راځئ چې افغانستان د ژوند کولو وړ وګرځوو

علم ګل سحر

یو ملګری مې دی چې په ټولو سختیو کې په وطن کې پاتې شوی، هیڅ وخت یې دې ته زړه ښه نه کړ چې له وطنه ووځی او په یوه بهرنی ملک کې پاتې شی. زه یې له تیرو شلو پنځه ویشتو کلونو راهیسې پیژنم، ده په تیر وخت کې بهر ته دتللو ډیر امکانات لرل. که به چا ورته وویل چې ولې دنورو غوندې اروپا یا امریکا ته نه ځې، ده به ویل هیڅکله به له خپل خواږه وطنه ونه وځم.Report03-06-1

څو شپې دمخه مې ولید ښه مایوسه و، ویل یې په دې لټه کې یم چې ځینې اسناد چمتو کړم او خارج ته ځان وباسم. په حیرانی مې ترې علت وپوښت ومې ویل دمخه خو به تا نورو ته نصیحت کاوو چې پردی وطن ته ولاړ نه شی، اوس څه وشول چې پخپله دې دسفر موزې په پښو کړې دی. له اسویلی سره یې راته وویل: اوس مې بیخی امید شلیدلی دی، افغانستان دژوند کولو وړ نه دی. نه یې وینې چې جګړه بیرته د دیرش کاله دمخه بهانو له مخې پیل شوې، هیچیری دسر امن نشته اخیر موږ هم دژوند کولو حق لرو، تر څو به داسې په ویره کې ژوند کوو، سهار چې له کوره راوځم لومړی خو بیرته کورته د سلامت ستنیدو هیله نه لرم، بل مې اولادونو ته سودا وی خدای مه کړه یا به په چاودنه کې برابر شوی وی یا به سړی تښتونکو تښتولی وی. بس چې ماښام یې روغ او ژوندی ووینم شکر ادا کړم، تر څو به داسې نیم ژوانده یو، په دولت کې هم اداری فساد اوج ته رسیدلی دی، د هیواد د وضعیت دښه کیدو هیله ډیره لږه ده.

دا ۳۴ کاله کیږی چې افغانان په بیلابیلو نومونو سره ښکیل دی. یو په ځان یو نوم کیږدو او بل بیا په مقابل کې پر ځان بل نوم کیږدو، دښمنی سره پیل کړو، خبره مو ټوپک ته ورسیږی او په جګړه سره پیل وکړو تر هغو سره وژنو تر څو چې یا ښه ستړی شو او یا هم په نړیواله سطحه کوم داسې بدلون راشی چې نور مو دیوبل د وژلو بهانه ورکه شی.

بیا لږ موده تیره کړو، لږ څه ساه جوړه کړو، بیرته د جګړې او ورور وژنې نوې او پخوانۍ بهانې راپیدا کړو. د ۱۳۷۱ کال د ثور د اتمې نیټې بدلون ته ډیر خلک خوشحاله و چې وروسته له دې به افغانستان یوه خبره او یو لاس شی، مجاهدین به راشی نور به زموږ په وطن کې جګړې نه وی، موږ به د وطن د ورانیو د بیا جوړولو کار پیل کړواو دهغو تیرو څوارلسو کلونو د جګړو زخمونه به ټکور کړو، خو له بده مرغه داسې ونه شول، لږ وخت ارامی وه، بیرته نوې بهانې راپیدا شوې، یوې ډلې ویل چې له بلې غاړې سره زموږ پخوانی دښمنان ملګری دی، بلې غاړې ویل چې موږ اسلامی انقلاب بریالی کړی له موږ سره جګړه ګناه ده او د دښمن وژل جهاد دی، چې دیوې غاړې پخوانو ملګرو خپله لاره او ګودر بدل کړل او له هغې بلې سره ملګری شول دې بلې پخوانۍ یې پرضد جهاد اعلان کړ، بیرته جګړه له سره پیل شوه په پایله کې نوی سلنه کابل وران شو او نږدې اتیا زره کابل ښاریان په تنظیمی جګړو کې شهیدان شول.

طالبان تر یوه بل شعار لاندې راڅرګند شول ډیر خلک هغوی ته هم په دې هیله چې افغانستان به بیرته یو لاس او یوه خوله کړی د لسګونو تنظیمونو پر ځای به یو تنظیم وی او هغه به په ښه توګه دهیواد چارې سمبال کړی. سره له دې چې لنډ مهاله امن راغی، خو دا امن د هدیرې چوپتیا او امن ته ورته و. طالبانو د خلکو په شخصی ژوند کې مداخله پیل کړه هیڅوک یې بې وهلو ټکولو او سپکولو پرې نه ښودل.

له طالبانو وروسته نوی حکومت ته بیا دخلکو هیلې پیدا شوې دا ځل نو ملګری ملتونه او د نړۍ قدرتونه هم دافغانانو تر څنګ ولاړه وه، دا یو بې ساری چانس و، چې دافغانانو په نصیب شوی و. جګړه مارې ډلې سره وشلیدلې او دملی پوځ د جوړیدلو هیلې را ژوندۍ شوې.

خو دا ځل هم حکومت د داسې نا اهله کسانو په لاس کې پریووت چې په ډیر لږ وخت کې یې په لوی لاس مخالفتونه راوپارول، که له یوې خوا پخوانی جنګی جنایتکاران او د بشری حقونو ناقضین په حکومت کې شامل شول و او دلته او هلته یې په خلکو ظلمونه کول له بلې خوا زموږ ګاونډی هیوادونه هم آرام نه و، ناست. بیرته یې تارومار شوې جګړه مارې ډلې سره یو ځای کړې او پخپله پټ دهغوی ترشا ودریدل. دادی اوس بیا وینو چې موږ بیرته ۳۴ کاله شاته تللی یو له سره دلته او هلته په هماغو پلمو جګړې پیل شوې دی او زموږ وطن او خلک پکې سوځی.

رښتیا هم چې اوس افغانستان د ژوند کولو لپاره خوندې ځای نه دی. موږ له بې ساریو ستونزو سره مخ یو چې ډیری یې ممکن زموږ له خپله لاسه وی. کله چې په یوه ټولنه کې حالت د ډاډ وړ نه وی نو بیا له ډیرو څخه ملی ګټې هیرې شی هر یو دخپل ځان په فکر کې وی، هر یو کوښښ کوی ځان له اوره وباسی. خو آیا موږ به تر څو یوازې دځان ژغورلو په فکر کې یو، آیا ټول به له دې وطنه وځو؟ راځﺉ په ګډه لاس په کار شو له خپل وطنه ځان ورک نکړو، بلکې خطر ورک کړو. او خپل ګران وطن افغانستان د ژوند کولو وړ وګرځوو.

 

ځواب دلته پرېږدئ