د سولې د خبرو له پیله تر اوسه د هیواد یوشمیر وګړو د هیله مندۍ په څرګندولو او یوشمیر نورو د اندیښنې په ښودلو د سولې د پایلو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.

په بدخشان ولایت کې د پوهنتون استاده او د ښځو د حقونو فعاله دیده شکیب له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د یوې میرمنې په توګه د سولې د خبرو په اړه ېې یوه ستره اندیښنه له ښځو سره د طالبانو مخالفت دی.« که څه هم چې غواړم خوشبینه اوسم، خو د یوې افغانې میرمنې په توګه یوه ستره اندیښنه لرم چې په هر ترلاسه شوي فرصت کې مې په اړه یادونه کړې ده او هغه اندیښنه داده چې له داسې ډلې سره چې د هیواد نیمايي وګړي نه مني خبرې کول خطرناک کار دی.

شبکه: تر دې دمه د سولې د روانو خبرو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟

شکیب: که څه هم چې د سولې د خبرو له پیله کابو دوه میاشتې تیریږي خو مرکچي پلاوی تر اوسه ندی توانیدلی چې په کوچنیو او ابتدايي مسایلو پایلې ته ورسیږي؛ له همدې امله فکر کوم کارونه په سمه توګه پر مخ نه ځي په ځانګړې توګه کله چې خلیلزاد په دې اړه اندیښنه څرګندوي خو که د مسلې بل اړخ ته نظر واچوو، دا موضوع د پوهیدو وړ ده په داسې هیواد کې چې کابو څلویښت کاله له جګړو سره لاس او ګریوان وو، په څلویښتو ورځو کې د جګړو او  تاوتریخوالیو پایته رسول ناممکن کار دی او ښايي د سولې د خبرو د ځنډ د توجه یواځینی لامل همدا مسله وي. په مجموعي توګه د مذاکرې دواړه لوري تر اوسه په اصولو او قواعدو هوکړې ته ندي رسیدلي چې دا اندیښمنونکې مسله ده.

 شبکه: ستاسو په نظر آیا له طالبانو سره خبرې به پایلې ته ورسیږي؟

شکیب: فکر کوم د افغانستان د سولې او جګړې مسله یواځې د افغانستان د خلکو پورې اړه نلر، بلکې داسې جګړه ده چې په موږ تحمیل شوې ده او د هغې حل لاره د بهرنیو سیاستوالانو، ګاونډیو هیوادونو د هغو کسانو منځګړیتوب ته اړتیا لري چې په دننه او بهر کې نفوذ او واک لري. یوه مهمه موضوع اساسي قانون او د ښځو حقونه دي چې د سولې له خبرو وروسته د یادو کسانو له منځګړيتوب پرته خوندي نشي پاتې کیدای، همدا چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې هیڅ ښځینه استازې نشته د ښځو په اړه د طالبانو د تفکر او باور څرګندونه کوي.

 شبکه: ستاسو په نظر د دولت مرکچي پلاوی په ځانګړې توګه ښځینه استازې د ښځو له حقونو د دفاع وړتیا لري؟

شکیب: د مرکچي پلاوي یوشمیر غړي له هغې ډلې میرمنې خپلو مسوولیتونو ته ژمنې دي، هغوۍ وړتیا لري او داسې کسان دي چې کلونه ېې د ښځو له حقونو دفاع کړې ده، د داسې ښځو حضور ماته انرژي راکوي، خو لکه څنګه چې مې وویل داسې کسان هم شته چې د ښځو له حقونو د دفاع ظرفیت نلري؛ ځکه په دولت کې پیژندګلوي له امله په مرکچي ټیم په ترکیب کې شامل شوي دي.

 شبکه: د ښځو اړوند مهم مسایل څه دي چې باید د سولې په خبرو کې پرې بحث وشي؟

شکیب: زموږ غوښتنه داده چې د ښځو تر ټولو اساسي حقونو لکه تحصیل او کارکولو باندې ټینګار وشي، دا هغه حقونه دي چې د اسلام دین هم ښځو ته ورکړي دي، خو د طالبانو پرمهال د نجونو ښونځي وتړل شول. زما په نظر که یوې ښځې ته د تحصیل او کار کولو حق ورکول شي، په نورو مسایلو چې وروسته مطرح کیږي هم کیدای شي خبرې وکړو.

شبکه: که د ښځو په حقونو محدودیتونه وضع شي آیا تاسو ته د منلو دي؟

شکیب: باید لومړی د محدودیتونو ډول مشخص کړای شي،  که چیرې د سولې بیه د ښځو په تحصیل او کار کولو محدودیت لګول او زموږ د اساسي حقونو سلبول وي داشان سوله نه منو؛ فکر کوم دا نه یواځې زما خبره نده بلکې هیڅ څوک داشان سوله نغواړي.

آغلې شکیب وايي، د افغانستان د سولې مسله په ټوله کې د امریکا د ټاکنو پورې اړه لري او د امریکا د ټاکنو پایلې به په بشپړه توګه نه بلکې په نسبي توګه د افغانستان برخلیک څرګند کړي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې