د ټولنیزو چارو یو شمېر څيړونکي وايي، که د سولې له هوکړې وروسته په حکومت کې د وګړو په تېره بیا د ښځو حقونو ته بې پامي وشي او ټولنیز عدالت ټینګ نه شي، رامنځته شوې سوله به تلپاتې نه وي.

د ټولنیزو چارو څېړونکی او د پوهنتون استاد ابراهیم داریوش د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي، د جګړې درېدو حالت چې په هغې کې خلک خپلو حقونو ته د لاسرسي لپاره هڅې کوي سوله نشو نومولی. «آن که په لنډمهال کې جګړه پای ته ورسېږي او اوربند ټینګ شي، که د خلکو حقونه خوندي نه شي او عدالت نه ټینګېږي، خلک به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي. ددغه راز سولې پښه تل ګوډه ده او هره شېبه یې د غورځېدو امکان شته. داسې حالت چې د خلکو حقونه پکې خوندي نه وي او وګړي فردي آزادي ونه لري سوله نه ده.»

شبکه: هغه څه چې تراوسه د سولې په مذاکراتو کې شوي په دې هکله ستاسو ارزونه څه ده؟ تر کومه بریده یوې د پام وړ پایلې ته هیله من کېدای شو؟

داریوش: زه فکر کوم چې د سولې خبرې د هرې ورځې په تېرېدو پېچلې کېږي، د تاوتریخوالي کمښت چې د خبرواترو یو شرط و تراوسه نه دی عملي شوی او برعکس تاوتریخوالی زیات شوی دی. له بلې خوا، ددغو مذاکراتو لویه برخه په بهرنیو عواملو له هغې جملې د امریکا پر ټاکنو پورې تړاو لري؛ ښايي د هغې سولې خبرې چې لوبغاړي یې د ټرمپ اداره په تېره بیا ښاغلی خلیلزاد و لا ګونګې شي. دغو مسایلو ته په پام سره زه فکر کوم چې لږترلږه په لنډه موده کې دغو خبرو ته نشو هیله من کېدای.

شبکه: ستاسو په اند له داسې ډلې سره خبرې اترې چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په اړه نه لري د ښځو د ټولنیز او سیاسي حضور لپاره به څه پایله ولري؟

داریوش: طالبان یوازې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخینه نه لري، بلکې د انسان پر خلاف کړنو مخینه لري، دوی له قومي او مذهبي لږکیو سره له دښمنۍ ډک چلند درلود او سیاسي غړو یې له سیاسي لږکیو سره ډېر توند چلند کاوه، طالبانو له ژواک چاپېریال او د افغانستان له کلتوري میراثونو سره هم ستونزه لرله. د ښځو د ټولنیز او سیاسي حضور لپاره ددغو خبرو د پایلو څرنګوالی په دې پورې اړه لري چې په هېواد کې د بشري حقونو، مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالین تر کومه بریده پياوړي شوي او په یوه ټولنیزـ سیاسي ځواک بدل شوي ترڅو په ټولنه کې د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه فعالیت وکړای شي چې طالبان په واک کې د ګډون په صورت له دوی د انکار کولو وس ونه لري. د طالبانو جوړښت او ایدیولوژیکي ماهیت داسې دی چې په هغې کې د ښځو او مذهبي لږکیو په تېره بیا ښځو ځای ډېر پيکه او غیرواقعي دی.  

شبکه: د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه تر کومه بریده د دوی په رابطه د طالبانو پر دریځ اغېز کولای شي؟

داریوش: دوی کولای شي طالبان په یو ډول لږترلږه په عمومي او نړیوالو افکارو او رسنیو کې وننګوي. ښځې سربېره پر دې چې په مذاکراتو کې برخه لري باید په افغانستان کې د ښځو د وضعیت لپاره د ټولنیز، یووالي او نظریې جوړونې لپاره او د دوی د حقونو او ونډې په اړه کار وکړي ترڅو واحد غږ، نظر او لیدلوری وړاندې کړي، ډېرې مېرمنې په دې چورلیز کې راټولې کړي او خپل قوت او ټولنیز موقعیت زیات او جوت کړي.

شبکه: پر کومو مهمو مسایلو په تېره بیا د ښځو په اړه باید د سولې په مذاکراتو کې ډېر ټینګار وشي؟

داریوش: دېموکراتیک ارزښتونه له مهمو مسایلو څخه دي، جمهوریت داسې ارزښت دی چې د افغانستان خلکو په کابو دوو لسیزو کې د هغې لپاره لګښت ورکړي او وخت یې پرې تېر کړی دی، د ولسواکۍ مسله بله مهمه موضوع ده، حکومت باید د سولې له هوکړې وروسته د خلکو د بشري حقونو ارزښتونه خوندي، ترې ملاتړ او هغه دود کړي. دېموکراسي، ټاکنې، په واقعي توګه د خلکو ګډون او مدني ټولنې ټول هغه ارزښتونه دي چې باید خوندي پاتې شي. بله مهمه موضوع ټولنیز عدالت دی چې سوله یې پر بنسټ ولاړه وي، ترهغه چې د خلکو حقونه خوندي او عدالت ټینګ نه شي او همداراز خلک ونه شي کولای چې خپله اراده تمثیل کړي، هغه سوله چې د هوکړې په پایله کې رامنځته کېږي تلپاتې به نه وي.

شبکه: ستاسو په اند په واک کې د طالبانو ګډون تر کومه بریده پر مدني فعالیتونو اغېز کولای شي؟

داریوش: باید ولیدل شي چې په واک کې د طالبانو ګډون څه ډول دی؛ آیا دوی به د یوه واکمن ځواک په توګه حاضر شي او که به د قدرت د یوې برخې او ګډون کوونکو په توګه پکې ونډه واخلي. که څه هم حزب اسلامي د طالبانو په پرتله کمزوری دی کابل ته له راتلو وروسته په کوم خاص کار نه دی بریالی شوی، که طالبان هم په دې ډول په واک کې ګډون وکړي، ښځې له دې امله چې غوښتنې یې دیموکراتیکې، د بشري حقونو او انساني بنسټونو پربنسټ دي، خپلو حقونو ته لاسرسی پیدا کولای شي، خو که طالبان د یوه واکمن ځواک په توګه راشي او واک په لاس کې واخلي، د ټولو هېوادوالو لپاره به ژوند ګران شي او طبیعي ده چې د ښځو، مذهبي، لږکیو، پوهانو، محصلینو، لیکوالانو او ټولو هغو ډلو لپاره چې د روڼ اندۍ او دېموکراتیکو نظریاتو په اړه اندېښنې لري ستونزې به یې لازیاتې وي.

شبکه: د یوه وګړي په توګه د سولې د مذاکراتو په رابطه ستاسو اندېښنه څه ده؟

داریوش: په دې اړه ډېرې اندېښنې لرم، له بده مرغه په افغانستان کې د سولې خبرو په اړه روښانه لرلید نه وینم. په داسې ټولنه کې چې پنځوس کاله عملا جګړه پکې روانه ده او تاوتریخوالی او قومي او مذهبي شخړې سلګونه کاله مخینه لري، ترڅو چې دا مسایل حل نه شي، یوازې په اوربند سره سولې ته هیله من نه شو کېدای، ښايي د څو ورځو لپاره وسلې پر ځمکه کېښودل شي، خبرې د جګړې د مشرانو او چارواکو ترمنځ دي، خو له بده مرغه د ټولنې د وګړو ترمنځ ورځ په ورځ ټولنیز او مذهبي درزونه زیاتېږي. زه هغه وخت پر سوله باوري کېږم چې د خلکو پر ذهنیت، کلتور او ارزښتونو په سمه توګه کار وشي او سوله له ښکته پيل کړو.

شبکه: ستاسو په نظر څه ضمانت شته چې طالبان د سولې له هوکړې وروسته پر خپلو ژمنو ودرېږي؟

داریوش: اصلا څه ضمانت شته چې د سولې مذاکرات بري ته ورسېږي؟ لکه څنګه چې ددې مسلې لپاره تضمین نشته پر ژمنو د طالبانو د درېدو لپاره هم کوم ضمانت نشته. مخکې مې هم وویل که طالبان په واک کې د شریکو ځواکونو د یوې برخې په توګه راشي، په دې صورت کې دولت او سیال ځواکونه کولای شي هغوي کنټرول کړي، خو که د یوه واکمن ځواک په توګه راشي، له دې امله چې د دوی ایدیولوژي، سیاسي نظام، طریقې او موخې معاصرې نه دي، د ننۍ ټولنې د اړتیاوو لپاره ځواب ویوونکي نه دي او هرڅه چې پرمخ ولاړ شي په اصل کې ټولنه شا ته بیايي.  

ښاغلی داریوش وايي، که څه هم د سولې مذاکراتو پایلو ته هیله من نه دی، خو هیله من دی چې د دوی اټکلونه ناسم وي او دا خبرې په هېواد کې د سراسري او تلپاتې سولې لامل شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې