یو شمېر فعالې مېرمنې په دې باور دي چې افغان ښځې د عدالت غوښتنې او له خپلو حقونو ددفاع لپاره، په تېره بیا د سولې خبرو له پيلېدو مخکې چې په مذاکراتو کې ددوی حقونو ته د نه پاملرنې په اړه یې ځینې اندېښنې رامنځته کړې، باید خپلواک غورځنګونه جوړ کړي. دغه فعالینې وايي، د دا ډول غورځنګونو د جوړولو ظرفیت او وړتیا د هېواد په لوستو ښځو او نجونو کې شته او دوی یوازې یوه هڅوونکي ته اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکونکې نیلوفر لنګر، د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي، باید هېر نه کړو چې په تېرو شلو کلونو کې زیات شمېر افغان مېرمنې ښوونځي او پوهنتون ته تللې دي، کارونه يې کړي او په بېلابېلو برخو کې یې خپل ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي؛ نو نه شو ویلای چې په هغوی کې د خپلواکو غورځنګونو د جوړولو ظرفیت نشته. «زه لږترلږه د افغانستان په لوستو ښځو کې دا وړتیا وینم او زما په نظر دوی یوازې انګېزې ورکولو ته اړتیا لري. زما په اند اړتیا ده چې یوه ډله مخکې شي، مسوولیت واخلي او دا حرکت پيل کړي، داسې لاره غوره کړي چې د لازیاتو مېرمنو د یو ځای کېدو امکان برابر کړي. فکر کوم چې یوازې یوه کوچني څرک ته اړتیا ده او تمه کېږي چې لږترلږه لوستې او له لوړو زده کړو فارغې شوې مېرمنې به له دغه راز بهیرونو سره یو ځای شي.»

شبکه: زیات شمېر مېرمنې له هغې جملې مدني فعالینې، په هغو خبرو کې چې موږ ورسره وکړې د نه منلو وړ پایلو په اړه چې ښايي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې د ښځو په برخه کې رامنځته شي اندېښنه څرګنده کړې، تاسو څه فکر کوئ؛ آیا له داسې ډلې سره خبرې اترې چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په اړه نه لري پایله به ولري؟

لنګر: افغان دولت، مرکچي پلاوی او د هېواد نړیوال متحدین چې په یو ډول د څارونکو رول هم لري باید ومني او په یاد ولري چې طالبان له هرڅه وړاندې یوه دیني افراطي ډله ده او دا ډله د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، بیان آزادۍ او په ټول کې له دېموکراتیکو ارزښتونو سره مخالفه ده او پرې باور نه لري؛ له دې امله ښه دا ده چې د طالبانو په سیاسي چلونو او عمومي خبرو دوکه نه شي. زما په باور که موږ فکر وکړو چې طالبان به په ګرمو سوله ایزو خبرو سره دې پایلې ته رسېږي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او دېموکراتیک ارزښتونه به ومني په اصل کې مو خپل ځانونه غولولي دي. هغه څه چې اړین دي چې ترسره شي دا دي چې د دولت مرکچي پلاوی د طالبانو له استازو سره په پرېکنده توګه خبرې وکړي نه د زاریو په سیاست سره. هغه څه چې باید پرې ټینګار وکړو دا دي چې د دېموکراتیکو ارزښتونو له هغې جملې د ښځو د حقونو او آزادۍ، بشري حقونو، د بیان آزادۍ، د رسنیو د حقونو او نورو ارزښتونو په اړه باید په جزیاتو سره په مذاکراتو کې بحث وشي او په اساسي توګه یې په اړه خبرې اترې وشي، که ټاکل شوې وي چې په دغو برخو کې په عمومي څرګندونو بسنه وشي نو د څه لپاره مذاکره کوو؟ آیا د خبرو دلیل یوازې د جګړې بندول دي؟ ښکاره ده چې یوازې د جګړې بحث مطرح نه دی، اساسي موضوع د دېموکراسۍ بحث دی چې په تېرو شلو کلونو کې مو د هغې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې؛ له دې امله که حکومت په دې بهیر کې دېموکراتیک ارزښتونه اساس وګڼي او د خوندیتوب لپاره یې مبارزه وکړي د منلو وړ دي، خو که ټاکل شوې چې په دې هکله تصمیم نیول طالبانو ته وسپاري نو دا بهیر دې لغوه کړي او حکومت دې طالبانو ته تسلیم کړي. 

شبکه: آیا د دولت د مرکچي پلاوي قاطعیت به مثبته پایله ولري په تېره بیا د ښځو په اړه به د طالبانو د تګلارې د بدلون لامل شي؟

لنګر: زه د ښځو په برخه کې د طالبانو په نظریاتو کې د بدلون لپاره هېڅ هیله نه لرم او فکر کوم چې د ښځو په اړه به هېڅکله د هغوی په نظریاتو کې بدلون رامنځته نه شي او څو سوه کلن مغز به یې بدل نه شي، له دې امله افغان دولت باید د قدرت له دریځه خبرې وکړي او طالبانو ته دا ووایي چې که څه هم له هغوی سره د افغان دولت د خبرواترو یو اصلي لامل د جګړې د درېدو او وینې تویېدو بندول دي، خو طالبان دا حق نه لري چې د دېموکراتیکو ارزښتونو او ښځو د آزادیو مخه ونیسي. د دولت دریځ باید د ځواک دریځ وي.

شبکه: آیا تاسو د دولت په مرکچي پلاوي کې دا وړتیا وینئ؟

لنګر: موږ تر یوه بریده پر مرکچي پلاوي باور لرو، موږ اړتیا لرو چې افغان دولت او په تېره بیا نړیوال ملاتړي چې په هرحال فرمان هم ورکوي ملاتړی او څارونکی رول ولري او له مرکچي پلاوي ملاتړ وکړي ترڅو دا ډله د قدرت او ریښتنولۍ خبرې وکړي، پرته له دې به دولتي پلاوی په یوازې ددې کار وس ونه لري.

شبکه: ستاسو په نظر د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه د دوی په اړه د طالبانو پر دریځ اغېز کولای شي؟

لنګر: بې له شکه چې د ښځو ونډه یوه اړتیا ده، خو دا حضور باید فعال او ځواکمن وي. د مرکچي پلاوي ښځینه غړې ملاتړ ته جدي اړتیا لري، دوی باید د بحث او خبرو لپاره بشپړ صلاحیت ولري او نظریات یې د بحث د اساسي چورلیز په توګه په مذاکراتو کې مطرح کړي. افغان حکومت، د بشري حقونو او له ښځو د ملاتړ بنسټونه او له افغانستانه ملاتړي بنسټونه باید له هغو مېرمنو ملاتړ وکړي چې د سولې په بهیر کې ونډه لري ترڅو دوی په پياوړې توګه راڅرګندې شي، پرته له هغې د افغانستان د سیاست په ډګر کې د ښځو نمایشي رول معموله چاره ده، او کومه پایله به ونه لري.

شبکه: افغان مېرمنې باید له هغو ښځو په ملاتړ کې څه وکړي چې په مرکچي پلاوي کې ونډه لري؟

لنګر: په اوسني وخت کې موږ له بېلابېلو طریقو کار اخلو، پر افغان مېرمنو د تاوتریخوالي او د هغوی په وړاندې تاوتریخوالی او د هغه څه په وړاندې اعتراض چې طالبانو په تېرو څو لسیزو کې د ښځو پرخلاف کړې دي اعتراض، د دولت په مرکچي پلاوي کې له ښځینه غړو د ملاتړ لارې دي. موږ باید له هرې ممکنې لارې، له هغې جملې لاریونونو، لیکنو، هنر، بحثونو او رسنیزو خبرو د طالبانو او نړیوالو غوږونو ته ورسوو چې موږ افغان مېرمنو تراوسه هغه تاوتریخوالی، نابرابري او ظلم چې طالبانو پر موږ کړي نه دي هېر کړي، هغه نه هېروو او طالبان نه بخښو؛ نو موږ له طالبانو سره نه یوو او دوی نه منو، خو که چوپ پاتې شو او د طالبانو په ګټه ډګر پرېږدو، دا په دې مانا دي چې موږ د افغان مېرمنو په توګه قرباني وو او بیا هم قرباني ورکوو او یوازینۍ غوښتنه مو د جګړې بندول دي، آن که د طالبانو لپاره د طالبانو دورې د قوانینو تکرار هم وي.

شبکه: فکر کوئ چې د ښځو دا اقدامات به تر کومه بریده اغېزناک وي؟

لنګر: د طالبانو په وړاندې د افغان مېرمنو هدفمن او منظم غبرګونونه، که په سمه توګه همغږي شي نړیوالو ته دا ښودلی شي چې افغان مېرمنې د خپل حق او قربانیو لپاره چې ورکړې یې دي مبارزه کوي او د طالبانو په وړاندې به سرټیټ نه کړي او دا به ونه مني چې دا ډله یو ځل بیا د دوی حق تر پښو لاندې او آزادۍ یې ترې واخلي، دوی په کور کېنوي او له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې کړي، که دا غږ د نړیوالو غوږونو ته ورسېږي بې له شکه به اغېزمن وي.

شبکه: له سولې وروسته حکومت کې د ښځو د وضعیت په اړه ستاسو اټکل څه دی؟

لنګر: لکه څنګه مې چې په پیل کې اشاره وکړه که دولت او طالبان یوازې پر سیاسي او پوځي بحثونو هوکړې ته ورسېږي او په ټول کې د ښځو او له ډېموکراتیکو بحثونو تېر شي، د سولې موافقې د لاسلیک په صورت کې به بې له شکه د ښځو لپاره فضا لامحدوده شي، لږترلږه په سیاسي برخه کې د ښځو ونډه اصلا نه اټکل کېږي او په ټولنه، کلتور، اقتصاد، سپورت او نورو برخو کې به د ښځو پراخ ګډون تر ډېره تر فشار لاندې وي، خو که پر دېموکراتیکو ارزښتونو په جزیاتو بحث او هوکړه وشي ښايي د سولې له خبرو وروسته د ښځو وضعیت ته لږ هیله من واوسو.

شبکه: د هغه څه په اړه ستاسو ارزونه څه ده، چې تراوسه د سولې په خبرو کې شوي؟

لنګر: له بده مرغه تراوسه هېڅ هیله مندي نشته، آن که په سیاسي او پوځي بحثونو کې هیله مندي هم موجوده وي، د ارزښتونو او دیموکراتیکو باورونو له هغې جملې د بیان آزادۍ، بشري حقونو او د ښځو د حقونو او آزادیو په شان مسایلو په هکله په بشپړه توګه نهیلې یم؛ ځکه تراوسه په دې بهیر کې هېڅ شین څراغ نه وینم، له بده مرغه له پیل راهیسې کله له بندون سره مخ وي، کله پرمخ ځي او کله هم درېږي. زه په یوه دېموکراتیکه فضا کې سولې ته د رسېدو په اړه هېڅ نښه نه وینم، له هماغه پيله د ښځو د حقونو او آزادیو او نورو دېموکراتیکو ارزښتونو په وړاندې غبرګونونه یوازې د خبرو تر بریده وو او په اصل کې په دې اړه هېڅ ځانګړې خبره نه ده شوې چې ورته هیله من شو.

د مېرمن لنګر په وینا هغه څه چې د نوموړې لپاره د اندېښنې وړ دي، دا دي چې د سولې په مذاکراتو کې د ښځو موضوع د عمومي او عادي مسلې په توګه او له جزیاتو پرته مطرح شي او په دې هکله بحث ونه شي چې د ښځو لاس ته راوړنې باید خوندي شي او باید د دوی په زده کړو، کار، سیاسي، کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو کې لاسوهنه ونه شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې