د سولې د خبرو له پیله تر اوسه د تلپاتې سولې او اوربند د هیلو ترڅنګ د مدني فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعانو په مینځ کې د طالبانو لخوا د ښځو په حقونو د محدودیت د وضع کیدو د احتمال په اړه اندیښه هم را مینځته شوې ده. دا مدافعان وايي که چیرې داشان دریځ د طالبانو لخوا مطرح شي د دولت مرکچي پلاوی باید په هیڅ صورت دا غوښتنه ونه مني.

مدني فعال او د پوهنتون استاد بصیر احمد دانشیار د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې ویلي دسولې په مذاکراتو کې د بحث وړ یوه مهمه موضوع د ښځو د حقونو موضوع ده چې باید په سمه توګه پرې تمرکز وشي او هیڅ ډول محدودیت ېې په اړه د منلو وړ نه دی. هغه وايي د ښځو لپاره د تحصیل او په سیاسي، مدني او ټولنیزو برخو کې د کارکولو حق داسې موضوع ده چې پرې هیڅ ډول محدودیت د منلو وړ نه دی. په بیلابیلو برخو کې د ښځو لاسته راوړنې باید پراخې شي او د پیاوړتیا  لپاره ېې هڅه وشي.

شبکه: ستاسو په نظر د سولې په خبرو کې د ښځو حضور څومره د طالبانو په دریځ اغیزه کولی شي؟
دانشیار:

زما په نظر طالبان په مرکچي پلاوي کې د ښځو د حضور او آن د ښځینه خبریالانو له حضوره خوښ نه دي. همداراز د سولې له هوکړې وروسته په جوړیدونکي حکومت کې د ښځو حضور د طالبانو لپاره د منلو وړ نه دی، خو د نړیوالې ټولنې د فشار له امله طالبان اړ دي چې د ښځو حضور ومني.

شبکه: په واک کې د طالبانو ګډون په مدني فعالیتونو څه اغیزه کولی شي؟
دانشیار:

زما په باور طالبانو نور نه شي کولی د بیان او فکر آزادي له هیوادوالو صلب کړي او آن طالبان به ونه شي کولی چې د مدني فعالانو فعالیتونه محدود کړي. امکان لري د وخت په تیریدو سره یولړ ستونزې رامینځته شي خو هغه به د مدني فعالانو په نوښت رفع شي او د هغوې فعالیتونه به دوام ومومي.

شبکه: څه ډول کولی شي د سولې خبرې د ښځو لپاره د یو فرصت په توګه وکاروو؟
دانشیار:

فکر کوم اوسمهال د ښځو پرمختګ په وړاندې ډیرې ستونزې شته چې یوه ستره ستونزه د امنیت نشتوالی دی دا ستونزه د دې لامل شوې څو ښځې ونه کولای شي په خوندي فضا کې مدني او تحصیلي فعالیتونه ترسره کړي. د سولې خبرې کولی شي دا ستونزه په یو فرصت بدله کړي. دویمه  موضوع داده چې د سولې په ټینګښت سره هغه نجونې او ښځې چې اوسمهال  له زدکړو محرومې دي کولی شي د زدکړو له حقه برخمنې شي.
 ښاغلي دانش دیته په اشارې چې ښايي طالبان  د سولې له هوکړې وروسته خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې نه شي وویل: چې د دې هوکړه لیک اجرايي ضمانت باید ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه وکړي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې