مدني ټولنه او د بشري
حقونو شبکه

په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د نا امنیو ډیریدو، ډیر وګړي کډه کیدو ته اړ کړي دي.دا ستونزې او امنیتي ناخوالې په داسې حال کې رامینځته کیږي چې یوشمیر هیوادوال د جګړو له اوره په امان کې پاتې کیدو لپاره د کرونا ناروغۍ د خپریدو د ستونزې ترڅنګ د کمو روغتیايي امکانو سره د ژوندي پاتې کیدو هڅه کوي.

په داسې حال کې چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې یوشمیر ولایتي همغږي کونکي د امنیتي ستونزو له کبله د اوسیدو له ځایه وتو ته اړ شوي دي، یوشمیرنورو په دې راپور کې د دولت لخوا د مرستو پر بهیر د بد امنیتي وضعیت د اغیزې او د هیواد په بیلابیلو برخو کې د روغتیايي امکاناتو کموالی په لاندې ډول بیان کړی دی.

پکتیا

له پکتیا ولایته د رارسیدلو راپوټونو پر بنسټ د نا امنیو ډیروالی نه یواځې په دې ولایت کې د خلکو د بیځایه کیدو لامل شوی بلکې یوشمیر کورنۍ چې د ملي دستارخوان د مرستو په شرایطو برابر وو هم له مرستو بې برخې کړي دي په پکتیا ولایت کې د ملي دستارخوان ولایتي مسوول شکور کامران وايي چې جنګو او نا امنیو په دې وروستیو کې یوشمیر کورنۍ په دې ولایت کې کډه کیدو ته اړ کړې دي؛ په همدې دلیل یوشمیر د مرستو په شرایطو برابر کسان چې د بیځایه شویو په ډله کې دي، د مرستو د ویش پرمهال حاضر نه وو. هغه زیاتوي چې په پام کې لري چې د بیځآیه شویو اړمنو کورنیو برخه به یوشمیر هغو کورنیو ته چې په شرایطو برابرې دي خو د بیلابیلو دلایلو له کبله نومونه په نوملړ کې ندي لیکل شوي وویشل شي. د ښاغلي کامران په وینا د ګردیز ښار له شا اوخوا کابو اتلس زره اړمنې کورنۍ د مرستو له نوملړه پاتې شوي دي او د دې ستونزې د آوارۍ لپاره هڅې روانې دي.

په همدې حال کې په پکتیا ولایت کې یوشمیر اړمن کسان یوشمیر مواردو لکه د مرسته شویو توکو د کیفیت ټیټوالی، د ملي دستارخوان په پروګرام کې د روڼتیا نشتوالي څخه سرټکوي. ښاغلي کامران د توکو د کیفیت په اړه د خلکو د نیوکې په غبرګون کې وویل «موږ ټولو شوراګانو ته وایو چې توکي په مناسبه بیه له عمده پلورونکو وپیري؛ خو د توکو کیفیت هم موږ ته مهم دی.» هغه وايي چې دوې یوشمیر شوراګانو ته ډیر صلاحیت ورکړی، خو دغو شوراګانو له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه پورته کړې. د ښاغلي کامران په وینا یوې شورا له عمده پلورونکي سره په توافق مرسته کیدونکي توکي د ۳۳۷ زره افغانیو په مجموعي قیمت پیرلي وو، په داسې حال کې چې ټیټ کیفیت لرونکې وریجې د لوړ کیفیت وریجو پرځای ویشل شوي دي.

ښاغلی کامران وايي، چې هغوۍ د دغو کسانو په وړاندې قانوني چلند کړی او هغه پلورونکی شرکت چې د معاملې لوی وو هم په تور لیست کې شامل شوی دی. د هغه په وینا دوې د خوراکي توکو له شرکت څخه ضمانت ترلاسه کوي چې پر بنسټ ېې د مرستو ترلاسه کونکي تر شلو ورځو کولی شي که چیرې د ویشل شویو توکو کیفیت ټیټ وي هغه شرکت مکلف دی چې غیر معیاري توکي تبدیل کړي. د یادولو وړ ده چې په پکتیا ولایت کې د مرستو په شرایو نه برابرو کسانو ته د مرستو د ویش او د مرسته کیدونکو بستو د پلور په اړه هم شکایتونه مطرح شوي دي.

بلخ

د بلخ ولایت په خلم، چهارکنت، مرمل او بلخ ولسوالیو کې تر اوسه هم د ملي دستارخوان پروګرام ځنډیدلی دی. دا ولسوالۍ ۲۹۴ کلي او ۴۲ زره کورنۍ لري.

تخار

په تخار ولایت کې د مسوولانو د راپور پر بنسټ په دې ولایت کې د مرستو بهیر په بشپړه توګه ځنډیدلی چې لامل ېې د بودیجې کموالی او امنیتي ګواښونه دي.

لوگر

په دې ولایت کې له څه مودې راهیسې د ملي دستارخوان پروګرام ځنډیدلی. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ په لوګر ولایت کې د ملي دستارخوان د پروګرام د مسوول ظفرخان په وینا چې هغه د مرستو د ویشل لپاره د حل لارې پیدا کولو په موخه له طالبانو سره د خبرو په حال کې دی. همداراز د شبکې د همغږي کونکي په وینا د دغه ولایت د کلیو د پراختیا ریاست له کابو پنځو میاشتو راهیسې سرپرست نلري او دا د ملي دستارخوان په پروګرام کې د بې نظمې یو لامل بلل کیږي.

د لوګر ولایت د ملي دستارخوان پروګرام د مسوولانو لخوا د ملي دستارخوان پروګرام د ځنډیدو په اړه د ضد او نقیضو راپورونو له ترلاسه کولو وروسته په لوګر ولایت کې د شبکې همغږي کونکي پریکړه وکړه چې د یوشمیر پراختیايي شوراګانو له مسوولانو سره مرکه وکړي؛ خو د هغه په وینا په نوملړ کې یا د اړیکې تکراري شمیرې لیکل شوي او د یوشمیر نورو بیا هیڅ د اړیکې شمیره او پته نده لیکل شوې. د شبکې د همغږي کونکي په وینا، د ۶۰۹ شورا ګانو له ډلې، ۲۰۰ تر ۲۵۰ شورا ګانې هیڅ ټلفون شمیره یا پته نلري؛ له همدې امله هغه د کم شمیر شوراګانو له مسوولانو سره مرکې ترسره کړي دي چې د یوې شورا تر بلې شورا څرګندونې ډیر تفاوت لري. د دهبوري د شورا رییس دین محمد په داسې حال کې چې د ملي دستارخوان پر مسوولانو بیلابیلې نیوکې لري وايي چې هغوې د مرستو د ویش په بهیر کې د طالبانو لخوا د ګواښونو شاهد نه وو. دا په داسې حال کې ده چې د کلنګر د کلي د شورا رییس میربدرالدین چې د ۹۲ کورنیو مشري کوي د ملي دستارخوان پر پروګرام په نیوکې سره هغه ناکام او په فساد ککړ پروګرام بولي.

د یادو شوراګانو مسوولان په داسې حال کې د مرستو د ویش لپاره د بودیجې د نه ترلاسه کولو خبره کوي چې په لوګر ولایت کې د ملي دستارخوان د پروګرام مسوول ظفر خان ادعا کوي چې شوراګانو د مرستو د ویش لپاره بودیجه ترلاسه کړې ده. هغه همداراز د مرستو د دوام ژمنه هم کړې ده.

کاپیسا

په تیرو دوه اونیو کې د یادو ستونزو سره سره، د کاپیسا ولایت په قورتک مرکزي، قلعه سفید، بادام علي او اوچوني شورا ګانو کې ۶۷۸ کورنیو د ملي دستارخوان پروګرام مرستې ترلاسه کړې. له هغې څو ورخې وروسته ۷۴۹ کورنیو د رجب خان خیل، دیوان خیل، فیروزي بها الدین خیل، کهنه قلعه او غني خیل پراختیايي شورا ګانو کې هم مرستې ترلاسه کړې.

د امنیتي ستونزو د ډیریدو ترڅنګ او له امله ېې مرستو ته د اړمنو نه لاسرسی، په کرونا د اخته کسانو د درملنې لپاره د روغتیايي امکاناتو کموالي هم د خلکو په مینځ کې اندیښنې راپارولي دي.

هرات

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي، د یوه خصوصي روغتون د مشر له قوله چې د نوم له اخیستو ېې ډډه وکړه، ویلي چې دا روغتون د ورځې یواځې لس بالونه اکسیجن تولیدولی شي چې دا د ناروغانو لپاره بسنه نکوي چې باید د اړتیا وړ اکسیجن له نورو شرکتونو وپیرل شي.

د شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ د ناروغانو یوشمیر خپلوان هم د اکسیجن د بیې له لوړوالي اندیښنه لري. د یوه ناروغ د خپلوان په وینا دوې په ورځ کې خپل ناروغ ته له اتو تر لسو بالونو اکسیجن ته اړتیا لري. د بل ناروغ مل کس بیا وايي چې هغو په ورځ کې له څلورو تر پنځو بالونو اکسیجن ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې امکان لري بل ناروغ یواځې دوه بالونو اکسیجن ته اړتیا ولري؛ په دې معنی چې د ناروغانو د ناروغۍ د شدت په پرتله د اکسیجن اړتیا هم توپیر لري. دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کیږي چې د اکسیجن د یوه څلویښت لیتره بالون بیه چې پخوا څلور یا پنځه سوه افغانۍ وه اوس ۱۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

جوزجان

د جوزجان ولایت د کوید-۱۹ روغتون مسوولان په دې ولایت کې د کرونا د دریم پړاو خپریدل اندیښمنونکی بولي. د دې ولایت د کوید – ۱ روغتون رییس حسین علي خیري وايي چې تر دې وړاندې په دې روغتون کې د ناروغانو لپاره شل بسترونه موجود وو چې اوس اویا بسترو ته ېې شمیر لوړ شوی دی او همداراز د روغتیايي کارکونکو شمیر هم له اولسو دوه پنځوسو ته لوړ شوی دی. د هغه په وینا بیا هم ټولو ناروغانو ته په خپل وخت رسیدل ناممکن دي.

د جوزجان ولایت د کوید -۱۹ په روغتون کې د اکسیجن کموالی بله ستونزه ده چې د اړتیا وړ اکسیجن ېې له بلخ ولایت څخه ترلاسه کیږي.  د ښاغلي خیري په وینا د روغتیايي تجهیزاتو کموالي هم په دې روغتون کې ستونزې رامینځته کړي دي؛ لکه د آزمایښتونو پایلې له اووه تر لسو ورځو وخت نیسي. تر دې وړاندې د دغه روغتون د آزمایښت نښې د اندخوي ولسوالۍ ته استول کیدې؛ خو اوس  د آزمايښت نښې کابل ته استول کیږي.

همداراز د جوزجان ولایت د کوید -۱۹ روغتون د ناروغانو یوشمیر خپلوان که څه هم چې د دې روغتون له خدماتو رضایت لري خو اکسیجن له کموالي او د کورنیو لخوا د اکسیجن د پیرلو په اړه اندیښنه لري. د امنیتي ګواښونو ترڅنګ چې تراوسه په مستقیه توګه د ملي دستارخوان پروګرام ته متوجه وو، اوس د امنیتي وضعیت خرابیدو په یوشمیر سیمو کې ځینې کورنۍ اړې کړي دي چې بیځایه شي چې دا کار مرستو ته د هغوې د نه لاسرسي لامل بلل کیږي. دا کډوالي چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه ده، په داسې حال کې رامینځته کیږي چې په هیواد کې په کرونا ویروس اخته یوشمیر ناروغان د روغتیايي امکاناتو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي او یوشمیر نورو بیا د دغو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نور پوسټونه: