د پاریس کنفرانس ته دمدنی ټولنې وړاندیزونه

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
د پاریس کنفرانس ته دمدنی ټولنې وړاندیزونه

حشمت الله رادفر

یوشمیر مدنی ټولنو د پاریس کنفرانس په اړه یو اووه ماده ېې اعلامیه خپره کړه. او د دولت او نړیوالې ټولنې څخه ېې غوښتې ترڅو د هغوی وړاندیزونو ته په دغه کنفرانس کې جدی پاملرنه وشی.

همداراز مدنی ټولنې په دغې اعلامې کې د سیاسی ،اقتصادی ،او مدنی ټولنو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کیدل په افغانستان کې د وګړنیزو ارزښتونو راپیداکیدو لپاره ترټولو اساسی اړتیا بللې.

د وګړنیزو ارزښتونو راپیداکیدل، په انسانی ټولنو کې د مدنی ټولنو د بنسټیزه کیدو او ددموکراتیکو موخو دوام لپاره یوه لاره بلل کیږی ، چې شکه پرته ، له کړکیچ څخه په راوتلو هیوادنوکې په لومړی سرکې له سترو ننګونو سره مخ کیږی. او په دغه برخه کې هڅې هم د پوهې څخه د راټوکیدلو لارو، د اړیکو اوتعصباتو پرته لارو ته اړتیا لری.

که څه هم چې ویل کیږی، په افغانستان کې د وګړنیزو ارزښتونو رامنځته کیدل اوږده مخینه لری، خو ددغو ارزښتونو بنسټیزه کول د ټولنې سنتی او ټولنیز جوړښت کې تل له یولړ ستونزو سره مخ وو. چې ددې یو لامل هم هغه لیرې والی دی چې د تاریخ په اوږدو کې د بیلابیلو لاملونو له امله رامنځته شوی.

که څه هم چې په افغانستان کې د دموکراتیکو ارزښتونو بنسټیزه کیدل له تیرو شپږوکلونو راهیسی د ښه کیدوپه حال کې دی. خو تل ددغه نیمبند حرکت د ودرولو په موخه د یولړ مغرضو سیاسی او یوشمیر په ظاهره روڼ انډو کړیو له خوا هڅې کیږی.

د هیواد په ځینو سیمو کې د امنیتی حالت په خرابیدو سره، په هیواد کې د خلکو اقتصادی ستونزې زیاتې شوې او دهیواد په مطرح سیاسی فضا کې د شته کړیو ترمنځ د فرهنګی ،قومی او ایدیولوژیکو توپیرونو شتو روښانه شوې. چې په پاریس کې دافغانستان لپاره دڅلورم نړیوال کنفرانس دجوړولو په مهال به مدنی ټولنې د افغانستان واقعیتونو ته په پام سره دافغانستان دستراتیژۍ جوړونکو کورنیو او بهرنیو ټولنو ته چې دافغانستان د دولت جوړونې او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د دوام په اړه هڅې کوی ددغو موضوع ګانو په اړه یادونه وکړی.

د پاریس په غونډه کې باید د وګړنیزو ارزښتونو رامنځته کیدل، او د خصوصی سکتور ونډې په رسمیت پیژندل دې دخلکو اساسی اړتیاو ته په پام سره وکتل وشی.

دغه موضوع دهغه پیغام منځ پانګه ده چې د شنبې په ورځ د مدنی ټولنې او بشری حقونوشبکې د غړو ټولنو له خوا خپور شوی.

په دغې اووه ماده لرونکې اعلامیې کې د بشری حقونو په ځانګړې توګه د زیانمنونکو ډلو لکه ښځې،ماشومان،ګډوال او بیځایه شوی کسانو دحقونو په اړه د نړیوالې ټولنې ملاتړ او دافغانستان دولت له لوری دمادی اومعنوی منابعو په لاس کې ورکولو ټینګار شوی، او په ټولنه کې د قانون د حاکمیت نشتوالی او قانون ته احترام فرهنګ نشتوالی په هیوادکې د ټولنیزو ستونزو لامل بلل شوی.

ددغې اعلامیې په بله برخه کې د هغه څه په اړه چې د ایدیولوژیکو تندروانو له خوا د خلکو له اعتقاداتو څخه ناوړه ګټه اخیستنه بلل کیږی پاملرنه شوې.او په کې راغلی. ” په خواشینۍ سره باید ووایو چې ایدیولوژیک تندلاری دافغانستان خلکو له اعتقاداتو څخه ناوړه ګټه اخلی. دافغانستان خلک د خپل دین او اعتقادادو په وړاندې صادق خلک دی ، خو تندلاری غواړی دخلکو دغه ستر دینی اعتقادات د خپلو سیاسی موخو په توګه وکاروی. دافغانستان دولت باید په دې اړه جدی پاملرنه وکړی او پرې نږدی د افغانستان زوریدلی خلک یوځل بیا د کین او ښی لورو د دتندلارو موخو قربانی شی. “

همداراز په دغه اعلامیه کې د پاریس په کنفرانس کې دافغانستان دولت او ګډون کونکو نړیوالو ټولنو پام د سیاسی سکتورونو اومدنی ټولنو ترمنځ د همغږې رامنځته کول دافغانستان د نظام دمحور په توګه مهم پیژندل شوی او دنظام د مشروعیت په زیاتوالی کې له دې لارې هم ټینګار شوی.

ددغې اعلامیې د جوړونکو په باور په هیواد کې په تیرو شپږو کلونو کې د وګړنیزوارزښتونو په رامنځته کولو کې د کار وړ او سمې هڅې ندی شوی.

ښاغلی باری سلام د سحر په خیر افغانستان راډیو مدیر مسول او مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د مدیره پلاوی غړی د وګړی په یو دموکراتیکه ټولنه کې له ترټولو مهمو ارزښتونو څخه ګڼی اوزیاتوی چې افغانستان په تولنیز نظام کې لا تراوسه مدنی حالت ندی رامنځته شوی. دا ځکه چې په افغانستان کې خلک نه یوازې دا چې خپلو ښاریزو حقونو ته لاس رسۍ نلری بله کې د عامه خدمتونو په ټولنو کې هم بشری حقونو ته د احترام فرهنګ شتون نلری، چې د هغه په باور په ډیرو وختونو کې د ځایی زورواکو له خوا د دولتی چارواکو او د قانونو پلی کونکو له خوا ترپښولاندې کیږی. او نړیواله ټولنې هم له داسی هڅو چې په افغانستان کې د مدنی ارښتونو په بنسټ نظام رامنځته شی ملاتړ ندې کړی.

” په هیوادکې د شته نړیوالو ځواکونو په پوځی عملیاتو کې ملکی خلکو ته مرګ ژوبله اوښتل په دغه اعلامیه کې د نړیوالو او دولتی امنیتی ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی له امله پیښیږی. چې د افغانستان له نوی حکومته دخلکو د نارضایتۍ یولامل هم دغه شمیرل کیږی. او همداراز دغې اعلامې دولت او بهرنی څواکونه پرخپلو ستراتیژو د سره غور کولو ته بللی. “

دغه وړاندیزونونه په داسی حال کې د افغانستان د یوشمیر مدنی ټولنو له خوا مطرح کیږی چې افغانستان په څلورم نړیوال کنفرانس کې چې د نړیوالې ټولنې د لازیاتو مرستو ترلاسه کولو لپاره جوړیږی بلل شوی اود تیارۍ په حال کې دی.په داسې حال کې چې په دغه کنفرانس کې د ګډون په موخه دافغانستان یوشمیر مدنی ټولنې هم بلل شوی خو یوشمیر نوری ټولنو بیا په دغه کنفرانس کې دولت ته دنږدې سیاسی بهیر څخه دافغانستان دمدنی ټولنو داستازو په نوم په د ګډون نیوکه کوی.

ځواب دلته پرېږدئ