د سولې په خبرو کې د ښځو په حقونو د محدودیت وضع کیدو د احتمال په اړه د ښځو د حقونو د فعالانو اندیښنې راپارولي دي. ډیری کسان په دی باور دي چې د سولې په خبرو کې د دولت ټیم باید سولې د خبرو د تسهیل لپاره د هغو محدودیتونو سره چې طالبان ېې د ښځو د حقونو په اړه وړاندېز کوي موافقه ونه کړي.

د لوګر ولایت د ځوانانو د شورا مشر عبدالباقي رشید له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: لکه څنګه چې څرګنده ده تعلیم او تحصیل د ښځو مسلم حق دی، او هیڅ څوک نشي کولای دا حق له ښځو واخلي. تعلیم او تحصیل هغه حقوق دي چې دین او قانون ښځو ته ورکړي دي او له دغو حقونو د ښځو محروم کیدل هیڅ چا ته د منلو نه ده.

 شبکه: ستاسو په نظر د دولت مرکچي پلاوی به د سولې په خبرو کې د داشان موضوعاتو د دفاع توان ولري؟

رشید: دا خبرې ډیر بحث او منطقي استدلال ته اړتیا لري چې زما په نظر د مرکچي پلاوي ډیر غړي د داشان منطقي بحث وړتیا نه لري. خلک د وروستیو لاسته راوړنو او د ښځو د حقونو پر سره د معاملې په اړه اندیښنه لري. باید هرڅه چې د سولې په خبرو کې تر بحث لاندې نیول کیږي له خلکو سره شریک شي.

 شبکه: ستاسو په نظر د ښځو اړوند نورې مهمې موضوع ګانې شته چې د سولې په خبرو کې پرې ټینګار وشي؟

 رشید: په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د ښځو ګډون یوه مهمه موضوع ده. بله دا چې د طالبانو د حاکمیت پرمهال صحرايي محکمې اجرا کولې او تر اوسه هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې داشان محکمې شته چې دا چاره باید د تل لپاره ودرول شي.

 شبکه: آیا له داسې ډلې سره چې ښه مخینه نه لري آیا د سولې خبرې به پایلې ته ورسیږي؟

 رشید: زما په نظر د طالبانو دریځ اوسمهال لږ ښه شوی دی. هغوۍ پوهیدلي چې ښځې په ټولنیز پرمختګ کې مهمه ونډه لري، باید د تحصیل او مدني فعالیتونو اجازه ولري. که څه هم چې امکان لري طالبان د ښځو د زدکړو په برخه کې محدودیت وضع کړي خو هیله لرو چې پرې جدي بحث وشي او د دولت د مرکچي پلاوي لخوا ونه منل شي. هیله مند یم چې دا ډله د ښځو حقونو ته احترام وکړي او ښځې د طالبانو د حاکمیت په شان وضعیت بیا تجربه نه کړي.

 شبکه: ستاسو په نظر په قدرت کې د طالبانو مشارکت به د ښځو په وضعیت څه اغیزه وکړي؟

رشید: لکه څنګه چې مخکې مې یادونه وکړه، زما په نظر د طالبانو دریځ لږ تغییر کړی دی او هغوۍ په دې موضوع پوه شوي دي چې ښځې د ټولنې د سترې برخې په توګه د هیواد په پرمختګ کې مهمه ونډه لري. د ښځو حقونه هم په هیواد کې د نافذه قوانینو په بنسټ او هم د نړیوالو کنوانسینونو له مخې تضمین شوي دي؛ له دې امله د ښځو له حقونو سره غړونه هیڅ چاته د منلو وړ نه ده، طالبان باید ورته احترام وکړي.

 شبکه: د سولې د خبرو په جریان کې د سولې د هڅو پیاوړتیا لپاره باید څه کارونه ترسره شي؟

رشید: مدني فعالان، شورا ګانې او ملي بنسټونه باید د سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې پراخې کړي او د مدني حرکتونو او رسنیو له لارې د ښځو د حقونو د ساتنې غږ پورته کړي. حکومت او طالبان هم باید د ښځو حقونو ته احترام وکړي. بله موضوع دا چې ښه به وای چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې هم څو ښځو حضور لرلای څو خپلې غوښتنې مطرح کړې وای او په مهمو موضوع ګانو ېې بحث کړی وای.

 د ښاغلي رشید په باور دولت باید د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو له هغې ډلې د اساسي قانون، د ښځو سیاسي مشارکت او د تحصیل حق او د بیان آزادي په ساتلو ټینګار وکړي او له مخالفو ډلو د دغو ارزښتونو ساتلو لپاره تضمین واخیستل شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې