د څیړنیز سمپوزیم پیغام «رسنیو، اطلاعاتو اوټاکنو ته لاس رسی»

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

ددغه پیغام مصوده دسمپوزیم دکار په مهال د تدارکاتی ډلې له خوا جوړه شوی. دغه پیغام له هغې څخه د راپیداشویو نظریاتو اولیکنو ښکارندویی کوی.

د څیړنیز سمپوزیم پیغام «رسنیو، اطلاعاتو اوټاکنو ته لاس رسی»

د مزارشریف ښار
د۱۳۸۸کال د غبرګولی لسمه، برابره ده د۲۰۰۹ کال دمې ۳۱ سره

اطلاعاتو ته لاس رسې، د دیموکراتیکې ټولنې په جوړیدو کې یو له مهمو موازینو څخه دی. اطلاعاتو ته لاس رسې ،وګړو ته د خدمت په موخه دیو سالمې ادارې رامنځته کیدو لامل کیږی. اطلاعاتو ته د لاس رسی حق هر وګړی ته له وړاندې ورکړل شوی بشری حقونو څخه دی.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ، په هیواد کې د دموکراتیکو ارزښتونو پلی کیدو په موخه، اطلاعتو ته لاس رسی دخپلو ستراتیژیکو کارونو په ډله کې شمیرلی دی.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې وروسته له هغې چې په ټول هیواد کې مشورتی پروګرامونه جوړکړل، له هغې ډلې څخه د ۲۰۰۶ کال پروګرام چې په هغه کې له ټولو ولایتونوڅخه ۷۶ استازو سربیره ،ملی او نړیوالو کارپوهانو ګډون کړی ؤ، دی باورته ورسیده چې اطلاعاتوته لاس رسی ، سیاسی او مدنی حقونو ته د رسیدو په لار کې له مهمو موازینو څخه دی.

اطلاعاتو ته دلاس رسی ملی کنفرانس چې د افغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکې له خوا د بامیانو په ولایت کې د یو زیات شمیر ولایتونو د مدنی ټولنو د استازو په ګډون جوړشوی ؤ ، ددی ښکارندویی کوی چې د افغانستان وګړی اطلاعاتو ته د لاس رسۍ لپاره په بیلابیلو ټولنیزو ،اقتصادی او فرهنګی برخو کې کولی شی له دولت سره د وګړو په اړیکه تینګولو کې په ښه توګه اغیزه لرلی شی.

دنن ورځې څیړنیز سمپوزیم اطلاعاتو ته د لاس رسی په برخه کې ، د مزارشریف ښارد شنونکو او څیړنونکو په ګډون د سالمو پروګرامونو د لار موندنې په برخه کې لاره اواره کړه.

په دغه سمپوزیم کې د څیړنیزو مقالو په ویلو ، لاندینی ټکی ترڅیړنې لاندې ونیول او یولړ وړاندیزونه یی مطرح کړی دی:

• ددغه سمپوزیم څیړونکو، وګړو ته داطلاعاتو په رسولو کې د رسنیو ونډه مهمه بولی اود رسنیو او ادارو ترمنځ دګټورو میکانیزمونو د پلی کیدو غوښتونکی شول. څیړونکی په دې باوردی چې باید عامه ادارې خپل پروګرامونه په روښانه توګه د رسنیو له لارې د وګړو په خدمت کې کیږدی.

• دغه څیړنیز سمپوزیم ،اطلاعاتو ته دلاس رسی حقوقی اړخونه ترڅیړنې لاندې ونیول ، او هغه یی د بشری حقونو یو له مهمو عناصرو څخه بللی. ددغه سمپوزیم څیړونکی په دی باوردی چې اطلاعاتو ته د لاس رسی عنصر تل د بشری حقونو د پلې کیدو لاره برابره وی.

• ددغه سمپوزیم شنونکو له اداری فساد څخه د خلاصون او په کارونو کې د روڼتیا راتګ په موخه دولت د دوامداره مالوماتو ورکړې ته راباله . ددغه سمپوزیم ګډونوال په دې باور دی چې په هغه اقتصادی پروګرامونو او ستراتیژیوکې چې په لویه کچه د اطلاع رسونې له لارې لاس ته راځی د اداری فساد په راټیټیدو کې کارنده اغیزه ولری.

• د یاد سمپوزیم ګډونوال په دې باوردی ،چې اطلاعاتو ته دلاس رسی حق تامین کیدل ، پوهو وګړو ته د لارو چارو د برابریدو لامل کیږی اودغه پوهه د ټاکنو عادلانه او روښانه فضا د رامنځ ته کیدو لپاره مرسته کوی. پوه وګړی د هیواد په اوسنۍ ټولنیزه لمن کې د دموکراسۍ رامنځته کیدو لامل کیږی.

• ددغه سمپوزیم ګډونوالو ، اطلاعاتوته د لاس رسی قاونو له جوړیدوسره خپله همغږی ښکاره کړه. دیاد سمپوزیم څیړونکو ټینګاروکړ چې د افغانستان مدنی ټولنه دې اطلاعاتوته د لاس رسی قانون مخینه ، له نورو ټولنیزو ،اقتصادی او سیاسی سکتورونو سره په همغږۍ او دهیواد د قانون جوړونکو ټولنو په مشوره ددغه نوښت طرحه ترلاس لاندې ونیسی او په کار دی پیل وکړی .

• د افغانستان د مدنی تولنې او بشری حقونوشبکه ، له هغو ټولنو سره یوځای چې د بشری حقونو په برخه ،د دموکراسۍ د ټینګیدو او په هیواد کې د قانون د فرهنګ په ټینګښت کې فعالیت لری ددغه سپموزیم کاری پروګرامونو لاسته راوړنو او له هغو څیړنو او پلټنو چې په دغه سمپوزیم کې شوی ددغو څیړونکو له خوا د اړتیا وړ ګټه ترې به واخلی، او اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون دجوړیدو په لومړیو ګامونو کې لازم پروګرامونه به جوړکړی .

ددغه سمپوزیم څیړنیزې او تحلیلی مقالې ، اوله هغه څخه ترلاسه شوې نظرونه د رادیویی غږیزو پروګرامونو او د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکی د ویب سایت او چاپی خپرونو له لارې به خپرې شی.

په درناوی
دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه او ګډونوال
« ټاکنو او اطلاعاتو ته د لاس رسی څیړنیز سمپوزیم »

ځواب دلته پرېږدئ