سره له دې چې طالبانو سره د سولې خبرو پیل لپاره د افغان دولت یوه غوښتنه د اوربند ټینګښت وو، نه یوازې د خبرو له پیل وړاندې دغه شرط عملي شوی نه دی، بلکې اوس د سولې خبرو له پیل څخه د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو، د هېواد مختلفو سیمو کې د طالبانو بریدونه دوام لري او درنه مرګژوبله هم لري. د هېواد سویل کې د ښځو په برخه کې فعاله بنسټونه دغه وضعیت څخه اندېښنه ښيي او وايي، که تاوتریخوالی همداسې دوام پیدا کړي، د سولې ټینګښت لپاره به هیلې له منځه لاړې شي.

د هېواد د سویلي قومونو شورا د ښځو کمیټې مسووله سپېڅلې ځاځۍ د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، نه یوازې تراوسه خلکو سره د خبرو جزییات په سمه توګه خلکو سره نه دي شریک شوي، بلکې د دغو خبرو په پیل سره، هېواد کې جګړه او تاوتریخوالی زیات شوی او که دغه وضعیت دوام وکړي، د سولې ټینګښت ته هیلې له منځه وړي. «خلکو هیله درلوده چې د سولې خبرو په پیل سره به اوربند ټینګ شي، د شوو ویناوو په اساس د حکومت وسله‌والو مخالفینو تراوسه د اوربند پر سر هوکړه نه ده کړې. زما په نظر که جنګ او تاوتریخوالی دوام پیدا کړي او هره ورځ ملکي خلک قرباني شي، د سولې ټینګښت ناممکنه کیږي.»

شبکه: د اوربند موضوع ترڅنګ، د سولې خبرو په تړاو نورې کومې اندېښنې لرئ؟

ځاځۍ: زمونږ بله اندېښنه د ښځو د حقونو له پامه غورځولو په اړه ده. سویلي ولایتونو کې اوس هم د ښځو حقونه تر پښو لاندې کیږي، خو له نیکه‌مرغه ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه پکتیا کې یو شمېر مېرمنې د ښځو له حقونو څخه د دفاع لپاره مبارزه کوي. دغو ولایتونو کې ښځې د اجباري ودونو او د ښوونې او زده‌کړو ممنوعیت په څېر ګڼو ستونزو سره مخ دي. همدارنګه ښځې بشپړو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او پکتیا کې اوس هم ښځې د زېږون پرمهال خپل ژوند د لاسه ورکوي. باید وویل شي چې سویلي ولایتونو کې ډېرې کمې ښځې په په ټولنیزو فعالیتونو بوختې دي او د ښځو د حقونو لپاره کار کوي.

شبکه: ایا د دولت مرکه‌چي ټیم کې د ښځو استازې د مېرمنو له حقونو څخه د دفاع وړتیا لري؟

ځاځۍ: دغه ټیم کې یوازې د ښځو څلور استازې حضور لري، داسې حال کې چې د افغان ټولنې نیمايي برخه ښځې جوړوي او د هېواد اساسي قانون کې هغوی ته نارینه‌وو سره برابر حقوق ورکړل شوي؛ له همدې امله مرکه‌چي ټیم کې باید کم له کمه ۸ ښځینه استازو حضور درلودلی. دې ټولو سربېره هیله‌منده یم چې په همدغه شمېر سره استازې وکولی شي، د ښځو له حقونو او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو څخه قاطعانه دفاع وکړي.

شبکه: د سولې له هوکړې وروسته د ښځو حقوقي ازادیو په اړه څه فکر کوئ؟ څومره هیله لرئ چې حکومت کې د طالبانو په مشارکت سره به، بېلا بېلو برخو کې د ښځو لپاره د فعالیت شرایط برابر شي؟

ځاځۍ: د تحصیل او کار حق او د مدني فعالیتونو ترسره کول د ښځو له اساسي حقونو څخه دي. زه فکر نه‌کوم چې طالبان وکولی شي بیا ځلې اسلامي امارت رامنځ ته کړي او داسې وضعیت راولي، چې ښځې ان کور څخه د بهر کېدو حق ونه لري، البته د طالبانو نظام کې د ښځو ترڅنګ، نارینه او ماشومانو هم زیان لیدلی دی. بلخوا شاید طالبان دې پایلې ته رسېدلي وي، چې په زور ویلو سره هېڅ حکومت دوام نه شي کولی او اوسنۍ افغان ښځې هم د شل کاله وړاندې ښځې نه دي، چې خپلو حقونو څخه د دفاع وړتیا ونه‌لري. زما په نظر ښه به وي چې طالبان د ټولو ښاریانو حقوق د افغانستان د اساسي قانون ـ چې یو اسلامي قانون دی ـ په مطابق په پام کې ونیسي، کنه‌نو مونږ به له مدني لارو څخه په ګټې اخیستو د خپلو اساسي حقونو د خوندي ساتلو لپاره اقدام وکړو.

شبکه: څه تضمین شته چې طالبان به د سولې له خبرو وروسته خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي؟

ځاځۍ: مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د دغو ژمنو تضمین وکړي، ترڅو د ټولو ښاریانو حقوق حفظ شي او هېواد کې د طالبانو حضور د هغوی د حاکمیت دورې په څېر ونه‌وسي، البته هغوی کولی شي د افغانستان په راتلونکې کې شریک ووسي، ځکه هغوی هم د همدغه هېواد وګړي دي، حق لري چې ټاکنو کې ګډون وکړي او د ولسمشرۍ ریاست لپاره نوماند شي، خو د ښاریانو د حقونو تر پښو لاندې کولو حق نه لري.

شبکه: د خلکو روحیه څنګه ارزوئ؟ ایا خلکو کې د سولې ټینګښت لپاره هیله شته؟

ځاځۍ: خلک له جګړې څخه ستړي شوي او د سولې غوښتونکي دي. مونږ داسې کسانو سره لیدنې کړي، چې د خپلې کورنۍ ټول غړي یې دلاسه ورکړي دي، خو بیا هم د غچ اخیستو فکر نه کوي او هېواد کې د سولې ټینګښت غوښتونکي دي. دا جګړې څخه د خلکو د ستړیا ښکارندويي کوي. هیله‌مند یو چې هېواد کې واقعي سوله تامین شي او نور چاته له جګړې څخه درد او غم ونه‌رسیږي.

مېرمن ځاځۍ وايي، باید د اوربند ټینګښت لپاره هوکړه وشي، ترڅو د جګړې او تاوتریخوالي دوام څخه مخنیوی او هېواد کې تلپاتې سوله تامین شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې