د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د « ګډو » عملیاتو په لړ کې د ملکی او بیګناه وګړو له وژلو څخه د مخنیوی په موخه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د « ګډو » عملیاتو په لړ کې د ملکی او بیګناه وګړو له وژلو څخه
د مخنیوی په موخه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د ۱۳۸۸ د سلواغې ۲۷- د۲۰۱۰ کال د فبروری۱۶

د سلواغې له ۲۴ څخه راپه دیخوا، د ملی اونړیوالو پوځونو له خوا د هلمند ولایت په مارجې ولسوالیۍ کې د «دګډوعملیاتو» په نوم یولړ پوځی عملیات پیل شوی. دغه عملیات دملی او نړیوالو ځواکونو په همغږۍ کې ترسره کیږی. دغه پراخ عملیات هغه مهال پیل شول، چې د امریکا متحده ایالاتو خپله نوې ستراتیژی په سیمه کې تر آزموینې لاندې نیولی. په دغوعملیاتو کې د شاملو ملی او نړیوالو چارواکو په وینا، ددغو پراخو عملیاتو موخه د هیواد په سهیلی سیمو څخه دافغانستان د دولت د مخالفینو پاکول دی، ددغو عملیاتوله پیل څخه مخکې ملی او نړیوالو پوځونو د سیمې له خلکو څخه وغوښتل، ترڅو د ملکی وګړو د مرګ ژوبلی څخه د مخنیوی په موخه ځایی وګړی دې سیمه پریږی او کډه دې شی؛ خو دغې پوښتنې ته چې چیرته ولاړ شی ترڅو یو مسوؤن ځای وی ځواب ندې ورکړل شوی.

د سلواغې په ۲۵ ویشتمه، ددغې شومې تیروتنې لومړی اغیزه رابرسیره شوه او زموږ دولس تنه بیګناه وطنوال په شهادت ورسیدل. دغه خبر دمدنی ټولنې بنسټونه په شدیده توګه ولړزول.

دافغانستان مدنی ټولنه او بشری حقونو شبکه ددغې پیښې قربانیانو روح ته دعا کوی او پاتو کسانو ته ېې د تسلیت غوښتنه کوی، د هغوۍ په درد او رنځ کې خپل ځان شریک بولی.

دمدنی ټولنو په باور، داشان ډیر لګښت لرونکی پروګرام ، باید د ملکی وګړو د ژغورنې په موخه دمناسبو او له پخوا تنظیم شویو پروګرامونو په توګه همغږی شوی وای. دملکی او بیګناه وګړو وژل، دبشر غوښتونکو حقونو په اړه دژینوا د څلورګونو کنوانیسنونو پرخلاف کار دی، چې په دغو عملیاتو کې ټول غړی هیوادونه هغې ته ژمن دی.

په خواشینۍ سره چې دملکی وګړو د تلفاتو په ډیروالی سره، دافغانستان نوی په پښو ودریدلی نظام او دهغې نړیوالو ملاتړو اوافغانستان خلکو ترمنځ درځ په پراخیدو دی. د دغو تیروتنو څخه د مخنیوی په موخه لاندې ټکی مطرح کیږی:

•  دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکه د « دګډوعملیاتو » ټولو مسوؤلینو او چارواکو نه په کلکه غواړی ترڅو د ملکی وګړو له مرګ ژوبلې څخه د مخنیوی په موخه لازم او بیړنی اقدامات ترلاس لاندې ونیسی؛

•  د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، په افغانستان کې د ناټو له ملکی څانګې څخه په جدی ټوګه غواړی ترڅو په دې اړه مداخله وکړی او د داشان خونړیو پیښو مخنیوی دې وکړی؛

•  دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، دملګرو ملتونو سازمان له نمایندګۍ(یوناما) څخه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د همغږې کونکې بنسټ په توګه غواړی ترڅو په دغه برخه کې خپله محوری ونډه ترسره کړی او له قربانیانو څخه دملاتړ همغږې کونکی پروګرامونه جوړ کړی؛

•  دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، دافغانستان له حکومت څخه غواړی ژر ترژره دې خپل ملکی پلاوی سیمی ته واستوی، ترڅو د قربانیانو پاتو کسانو اوبیځایه شویو ته لومړنۍ مرستې ورسوی؛

•  دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، د هیواد له ولسی جرګې څخه غواړی، ترڅو دسیمې پر حالت څارنه دې په خپلو بیړنیو پروګرامونو کې راولی.

دملی او نړیوالو ګډو پوځی ستراتیژیو پلی کول باید ملکی وګړوته مرګ ژوبله وانړوی. د نړیوالې ټولنې ماموریت باید د افغانستان د وګړو دامنیت او ژوند ساتنه وی، نه دهغې پرخلاف کار.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، د بیګنا وګړو، د وژنې په اړه د خپلو تیرو علامیو په دوام په ټول جدیت سره غواړی ترڅو په دغو عملیاتو کې سره ښکیل پوځونه دې، دملکی وګړو لومړنی حقونه په پام کې ونیسی او له بشری او بشرغوښتونکو حقونو څخه هرډول سرغړونې مخنیوی دې وکړی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه

ځواب دلته پرېږدئ