د پاکستان په کویټې ښار کې د نسل وژنې او وروستۍ تروریستی پیښې په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د پاکستان په کویټې ښار کې د نسل وژنې او وروستۍ تروریستی پیښې په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د۱۳۹۱ کال د کب۲، ۲۰۱۳میلادی کال د فبرورۍ ۲۰
کابل ـ افغانستان

په پاکستان کې د هزاره لږکیو د قوم هدفمندو وژنو په اړه د ریپوټونو خپریدو د افغانستان د مدنی او بشری حقونو مدافعو ټولنو جدی اندیښنې را وپارولې. د پاکستان په کویټې ښار کې وروستی تروریستی عمل، له نوی څخه د زیاتو بیګناه کسانو ژوند واخیست او له یوسلو اتیاو څخه زیات بیګناه کسان ټپیان شول، چې د دغې تروریستی پیښې ټول قربانیان د یوې قومی ډلې پوره اړه لری. د یوې ځانګړې ډلې په وړاندې داشان هدمندې وژنې، د بشریت ضد یو شدید جنایت بلل کیږی، چې د بشر ارواح او وجدان ټپی کوی.

موږ د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړی، په داسې حال کې د چې قربانیانو په درد او غم کې ځان شریک بولو، دا تروریستی عمل په کله غندو او لاندې ټکی مطرح کوو:

•  موږ د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړی، د هغو تروریستی بریدونو په اړه چې، په پاکستان کې له څو کلونو راهیسې د یوه خاص قوم په ضد ترسره کیږی، په کلکه اندیښنه لرو او هغه په روښانه توګه نسل وژنه بولو. موږ باور لرو که د داشان جنایتونو مخنیوی لپاره جدی او ستر اقدامات ونشی، نو دا انسانی ناورین به پراخ شی؛ له همدې امله د پاکستان له دولت څخه غواړو چې د دغې تروریستی پیښې په اړه عملی اقدامات وکړی او د عاملانو نیولو او محکمې ته د سپارلو په برخه کې هر اړخیزې هڅې وکړی او د ملکی وګړو د مال او ځان د ساتنې لپاره لازم تدابیر چې د یوه د دولت له اصلی دندو څخه شمیرل کیږی ونیسی؛

•  د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د ملګرو ملتونو له سازمانه غواړی، ترڅو د دغې نسل وژنې د حقیقت موندنې په اړه دقیق پروګرامونه پلی کړی، او پایلې په روښانه توګه اعلان کړی؛

•  دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د ملګرو ملتونو له سازمان، په ځانګړې توګه د دغه سازمان د بشری حقوونو له ملاتړو ارګانونو غواړی، چې د پاکستان پر دولت فشار راوړی ترڅو د یوه مسول دولت په توګه، وروستۍ تروریستی پیښې ته په هر اړخیزه توګه پاملرنه وکړی او د حقیقت موندنې او همداراز د دغې پیښې د عاملانو د قانونی څار لپاره جدی اقدامات پیل کړی؛

•  د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغاتستان، پاکستان او نورو لویدیځو هیوادونو د وګړو له مدنی اعتراضونو چې د دغه تروریستی عمل په ضد ېې وکړل ستاینه کوی، او له هغو څخه خپل ملاتړ اعلانوی؛

•  د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په ټولې نړۍ کې له مدنی ټولنو غواړی، د هغو جنایتونو په اړه چې د انسانانو ژوند ګواښی، چوپ پاتې نشی او د هر هغه عمل په وړاندې چې د بشر روح ټپی کوی، په یوه غږ او متحده توګه اعتراض وکړی او د ټول بشریت لپاره د مصون ژوند په رامنځته کولو کې خپله دنده ترسره کړی.

له ترور، ویرې او ګواښ پرته نړۍ په هیله

 

 

ځواب دلته پرېږدئ