شمیلا مشعل بیګي ۳۰ راېې

د غړیتوب پر بهیر د څارنې د کمیټې پنځه تنه غړي چې له عمومي اسمبلې تر نورو ډیرې راېې ترلاسه کړي دي:

  1. حکمیه اکبري، ۴۴ راېې
  2. نسرین یک‌منش ۴۴ راېې
  3. ظاهر محبوب، ۳۶ راېې
  4. رضا اعتمادي، ۳۳ راېې
  5. عبدالصمد حکیمي ۳۲ راېې

 د درې ګونو کمیټو د غړو له ټاکل کیدو وروسته، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د انفرادي غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د مکررو غوښتنو پر بنسټ، دا غوښتنه رای ګیرۍ ته وړاندې شوه چې په پایله کې د هغو کسانو د غړیتوب منل چې په مدني او بشري حقونو برخه کې  فعال دي، د عمومي اسمبلې لخوا د اریو په اکثریت تصویب شو.

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې لسمه عمومي غونډه د دې شبکې یوشمیر غړو بنسټونو ته چې په مدني او بشري حقونو برخه کې فعالیت درلود د ستاینلیکونو په ورکړې سره پایته ورسیده.  

نور نشرات