د میرمن سیمین بارکزۍ د خوړو اعتصاب په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د میرمن سیمین بارکزۍ د خوړو اعتصاب په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

نن، د سیمن بارکزۍ د خوړو له اعتصاب څخه لس ورځې تیریږی. خو د افغانستان دولت لخوا په دې اړه داسې لازم تصمیمونه چې وشی کولای د سیمین بارکزۍ مدنی غوښتنې پوره کړی، ندی عملی شوی. په دې موده کې د افغانستان مدنی ټولنو، خپلواکو شخصیتونو، روڼ آندو او د بشری حقونو مدافعانو له هغې خیمې څخه چې پکې میرمن بارکزۍ اعتصاب کړی دی لیدنه کړې ده، او له نوموړې څخه ېې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

میرمن بارکزۍ، له خپلو مدنی حقونو څخه په ګټې اخیستو، چې د افغانستان دولت، د بشری حقونو په تړاود ملګرو ملتونو سازمان د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې هغې ته ژمن دی، په داشان کړنې لاس پورې کړی دی.

دغو غوښتنو ته د ژمنتیا نشتوالی، په افغانستان د وګړو بشری حقونو ته د دولتی ادارو لخوا بې پامی زیاته کړې ده او په افغانستان کې د بشری حقونو ارزښتونو ته یی زیان اړولی دی. د دولت دا ډول چلند، د دولت په وړاندې د وګړو اعتماد راکموی، په ټولنه کې د تاوتریخوالیولارې پراخوی او په نړیواله کچه د دولت اعتبار ته زیان رسوی.

د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه چې له دوه نوی ملی مدنی ټولنو څخه جوړه شوی ده، د افغانستان له دولت څخه غواړی چې ژر تر ژره او بې له هرډول بیروکراسۍ، د هیواد، د دې وګړې د غوښتنو په اړه پریکړه وکړی او د نوموړې ژوند د مرګ له خطر څخه وژغوری.

د افغانستان دمدنی ټولنې ادارې خبرداری ورکوی، که د افغانستان دولت، په دې اړه په جدی توګه په لازم اقدام لاس پورې نکړی، د افغانستان مدنی ټولنه به نړیوالو مدنی ټولنو او د بشری حقونو نړیوالې محکمې ته په دې اړه د مداخلې وړاندیز وکړی.

کابل – افغانستان
۱۹/۷/۱۳۹۰

ځواب دلته پرېږدئ