د کرونا پرمهال د دولت روغتیايي خدمات او مرستندویه پروکرامونه له پیله تر اوسه له هسکو او ټیټو سره مخامخ وو. په هیواد کې د کرونا واکسین د بهیر له پیله راهیسې په هیواد کې یوه ستونزه چې تل د دې بهیر په وړاندې موجوده وه په بیلابیلو ولایتونو کې د دغه واکسین له اخیستو د خلکو ډډه کول دي چې د واکسین په اړه د لازم پوهاوي نشتون او د واکسین د زیانونو په اړه د شایعاتو له امله بلل کیږي. که څه هم چې په ځینو ولایتونو کې تر اوسه په دې اړه مثبت بدلون ندی راغلی، خو په تیرو دوه اونیو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اطلاعات ښيي چې د تیر په پرتله د واکسین په اړه د خلکو په لیدلوري کې نسبي بدلون رامینځته شوی دی چې د واکسین متقاضیان هم ډیر شوي دي، که څه هم چې د ملي دستارخوان پروګرام په وړاندې تر اوسه هم په ځینو ولایتونو کې امنیتي ستونزې خنډ بلل کیږي. هغه څه چې د دې لیکنې په دوام لولۍ په تیرو دوه اونیو کې په څو ولایتونو کې د دولت د روغتیايي خدمتونو او مرستندویه پروګرامونو د عملي کیدو څرنګوالي په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې ترلاسه شوي معلومات دي.

پکتیا

که څه هم چې په دې ولایت کې د ملي دستارخوان پروګرام بهیر د طالبانو لخوا له ګواښ وروسته وځنډول شو، خو په تیرودوه اونیوکې رارسیدلي راپورونه څرګندوي چې د کرونا ناروغۍ د دیمې څپې په اړه د اندیښنو په ډیریدو او د وضعیت په جدي کیدو سره، د کرونا واکسین ترلاسه کولو ته د خلکو پاملرنه ډیره شوې ه. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ لسګونه تنه چې ډیری لوړ عمر لرونکي کسان وو، د روغتیايي خدماتو ترلاسه کولو لپاره له لیرو پرتو ولسوالیو د ښار مرکز ته راغلي وو. د پکتیا ولایت په مرکزي روغتون کې یوتن واکسیناتور ډاکټر عبدالمالک عابد، ویلي چې په لومړي سر کې خلکو د واکسین اخیستو ته لیوالتیا نه درلوده، خو په دې وروستیو کې هره ورځ کابو دوه سوه تنه د واکسین ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا مسوولانو ویلي، چې د واکسین د عملي کیدو له بهیر سره د طالبانو د مخالفت له امله د واکسین د تطبیق له ۲۱ مرکزونو یواځې ۵ مرکزونه فعال دي او پاتې نور د طالبانو لخوا تړل شوي دي.

نیمروز

د راپورونو پر بنسټ د ملي دستارخوان پروګرام د دې ولایت په لیرو پرتو سیمو کې د امنیتي ګواښونو له کبله ځنډول شوې ده. د واکسین په اړه باید ووایو چې د واکسیناتورانو کموالی په دې ولایت کې له اصلي ستونزو بلل کیږي چې د دې بهیر د پڅوالي لامل شوی دی. د نیمروز ولایت د د کتلوي معافیت د مسوولانو په وینا که څه هم چې دوۍ دا موضوع له مسوولانو سره شریکه کړې له دې امله چې د واکسین تاریخ د تیریدو په حال کی دی ۲۶۰۰ سوه ډوزه واکسین هرات ولایت ته استول شوی دی.

غور

د غور ولایت په تولک او شهرک ولسوالیو کې د موادو د ویش بهیر د امنیتي ګواښونو له کبله ځنډول شوی دی، خو د لعل او سرجنګل په ولسوالۍ کې د مرستو د ویش بهیر دوام لري. اخوا د غور ولایت د کرونا د واکسین د برخې رییس حمیدالله فاروقي وايي چې دوۍ ته امر شوی څو د واکسینونو له ضایعاتو د مخنیوي په موخه، واکسینونونه فعالو کلینیکونو ته واستوي.

هلمند

د ملي دستارخوان پروګرام په اتلسو شوراګانو کې چې بودیجه یی نده ترلاسه کړې ځنډیدلی دی. اخوا په هلمند ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ، د بست په پوهنتون کې د واکسین د تطبیق پرمهال ډیری محصلان د کرونا واکسین اخیستو ته حاضر نشول او د هغې لامل ېې د واکسین جانبي عوارض بللي دي.

بامیان

په دې ولایت کې تر اوسه له ۱۲ زرو ډیرو کسانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی، د تیرو دوه اونیو په لړ کې رارسیدلي راپورونه څرګندوي چې خلکو د کرونا واکسین اخیستو ته لیوالتیا پیدا کړې ده او دا په داسې حال کې ده چې د کرونا واکسین تاریخ د تیریدو په حال کی دی.

لغمان

په دې ولایت کې په مجموعي توګه له اووه زرو ډیرو کسانو ته د کرونا واکسین لګول شوی دی چې کابو زرو تنو ېې په تیرو دوه اونیو کې د یاد واکسین دوهم پړاو هم ترلاسه کړ. لغمان یو له هغه ولایتونو دی چې پکې د کرونا واکسین د عملي کیدو بهیر په پڅه توګه پرمخ ځي. په دې ولایت کې د کرونا واکسین د عملي کیدو په وړاندې بله ستونزه د کرونا ټسټ د لابراتوارونو کموالی دی ویل کیږي چې د ټسټ بیلګې د آزمایښت لپاره ننګرهار ته استول کیږي چې دا کار ډیر وخت ته اړتیا لري.

جوزجان

په ټولیزه توګه نا امني، د دولت وسله والو مخالفانو لخوا د شورا کانو ګواښل او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د ملي دستارخوان پروګرام په وړاندې له شته ستونزو بلل کیږي.

اخوا په تیرو دوه اونیو کې په جوزجان ولایت کې کابو څلورزو تنو د کرونا واکسین لومړی ډوز او شپږسوه تنو ډیرو د دغه واکسین دوهم ډوز ترلاسه کړ. په دې ولایت کې د کتلوي معافیت د برخې مسوولانو په وینا په پیل کې د کرونا واکسین په اړه د خلکو په مینځ کې منفي لیدلوری موجود وو خو اوس د خلک د واکسین اخیستو ته ډیره لیوالتیا لري. د راپورونو پر بنسټ د جوزجان ولایت په روغتونونو کې د مرستندویه تنفسي وسیلې (Ventilator) او پی سی آر (PCR) کموالی له شته ستونزو بلل کیږي.

که څه هم چې د راپورونو پربنسټ په ځینو ولایتونو کې تر اوسه هم د کرونا واکسین په اړه د خلکو منفي لیدلوری شته، خو د واکسین په اړه د خلکو د نظر بدلون په نورو ولایتونو کې د کرونا واکسین د اخیستونکو کسانو د شمیر د ډیریدو لامل وي. دا په داسې حال کې ده چې اړمنو کورنیو سره د دولت د مرستندویه پروګرام په توګه د ملي دستارخوان پروګرام  په ډیرو ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو له امله له ستونزو سره مخامخ دی.

نورې مرکې: