ماشومتوب ېې په کډوالۍ کې تیره شوې ده، کله چې تنکې ځوانه وه او د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته، له کورنۍ سره هیواد ته راستنه شوه. هغې د ښونځي دوره په کډوالۍکې تیره کړې وه د امنیتي ستونزو له امله اړه کیږي چې د پوهنتون دوره په آنلاین توګه بشپړه کړي. مریم درانۍ چې اوسمهال په کندهار کې د ښځو د حقونو له مشهورو فعالانو څخه ده د هر هیوادوال په څیر ېې په خپل ژوند کې ویره او ډار او نا امنۍ تجربه کړي دي. آغلې درانۍ د«زن» په نوم د راډیو مسوولیت په غاړه لري او د څو ښځینه بنسټونو ملاتړ هم کوي هغه وايي چې د کار له پیله تر اوسه دی اوهمکارانو ېې ډیر محدودیتونه او ګواښونه تجربه کړي دي. هغه وايي له دې امله چې زموږ فعالیتونه د ښځو پورې اړه لري تر اوسه څو ځله ګواښل شوي یو، زموږ د راډیو کارکونکي یا ګواښل کیږي یا هم په مستقیمه توګه په واټ کې ګواښل کیږي کله خو د امنیتي ستونزو له کبله یوشمیر سیمو ته د مرکې لپاره نشو ورتلی.

 آغلې درانۍ زیاتوي، د امنیتي ستونزو په برخه کې تر نورو ډیر ښځې په ځانګړې توګه کارکونکې ښځې د هدفمندو ترورونو ښکار ګرځي خو د هغې په باور د ترور ډیرې پیښې یواځې د طالبانو کار هم نه وي، هغه زیاتوي: تل نشوکولای ترور د طالبانو کار وبولو ځکه یوشمیر کسان کله هد شخصي ستونزو او یا هم د ناوړه سیالۍ لرلو له امله د نورو په ترور کولو لاس پورې کوي خو دا کار د طالب په نوم پایته رسیږي.

 د هغې په وینا، د دې قضې برعکس هم له امکانه لیرې نه ده چې طالبان د ترور له پیښې وروسته ادعا وکړي چې دا د هغوۍ کار نه دی او مسوولیت ونه مني، په همدې دلیل د آغلې درانۍ په باور په کندهار ولایت کې د ښځو د حقونو د فعالانو یوه ستونزه داده چې دښمن نه پیژني او نه پوهیږي چې  له چا سره مخامخ دي.

هغې چې د کندهار د ولایتي شورا د وکیل په توګه د کار پرمهال د دوه ځانمرګو بریدونو څخه ژوندۍ پاتې شوه، هغه وايي د ژوند تر ټولو ترخه خاطره ېې د یو نیږدې دوست ترور کیدل وو، میرمن خاطره اچکزۍ مې همکاره وه د پیښې په ورځ دواړه په یو موټر کې د کور په لور روان وو او زه تر هغې ژر کور ته ورسیدم زموږ د مخه ښه څخه به لس دقیقې تیرې شوې وې چې ماته ېې زنګ وواهه او د هغې د شهادت خبر ېې راکړ. میرمن دورانۍ وايي، چې دې پیښې پر رواني حالت ناوړه اغیزه وکړه او همداراز ورته یو خبرداری وو چې له امله ېې څلور میاشتې په کابل کې پاتې شوه.

 د آغلې دورانۍ په وینا هغوې دا پیښه له امنیه قوماندانۍ سره شریکه کړه چې د اړوند شخص په پیدا کیدو سره په پایله کې قضیه د آغلې مریم په ګټه تمامه شوه.

 له راډیويي فعالیتونو سره د طالبانو د مخالفت سربیره هغه د خپلو چارو پرمخ بیولو لپاره له دیرو ستونزو سره مخامخ شوه او په یو مورد کې په مشخصه توګه په نښه شوه. هغې په دوه زره ۲۰۱۲ کال کې په دې اړه د ، زړه ورې ښځې، جایزه هم ترلاسه کړه.

 آغلې درانې وايي چې د کندهار په یوشمیر سمیو کې ستره ستونزه فرهنګي جوړښت دی. د هغې په وینا،په ځینو مواردو کې ناسم فرهنګي دودونه هغې ته تر امنیتي ګواښه ډیر خطرناک وي او داشان تفکر په ځلونوپه کندهار کې د ښځو مخه ډب کړې ده. هغې په خپل وروستي فعالیت کې په کندهار ولایت کې د نجونو لپاره ځانګړی ورزشي ټولنه رامینځته کړې ده وايي نه یواځې طالبان بل کې یوشمیر علما هم هڅه کوي چې د ورزشي ټولګې فعالیت بند کړي. هغه وايي د دې ورزشي ټولګې په جوړولو کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوم، نه یواځې طالبان بلکې یوشمیر خلک هم د دې کار مخالف وو آن یو مولوي د لمانځه په خطبه کې ویلي وو چې دا مرکز باید وتړل شي خو په دی کار بریالی نه شو.

د ټولو دغو مسایلو ترڅنګ هغه څه چې آغلې مریم ېې مثبت ټکی بولي د نجونو د ښونځیو د شمیر ډیریدل او تحصیلي وضعیت ښه والی دی که څه هم چې د هغې په باور دا پرمختګ بسنه نه کوي او د ښځو د پرمختګ لپاره ښه تضمین نه شي کیدای.

هغه د سولې له مذاکراتو وروسته په ټولنه کې د فعالو ښځو موقف داشان بیانوي. ” ښايي له هوکړې وروسته ښځې ونتوانیږي لکه اوسمهال په ټولنه کې فعالې وي ځکه کیدای شي هغه مهال طالبان چې دعقیدې له پلوه دې کار سره مخالف دي، په بیلابیلو سیمو کې حضور ولري خو د وخت په تیریدو او د دولت لخوا د مخالفانو د اعتماد راجلبولو په موخه  د هغوۍ نظر د ښځو په اړه بدل شي.”

 د آغلې درانۍ په وینا، د ښځو د تحصیل د حق ساتل باید د سولې د مذاکراتو لومړيتوب وي او آن د سولې له خبرو وروسته به ښځې هم خپلو مبارزو ته دوام ورکړي څو خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې