د کابل کنفرانس په اړه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د کابل کنفرانس په اړه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام

د۱۳۸۹، وری- د۲۰۱۰میلادی مارچ

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له خپلو غړو ټولنو سره په همغږۍ کې چې د دموکراسۍ پر بنسټ د مدنی ټولنې په عامولو او بشری حقونو فرهنګ په رواجولو په برخه کې کارکوی، د مدنی ټولنې او بشری حقونو ټولنو لیدلوری او هیلی جمعبندی کړی. دغه پیغام د مدنی ټولنو له غړو سره د بحثونو، خبرو اترو او په کابل او و لایتونو کې د څیړنیزو پروګرامونو جوړولو په پایله کې لاسته راغلی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د بشری حقونو ټولنو لپاره د چتر ټولنې په توګه، خپله دنده بولی ترڅو دغه لیدلوری ملی ا و نړیوالو سیاست پلی کونکو ادارو ته د سولې او امنیت راتګ په اړه وړ ا ندې کړی. پرهغو ټکو چې دافغانستان مدنی ټولنه پرهغې ټینګار کوی په لاندې ډول جمعبندی شوی:

•  دافغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان او سیمه ایزو او نړیوالو سوله پالو ستراتیژیو ترمنځ د کارنده خبرو اترو پیاوړی کول؛

•  د دولت او مدنی ټولنې په ځانګړې توګه د ملی امنیت شورا، چې د امنیت پالنې او د جګړودمخنیوی په برخه کې دافغانستان د ملی امنیت بهرنی او کورنی سیاست تدوینونکې ده ترمنځ د لازیاتې او دوامدارې همغږۍ ټینګیدو په موخه دکارنده ډیالوګ جوړول،

•  عدالت د سولې پالنې ښه لاره ده ، او انتقالی عدالت باید د سیاسی معاملاتو قربانی نشی؛

•  د سولې پالنې په میکانیسم کې د روڼتیا رامنځته کول؛

•  دمنارعې د زیان پیژندنې په اړه د تخصصی څیړنو ترسره کول او په افغانستان کې د سولې پالنې د لارو پیدا کول؛

•  په افغانستان کې د ملی اجماع او د سولې پالنې پروګرام مشروعیت پربنسټ، د سولې پالنې په برخه کې دکارنده ملی خبرو اترو ته لاره برابرول؛

•  د قانون حاکمیت د سولې، امنیت اوثبات ټینګیدو لپاره ترټولو مهمه ښکارنده ده؛

•  د بشرغوښتونکو او بشری حقونو پلی کول، د نړیوالو ژمنوپه پام کې نیولو سره؛

•  پرافتصادی، ټولنیزو او فرهنګی حقونو زیات تمرکز کول او دهغې پرپلی کولو د څارنیزو میکانیسمونو جوړول؛

•  دافغانستان دسولې پالنی پر سیاست جوړولو کې دښځو پر فعاله ونډی، زیات تمرکز کول.

•  د ټولنیزې دموکراسۍ استحکام او د دموکراتیکو نظامونو پراختیا،په افغانستان کې دښه حکومت کولو اوسولې پالنې لپاره له ترټولو ګټور میکانیزم په توګه؛

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه هیله لری، ترڅو دغه لیدلوری د کابل کنفرانس په کاری دستورکې، شامل شی اود هغې پربنسټ، ګټور پروګرامونه پلی شی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، د سولې ټینګیدو لپاره د دموکراسۍ، د بشری حقونو ارزښتونو، مدنی ټولنې او د قانون حاکمیت پربنسټ د سولې پالنې پروګرام ملاتړ کوی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه

ځواب دلته پرېږدئ