د «هشتِ صبح» ورځ پاڼې د لومړۍ کلیزې په ویاړ د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
د «هشتِ صبح» ورځ پاڼې د لومړۍ کلیزې په ویاړ د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام
کابل ۱/۳/۱۳۸۷

یوکال وړاندې د «هشتِ صبح» رسالتمندې ورځپاڼې لومړۍ ګڼه خپره شوه، د هشت صبح ورځپانې په روښانه خط او د پوهاوی وړ ژبې په کارولو، د وګړنیزو حقونو عامولو او دژورنالیستیکی رسالت په پام کې نیولو سره خپلې خپرونوې پیل کړی. د وینا اورسنیو آزادۍ ته ددغې ورخپانې له مهمو تګلارو څخه شمیرل کیږی. که څه هم چې ددغو ارزښتونو په وړاندې مخالفانو ځینې ستونزې راپورته کړی، خود «هشتِ صبح» ورځپاڼې په دغې برخه کې زړه ورګامونه پورته کړی او هغې ته ژمنه پاتې شوې.

کولې شو دهشت صبح ورځپاڼې کارونه له څلورو اړخو څخه وڅیړو:

تخصصی لیدلورې او د اوسنی ژورنالیزم کارول،

د خبرد بې پرې والی په اړه ژمنوالې؛ پرخبراو اوضاع له سیاسی،ټولنیز،اقتصادی،او فرهنګی پلوه څیړنه،ښکلې ډیزاین، د بشری حقونو ځانګړې پاڼې ، پرنړیوالو موضوع ګانو لیکنې، د څیړنیزې خبریالې طرحه، په طرحه شویو تحلیلونو څار، او لیکنو په دقیقه توګه څارنه ، د وخت په پام کې نیولوسره مناسبولیکنو خپرول، د ګټورو سرمقالو لیکل او د روځې سیاست لپاره او وضعیت لپاره ذهنیت جوړول، ددغې ورځپاڼې له مهمو ځانګړتیاوو څخه دی. د هشت صبح ورځپاڼه په دغې ځانګړټیا سره دافغانستان درسنیو په منځ کې د پام وړ ځای ترلاسه کړې.

رسالتمند او ارزښتی لیدلوری،

دهشت صبح ورځپاڼه نه یواځې دا چې د یوپیاوړې او با رسالته ورځپاڼې په توګه رامنځته شوه او په بیړه ېې پراختیا پیداکړه، بلکې دیومدنی ټولنې او دمدنی ټولنې اوبشری حقونو په بحثونو کې مهمه اغیزه لرله. د هشت صبح وځ پاڼې په ښه توګه وښوله چې یوشان خپریدونکې ورځپاڼه نده، او په بحثونو اوخبرو اترو باور لری. داسې فکر کیږی چې د بشری حقونو پاڼه به دمدنی ټولنې په ګډون لا زیات لوستونکی راجلب کړی. کولې شو دغه پاڼه لا زیاته غنی کړو او بشری حقونو په اړه تحلیلونه له بیلابیلو اړخونو څخه خپاره کړو. مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د تل په څیر د نورو ارزښتی ټولنو ترڅنګ دداسی مرستو او هغږیو ستاینه کوی او هیله لری ترڅو په دغه برخه کې د مدنی ټولنې کورنۍ ته په هیواد کې ستره بریا لاسته ورشی .

د خپرنیزې ژبې لیدلوری،

په تیرکال کې د هشت صبح ورځپاڼه دخپلو ځانګړو ادبیاتو او ژبې خاونده وه. دغه ادبیات اوژبه دټولنې ټولو برخو ته د پوهاوی وړ ده. د هشت صبح ورځپاڼه په ساده ، سیاسی، څیړنیزو او تحلیلو ادبیاتو خپریږی چې په فرهنګې ژبه کې هم زیا مینه وال پیداکړی. د خپرنیزخط ،ځانګړی ادبیاتو لرل د هشت صبح له ترټولو ښو ځانګړتیاو څخه دی، چې لږو تیروتنواو علطیو سره مل وه.

ویب سایت،

په انټرنټ کې د ویب سایټ له لوری دهشت صبح ورځپاڼې دوامداره او نوې خپرونې،ددغې ورځپاڼې له نورو ځانګړتیاوی څخه دی. په واقعیت کې د هشت صبح ورڅپاڼه غواړی له چاپی رسنۍ څخه زیات کارونه وکړی او یو الکترونیکی او چاپی رسنۍ واړوله شی. د هشت صبح ویب سایت هم د مهمو ارزښتی بحثونو برخه ترڅیړنې لاندې نیسی، چې دا کار ورته یوارزښناکه امتیاز په نصیب کوی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د دغې شبکې د شپیتو غړو او انګارې مجلې په استازی توب ، د هشت صبح ورځپاڼې کلیزه ددغې ورځپاڼې ټولوکارکونکواو لوستونکو ته د زړه له کومی مبارکی وایو. په داسې شرایطوکې چې هیواد د ارزښتی په ځانګړې توګه د وګړنیزو موضوع ګانو څیړنو ته زیاته اړتیا لری. او په دغه برخه کې د مدنی ټولنو فعاله ونډه لا زیات ارزښت لری. د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دې باور ده . چې بریاوې او لاسته رواړنې باید د فرهنګ او بشری حقونو دعامولو په وړاندې لاره نوره هم باریکه نکړی. په ریښتینې توګه باید ووایو چې ددغو ارزښتونو په وړاندې زیاتې ستونزې هم راپیداشوی. چې باید دهغې له منځه ولو لپاره په زړورتیا او هوښیاری کاروکړو. د افغانستان ارزښتی ټولنه هم یو بل پیژندنې،یو بل منلو او کارنده خبرو ته اړتیا لری؛ خو دغه یوبل منل باید زموږ د متفاوتوالی مخه ونیسی. اړینه داده چې موږ په بیلابیلو لیدلورو سره، د ګډهدف ارزښتې هدف لپاره ژمن او باوری پاتې شو.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د خپرونواو اطلاعاتو څانګه
د انګارې مجلې اداره

ځواب دلته پرېږدئ