«د ښځو د حقونو بحث؛ هغه پروژه چې باید پروسه شي»
یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ِښځو د حقونو مفهوم په سیاسي او ټولنیزو ادبیانو کې ځای پیدا کړی دی؛ خو په دې برخه کې ډېرې هڅې د ځينو دلایلو په تېره بیا د هغو د پروژه يي توب له امله دومره اغېزناکې نه وې او ښځې لاهم له ستونزو سره مخ پاتې دي.
د پوهنتون استاد ؛ لیکوال؛ او څېړونکی عبدالمنان دهزاد له د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې د ښځو د حقونو په تړاو هغه څه چې په لومړیتوب کې دي؛ لږ تر لږه د هغو شعارونو پلي کېدل دي چې په تړاو ورکړل شوی وو. «سره له دې چې په دې برخه کې لسګونه بنسټونه جوړ شوي دي؛ خو تر اوسه د ښځو ستونزې هغه ډول نه دي حل شوي چې باید حل شوي وای؛ ځکه دغه بنسټونه نه دي توانېدلې چې په دغو کلونو کې د ښځو د حقونو بحث له پروژې نه پر یوې پروسې بدل کړي؛؛
شبکه: دې ته په پام سره چې د سولې خبرې روانې دي او تمه کیږي چې د ښځو موضوع پکې له مهمو بحثونو وي؛ ستاسو په اند په دغو مذاکراتو کې باید د ښځو په تړاو پر کومو موضوعګانو ټينګار وشي ؟
دهزاد: لومړی دا چې د ښځو معنی داره حقونه باید په جدي توګه مطرح شي؛ یعنې باید د هغوی حضور سمبولیک نه وي .که د لارې په همدې پېل کې د ښځو د حقونه او په هغو پورې د اړوند ژمنو پلي کيدل له طالبانو سره مخامخ شریک نه شي؛ترهغه وروسته چې د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي؛په دې تړاو به بحثونه ګټور نه وي . سمه ده چې طالبان وایي د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په اډانه کې په پامې کې نیسي ؛ خو باید وپوښتل شي چې دا چوکاټ پر کوم بنسټ ټاکل شوی دی؛ د قرآن که د طالبانو د چلند او باورونو پربنسټ؟ لکه څنګه چې پوهېږو طالبان د ښځو په تړاو ځانګړی انګېرنه لري او دا انګېرنه په هېڅ اسلامي هېواد کې نشته ؛ نو له همدې امله بحث باید په روښانه او څرګنده توګه مطرح شي؛ نه د داسې ټولیزو بحثونو په توګه چې تفسیر ته اړتیا ولري.
شبکه: په سولې بهیر کې د ښځو حضور به د هغوی په تړاو د طالبانو پر دریځ څه اغېز ولري؟
حضور زنان در روند صلح چه تاثیری بر موقف طالبان نسبت به آنان خواهد داشت؟
دهزاد: شک نشته چې په سولې بهیر کې به د ښځو حضور اغېزناک وي. که څه هم طالبان یوه ايډیولوژيکه ډله ده او د خپلو بارونو عملي کېدل ورته مهم دي او د خلکو او نړیوالې ټولنې د نیوکو او مخالفتونو پروا نه لري؛ خو سره له دې هم حتما ددې ډلې د یو اړخیزو او ښځو ضد دریځونو مخنیوی کوي ؛ البته یو شمېر هغه مېرمنې چې په دغو خبرو کې یې ګډون کړی دی؛تر ډېره د دې پرځای چې د ښځو د سیاسي مقام او برخلیک دفاع وکړي؛ د جمهورت د متولیانو د پروژې د دفاع ماموریت لري . بل خوا د ښځو په تړاو د طالبانو لیدلوری شرعي ریښه لري؛ نو له همدې امله کاشکې ډيری هغو کسانو چې په دوحې غونډه کې یې ګډون کړی و؛ د اسلامي الهایاتو له پلوه د ښځو د حقونو د دفاع وړتیا لرلای؛ خو په هر حال په دغو خبرو کې د ښځو حضور مهم دی ؛ لږ تر لږه له طالبانو سره د ښځو مخامخ کیناستل او له دې ډلې سره د خپلو غوښتنواو طرحو په تړاو بحث دا ټکی روښانه کوي چې نننی افغانستان د هغوی د واکمنۍ د دورې افغانستان نه دی .
شبکه: د هغه څه په تړاو مو ارزونه څه ده چې تر اوسه د سولې په خبرو کې تېر شوي؟
دهزاد: زما به نظر دا خبرې اترې له هماغه پیله د افغانستان د خلکو او ان د هېواد د اوسنیو واکمنانو د حضور په نشتوالي کې پېل شوې او ترنن نه هڅه کیږي چې خلک پرې خبر نه شي .ددغو پټو چارو مسوول هم امریکایان ؛ هم طالبان او هم افغان دولت دی . تاریخې تجربې ښيي چې هر هغه حرکت او بهیر چې د افغانستان د خلکو په نشتوالي کې رامنځته شوی؛ مطلوبه؛ دوامداره او سټراټېژېکه پایله یې نه ده لرلې. ان همدا نن په دوحه کې د خبرو موضوع خلکو ته روښانه نه ده ؛ یو شمېر کسان باور لري چې دا خبرې په افغانستان کې د کاواکې ډموکراسۍ ؛ د ښځو د آزادي ؛ د بیان آزادۍ؛ رسنیو او نورو لاسته راوړنو پای دی .یو شمېر کسان د طالبانو د امارت راتګ ته اندېښمن دي؛خو یو شمېر نور په دې باور دي چې په اوسني پېر کې په پخوانۍ تګلارې سره د طالبانو د امارت راتلل؛ ناشوني او ناممکن دي . زما په باور د سولې خبرې چې د ټولو سترګې یې د دوحې لور ته کړې دي ؛لکه د افغانستان جګړه له پخوا تر ننه «پروژه»ده او باالاخره د افغانستان د خلکو په ژوند او کرارۍ پورې تړاو نه لري.په افغانستان کې وروستیو څلور لسیزو ته په کتو پوهېدلای شو چې په دې موده کې د حکومتولۍ ټول نظامونه ناکام شوي؛ددغو ناکامیو یو دلیل دا دی چې دا نظامونه پروژې وې او د افغانستان د خلکو په نیابت رامنځته شوي دي . د سولې خبرې هم همداسې دي او په افغانستان کې له شته واقعیتونو سره اړخ نه لګوي؛ امریکا نه زموږ د جګړې پروا لري نه د سولې؛هغه څه چې امریکا ته مهم دي؛ ملي ګټې یې دي .امریکا له هرې هغې ډلې چې خپلې ګټې پکې وویني په یوډول ملاتړ کوي او طالبانو یې یوه بېلګه ده .که د طالبانو موخه په ریښتیا په افغانستان کې سوله وای؛ باید د خلکو له وژلو یې لاس اخیستی وای ؛ خو ګورو چې داسې نه ده او ددې ډلې جګړې تر پخوا زور اخیستی دی .
شبکه: په دې صورت کې به له دې ډلې سره خبرې کومه پایله ولري؟
دهزاد: له طالبانو سره خبرې پایلې ته نه رسېږي؛ خو هغه کسان چې ددغو خبرو ترشا دي؛ هغه پایلې ته به یې ورسوي چې غواړي یې. موږ په اوسنیو شرایطو کې دوې لارې لرو؛ یا باید همدا بې عدالتي؛ د خلکو ورځنۍ وژنې او تش شعارونه ومنو چې دا قطعا تدریجي مرګ دی او د منلو نه دی؛ یا دا چې د داسې سولې لیدونکي واوسوچې لږترلږه د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو وژنه ودرول شي.د حکومت له لیدلوري داسې بریښي چې هغوی خپلې ټولې هڅې کوي څو د سولې خبرې موخې ته ونه رسېږي ؛ خو لکه څرنګه چې ولسي ملاتړ نه لري د هغوی تبلیغات به ځای ونه نیسي . بل خوا د افغانستان خلک د جګړې پای ته رسېدل غواړي؛خو په دې شرط چې د ښځو او د افغانستان د خلکو په تړاو د هغوی لیدلوری بدل شي .که پتېل شوې وي چې طالبان د خپلې تېرې حکومتولۍ بڼه پلې کړي؛ افغانستان بېرته د کورنیو جګړو پرخوا ځي .
شبکه:څرنګه کېدای شي د سولې له خبرو د ښځو لپاره د یوه فرصت په توګه ګټه واخیستل شي؟
دهزاد: په دې برخه کې باید کورني او نړیوال فشارونه وي څو په هېواد کې د ښځو ونډه او حقونه د سیاسي او استخباراتي لوبو قرباني نه شي . دا فشارونه باید د ښځو د دفاع د واقعي بنسټونو او د سیاسي اومدني فعالانو له لوري وي. نه ځینو هغو کسانو له لوري چې خپل سیاسي مقام او واک په خطر کې ویني او له ښځو نه د سیاسي وسېلې په توګه ګټه پورته کوي.
شبکه: د مذاکراتو د پایلو په تړاتو ستاسو اټکل څه دی ؟آیا ښځې به د سیاسي او مدني فعالیتونو په ګډون په بیلابیلو برخو کې له محدودیتونو سره مخ شي؟
د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ان یوه ښځه هم حضور نه لري او دا د ښځو د دندې او رسالت په تړاو د هغوی د لید بڼه ښيي. طالبان د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تعریفوي او له مخې یې ښځې د ماشوم له زېږولو او په پخلنځي کې له کارکولو پرته بله دنده نه لري او د هغوی په نظر د ښځو د ګرځېدو راګرځېدو جغرافیه یوازې د کور چاردېوالي ده ؛ دویم که نړیوال چاپېرل او نړیوالو قوانینو ته هم غاړه کېږدي؛ بیا هم د ښځو د حضور او حقونو ځانګړی تعریف لري.زما باور دا دی چې که طالبان د زور او تاوتریخوالي له لارې راشي؛ د سیالۍ په ډګر کې یې بایلي او بالاخره خپل وچ باورونه نه شي پلي کولای ؛ ځکه په قرآن کې په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو له محدودیتت اخوا پیاوړي دلایل شته چې ښيي د طالبانو انګرېنه د دین استازيتوب نه شي کولای او نور نظرونه هم شته.
شبکه: ستاسو په اند په واک کې د طالبانو حضور به د مدني ټولنې پرفعالیتونو او دغه راز د ښځو پر فعالیتونو څه اغېز وکړئ؟
دهزاد: که طالبان په سوله ییز ډول په افغانستان کې له نورو سیاسي ډلو سره په همغږۍ وکړای شي؛ یو ټول ګډونه او نرم حکومت جوړ کړي قطعا د مدني ټولنې او ښځو پرفعالیتونو به اغېز ونه لري؛ خو اندېښنه دا ده چې که امریکایان دا ډله په بشپړ ډول د افغانستان پر سیاسي برخلیک واکمنه کړي په دې صورت کې طالبانو په ځان پورې منحصر پلانونه لري او هېڅوک د هغو د عملي کېدو مخه نه شي نیولای ؛ ځکه طالبان ځانونه له امریکا سره په جګړه کې سوبمن بولي. ان که په آزادنه ډول د رسنیو او مدني ټولنې د فعالیت مخنیوی ونه کړي؛دا وېره شته چې د بشري حقونو او د مدني ټولنې د فعالانو په زنځيري او سسټماټيکو ترورونو لاس پورې کړي.ددغه راز چلند تجربه په ډیری ایډیولوژیکو دولتونو کې لیدل شوې ده . دغه رازکه له نورو ډلو سره پراخ بنسټه ملي دولت جوړ کړي ؛ طبیعي ده چې د افغانستان ؛ د خلکو رسنیو او د مدني فعالانو پروړاندې مقاومت نه شي کولای په آسانۍ سره په دغه راز ټولنه کې ادغام کیږي .
شبکه: څه ضمانت شته چې طالبان د سولې له هوکړې وروسته پر خپلو ژمنو ودرېږي.
دهزاد: هېڅ ضمانت نشته او امریکا هم د سولې له راتلو وروسته حکومت کې د افغانستان د کورنیو چارو په تړاو له دې ډلې هېڅ تضمین نه دی اخیستی . په دغو خبرو کې یې وښوده چې د میدان ګټونکي دي او امریکایان یې په زور ویستلي دي؛ نو له همدې امله کله چې دا ډله امریکایان او د هغوی نور شریکان مات شوي ګڼي؛ طبیعي ده چې په افغانستان کې د نورو کورنیو ډلو په تړاو ژمنه اصلا هغوی ته مهمه نه ده او ا ډلې پرځای د دې چې د واک شریکانې وبولي تر ډيره خپل غنیمت مال ګڼي.
د ښاغلي دهزاد په وینا طالبان یوه ایډیولوژيکه ډله ده او د دغه راز ډلې فعالیتونه پر سیاسي او اخلاقي ژمنتیا نه بلکې پر دیني مکلفیتونو ولاړ وي.نوموړی زیاتوي چې دا ډله د خپلو باورونو او پلانونو پر پلي کولو مکلفه ده او هېڅکله د خپل کار پرپایلې فکر نه کوي.