د کرونا ویروس له خطره د تېښتې نشتوالي سربیره د کرونا له امله د خلکو د مړینې د کچه هم ډیره شوې او هیوادوال د افغانستان په ځینو برخو کې اوس هم د کرونا مخنیوي روغتیايي ټکو ته پاملرنه نکوي. په مختلفو ولایتونو کې د واکسین د تطبیق له مرکزونو د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د څارنې پایله څرګندوي چې د واکسین د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې لوړیدو او د واکسین ترلاسه کونکو د شمیر ډیریدو سربیره د هیواد په ځینو سیمو کې روغتیايي مرکزونو ته د خلکو ورتګ پرمهال روغتیايي موارد په پام کې نه نیول کیږي او دې موضوع د کرونا ویرش د مبتلایانو د شمیر د ډیریدو اندیښنه راپورته کړې ده.

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د راپور پربنسټ د دې ولایت په ډیرو خصوصي او دولتي روغتونونو کې روغتیايي ټکي په پآم کې نه نیول کیږي او دا په داسې حال کې ده چې په روغتونونو کې د کرونا ویرس د خپریدو احتمال ډیر دی.  د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی د هرات ولایت پر یوشمیر روغتونونو د څارنې په اړه وايي: «د  هرات ولایت کوید-۱۹ روغتون پر سر څارنه ستونزمنه ده، خو له دغه روغتونه د مشاهداتو پر بنسټ د مراجعه کونکو د شمیر ډیروالی، د دغو مراجعه کونکو لپاره د مناسبې فضا نشتوالی او د ټولنیز واټڼ د نه مراعات کولو چاره له هغو مواردو دي چې څرګندوي صحي موارد د یوشمیر کسانو لخوا په پام کې نه نیول کیږي. د مثال په ډول د هرات ولایت د حوزوي روغتون د ننوتو په دروازه کې د لاسونو د مینځلو لپاره اوبه او صابون ایښودل شوي دي خو کله چې ډیر شمیر کسان روغتون ته ننوځي اړ کیږي چې یو د بل ترڅنګ تم پاتې شي چې له امله ېې د ویروس د انتقال ویره موجوده ده. دا اندیښې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د شمیرو پر بنسټ په تیرو اونیو کې په هرات ولایت مې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر مخ په ډیریدو دی. د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست د وروستیو شمیرو پر بنسټ اوسمهال له اتیا تنو ډیر کسان د هرات ولایت په کوید -۱۹ روغتون کې بستري دي چې د ۳۶ تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

په څو نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر څرنګوالی په لاندې شرحه دی:

لوګر

د لوکر ولایت د «کنجک» روغتون یوه برخه چې په اصل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز دی د اړتیا پراساس له CAF موسسې سره د قرارداد له مخې د کرونايي ناروغانو درملنې ته ځانګړې شوې ده چې ۱۷  کارکونکي لري. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ د یاد قراراد له مخې په دغه روغتون کې د کرونايي ناروغانو د درملنې لپاره لس بسترونه په پام کې نیول شوي، خو د هغه د سترګو لیدلي حال پربنسټ، هلته له ولسو ډیر ناروغان چې بستري کیدو ته ېې اړتیا لرله موجود وو؛ په دې معنی چې په یاد روغتیايي مرکز کې د بسترونو د کموالي موضوع جدي ستونزه ده. په دې روغتون کې بله جدي ستونزه د تنفسي دستګاه نشتوالی دی. د دغه روغتون د یوشمیر ډاکټرانو په وینا یو ناروغ کولی شي یو بالون اکسیجن په مکرره توګه د شلو دقیقو په موده کې مصرف کړي چې د دغه روغتون امکاناتو ته په پام سره دا ستره ستونزه بلل کیږي.

د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې د کرونا واکسین د تطبیق په بهیر کې وروسته له هغه چې دا واکسین د ۵ زره او ۷۹۰ تنو لخوا ترلاسه شو اوسمهال د واکسین د تطبیق لړۍ د واکسین د ختمیدو له امله ځنډیدلی دی.  ویل کیږي چې د لوګر ولایت د اوسیدونکو په مینځ کې د بیلابیلو ډوله کرونا ویروس خپریدو اندیښنې راپارولي دي او د خلکو بیلابیلو ډلو له هغې ډلې ښونکو، روغتايي کارکونکو، کوچیانو، کورنیو بیځایه شویو چې له ۱۸ تر ۵۰ کلن پکې شامل دي د کرونا واکسین لومړی ډوز ېې ترلاسه کړی دی.  د لوګر ولایت روغتیايي مسوولان وايي چې په تخصصي روغتونونو کې د بسترونو کموالی په دې ولایت کې یوه جدي ستونزه بلل کیږي. په همدې حال کې د مسوولانو په وینا په دې ولایت کې د کرونا ویروس له امله د مړینې شمیر هم مخ په لوړیدو دی، خو له دې امله چې د مړینې ډیرې پیښې په رسمي توګه نه ثبتیږي د تلفاتو دقیق شمیر څرګند ندی. 

نیمروز

په نیمروز ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي په وینا په دې ولایت کې یوشمیر کسان ادعات کوي چې د روغتیايي مسوولانو لخوا دویته ویل شوي چې د کرونا واکسین لومړی ډوز پایته رسیدلی دی او کله چې خلک د واکسین د ترلاسه کولو غوښتنه کوي هغوۍ ته د رد ځواب ورکول کیږي.  دا په داسې حال کې ده چې د شبکې د همغږي کونکي څارنه څرګندوي چې د لوکړي ډوز واکسین هغو کسانو ته لکول کیږي چې د دویم ډوز لګولو ته اړتیا لري، ویل کیږي چې نیمروز له ایران سره پوله لرونکی ولایت دی او په ایران کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمیر ډیروالي او د راستنیدونکو کډوالو له لارې د دغه ویروس د خپریدو اندیښنه جدي بلل کیږي.

تخار

مسئولان شفاخانه کووید-19 در تخار از افزایش مبتلایان به ویروس کرونا در این ولایت ابراز نگرانی کرده‌اند. بر اساس گزارش هماهنگ‌کننده شبکه جامعه مدنی و حقوق بشر، به نقل از مسئولان این شفاخانه، در چند روز گذشته بیش از هشتاد تن به ویروس کرونا مبتلا شده‌اند و آمار مجموعی مبتلایان در این ولایت به بیش از 2400 تن می‌رسد.

په تخار ولایت کې د کوید -۱۹ روغتون مسوولانو په دې ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمیر ډیریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې همغږي کونکي د راپور پربنسټ، د یاد روغتون د مسوولانو له قوله په تیرو څو ورځو کې په دې ولایت کې اتیا تنه په کرونا ویروس اخته ثابت شوي دي او همداراز په دې ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو مجموعي شمیر ۲۴۰۰ تنوته رسیږي.

روغتیايي ټکو ته بې پامي، په روغتیايي مرکزونو مې د اړتیا وړو توکو کموالی او د کرونا ویروس د اخته کسانو د شمیر ډیریدو په اړه اندیښنې په داسې حال کې خپرې شوي دي چې کابو یوه اونې وړاندې د ( جوزا په ۵) د عامې روغتیا وزارت لخوا د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په موخه د کابل، نیمروز او لوګر په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې ټول ښونیز او روزنیز مرکزونه د دوه اونیو لپاره رخصت شول.

نورې مرکې: