مدني ټولنه او د بشري
حقونو شبکه

فیسبوک پاڼه

عامې پوښتنې

د مدني ټولنې سازمانونو لپاره یو چتر دی چې د بشري حقونو، دموکراسي، قانون ته درناوي او د بشري حقونو فرهنګ ته ژمن دولت لرلو لپاره کار کوي. شبکه په ۲۰۰۴ میلادي داګوست په میاشت کې د ۲۸ غیر دولتي او حقوق بشري سازمانونو په همکارۍ په کابل ښار کې جوړه شوه.

CSHRN ځکه ځانته شبکه وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پیاوړتیا لپاره د ریښتینې ستراتیژۍ په جوړولو کې د بشري حقونو سازمانونو ترمینځ همغږي او همکاري کوي. د شبکې د غړو سازمانونو په همکارۍ چې بیلابیل سازمانونه پکې شامل دي کولی شو په افغانستان کې د بشري حقونو د پرمخوړلو لپاره پراخه ډله جوړه فعاله کړو. د دې شبکې اصلي موخه په افغانستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې پیاوړتیا ده.  له دې امله د شبکې دروازه د هغو سازمانونو پر مخ پرانیستې ده چې په دې برخه کې د همکارۍ لیوالتیا لري. CSHRN د دولت په همکارۍ بشري حقونه دننه په دولت کې پیاوړي کړي. په همدې توګه CSHRN بشري حقونو ته په پام سره د مدني ټولنې او حکومتي ادارو ترمینځ د کارنده بحثونو جوړولو لاره اواروي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون(AIHRC)  د بشري حقونو یو ملي بنسټ دی. د دې سازمان دنده د بشري حقونو څارنه او ترویج او د بشري حقونو سرغړونو قضیو راپور ورکول دي. په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونه خورا جدي او مکرره ده، د مدني ټولنې سازمانونه کوالی شي د بشري حقونو په وده او څارنه کې مهم رول ولوبوي.  له همدې امله، شبکه د بشري حقونو ملاتړ او د بشري حقونو په وده کې د غیر دولتي سازمانونو ونډې پیاوړي کولو لپاره جوړه شوې ده.  په پایله کې، شبکه د مدني ټولنې سازمانونو لپاره د همغږۍ مرکز دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پیاوړتیا لپاره د بشري حقونو کمیسیون په بڼه فعالیت کوي.

شبکه د NGO، دولتي بنسټونو او پوهنتونونو په همکارۍ د بشري حقونو په تړاو غونډو په جوړولو سره په افغانستان کې بشري حقونه پیاوړي کوي. له لومړي سره، شبکې حکومتي بنسټونه د ظرفیت پالنې په پروګرامونو کې شریک کړي دي.. شبکه په ځانګړي توګه له هغو دولتي بنسټونو سره چې هره ورځ په افغانستان کې د بشر حقونو په برخه کې ښکیل دي، لکه پولیس، د ښځو چارو وزارت، عدلیې وزارت، ستره محکمه، لوی څارنوالي، او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکاري کوي.

په دوه لومړیو کلونو کې په کابل کې فعالیتونه ترسره کول، خو هم مهاله ېې په ولایتونو کې د فعالیتونو د پیلیدو لاره اواروله. د ۲۰۰۵ میلادي کال له اګوست میاشتې په ځینو ولایتونو کې هم فعالیتونه پیل کړل. اوس شبکه په درې زونونو کې کار کوي او په جلال آباد، مزارشریف او هرات کې سیمه ایز دفترونه لري. په خواشینۍ سره چې شبکې د امنیتي دلایلو له مخې په سویلي سیمه کې سیمه ایز دفتر نه دی پرانیستی.

شبکه د بشري حقونو سازمانونو لپاره یومرکز دی. له همدې امله هغه NGOS چې د بشري حقونو پیاوړتیا لپاره کار کوي کولی شي د شبکې غړیتوب ترلاسه کړي. له دې امله شبکه له یوشمیر روڼ آندو کسانو سره کار کوي، چې د مختصصینو کړۍ جوړه وي. هغوې په مشورتي غونډو او سیمینارونو کې له شبکې ملاتړ کوي. هغوۍ همداراز د شبکې په عمومي مجمع کې هم ګډون کوي، خو د راېې ورکولو حق نه لري. تر اوسه په شبکه کې د غړیتوب بهیر وړیا دی.

شبکه یو دموکراتیک سازمان دی او عمومي اسامبله د شبکې ترټولو عالي اداره ده. عمومي اسامبله، چې د ټولو غړو سازمانونو څخه جوړ دی، په کال کې یو ځل غونډه کوي ترڅو د شبکې د فعالیت کلنۍ راپور تصویب کړي. د مشرتابه کمیټه په دیموکراتیکه توګه د عمومي اسامبلې لخوا ټاکل کیږي. د کال په لړ کې، د مشرتابه کمیټه د شبکې فعالیتونه څاري.
شبکه اجراییوي دارالانشا لري چې د شبکې برنامې عملي کوي. ښاغلي محمد نعیم نظري همغږي کونکی، وزیر احمد خرمي د ظرفیتونو د لوړولو رییس، احمد سیر لعلی د اداري او مالي چارو مشر رییس، میرمن ګولبشره د روزنې واحد مشره او آغلې فروزان آرزو د منابعو د مرکز مشره ده. په سیمه ایزه کچه، ډاکټر نعمت الله همدرد د ختیزو سیمو همغږی کونکی دی، ښاغلي سور کاظمي د شمالي او شمال ختیځ سیمو لپاره همغږي کونکې ده او میرمن عزیزه خیراندیش د لویدیزو سیمو لپاره همغږي کونکی ده.
شبکه د دموکراتیکو اصولو له مخې او په رڼه او حساب ورکونکي توګه کار کوي.

د دانمارک او سویس هیوادونه له شبکې ملاتړ کوي. شبکه د خپلو تمویلونکو په همکارۍ، په مرتبه توګه د خپلو فعالیتونو په اړه مالي راپورونه په شفافه بڼه او حساب ورکونکې توګه وړاندې کوي.

له دې امله شبکه یو خپلواک سازمان دی چې خپله ستراتیژي، موخې، لیدلوری او ماموریت طراحي کوي. د فعالیتونو او مالي برخې راپورونه د ټولو سازمانونو لپاره موجود دي.

شبکه د دانمارک د بشري حقونو انستیتیوت (DIHR) او د سویس د ګواښل شویو وګړو ټولنې STP) ) سره چې دوه د بشري حقونو مسلکي سازمانونه دي همکاري کوي.  ښاغلی ملک محمد ستیز، په DIHR کې د بشري حقونو یو متخصص دی او میرمن Regula Hafner د ظرفیت پالنې په برخه کې د STP متخصصه ده چې په شبکه کې مشاوران دي او نړیوال تخصص وړاندې کوي.

د CSHRN پراختیا  کولی شو په څلورو مرحلو وه ویشو:
د پیژندنې مرحله: جولای 2002 – جولای 2004
د پیژندنې مرحله کې، د ډنمارک د بشري حقونو انستیتیوت  (DIHR) له سیمه ایزو شریکانو سره په افغانستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې د وضعیت تحلیل کاوه. د ډیرو خبرو او بحثونو له لارې په هیواد کې د بشري حقونو د پیاوړي کولو لپاره مفکورې رامینځته شوې.  د DIHR دفتر په دې موده کې په افغانستان کې د څارنې درې ماموریتونه ترسره کړل.  په ورته وخت کې،  د ظرفیت لوړولو دوه پروګرامونه د ښځو د حقونو دفاع سازمانونو لپاره جوړ شول.

 
۱. مرحله د اګست 2004 – جون 2006
په دې پراړو کې، د شبکې جوړښت تنظیم شوی او د بشري حقونو په برخه کې لومړي فعالیتونه ترسره شوي. دا سازمان د DIHR په مټ د خپلې حرفې پیاوړتیا او په نورو ځانګړو برخو کې تر ګواښ لاندې وګړو ټولنې (STP) په ملاتړ فعالیتونه ترسره کړي دي. تر ډیره بودیجه د دانمارک  (DANIDA)  لخوا چمتو شوی وه. د سویس د پراختیا او همکارۍ آژانس (SDC) د بشري حقونو لومړي لارښود کتاب لپاره خورا ځانګړي بودیجه چمتو ورکړه. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د 2004 کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د 25 بشری حقونو سازمانونو او مدنی بنسټونو لخوارامینځته شوه چې مناسبه اساسپاڼه لري. پدې مرحله کې ، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د ظرفیتونو لوړولو او د بشری حقونو په اړه د خلکو د پوهاوی کچې لوړولو باندې تمرکز وکړ او همدارنګه د مختلفو مدني ټولنو او بشری حقونو سازمانونو ترمینځ همغږی رامینځته  کړه دې موخې ته د رسیدو لپاره ېې یوه راډیويي حقوق بشري خپرونه او څو نشرېې او روزنیز مطالب چمتو کړل. د شبکې او غړو بنسټونو محدود ظرفیت له امله  د شبکې فعالیتونه په کابل کې متمرکز ول، که څه هم د بشري حقونو فعالین له لیرې سیمو څخه را بلل شوي وو. په دې پړاو کې، شاوخوا 60 سازمانونو د شبکې غړیتوب درلود.
 

۲ مرحله: د 2006 جوالی – 2006 دسمبر
په دی مرحله کې، اصلي تمرکز د افغانستان ختیځو، شمالي او لویدیزو سیمو ته د CSHRN فعالیتونو پراخولي په اړه وو او په هرات ، مزار شریف او جلال آباد کې د همغږې په رامینخته کولو ټینګار وشو. د  شبکې لپاره عمومي ستراتیژي جوړه شوه ترڅو د شبکې فعالیتونو ترسره کیدو لپاره یو چوکاټ چمتو کړي چې له مخې شبکه کولی شي خپلو موخو ته په آسانۍ ورسیږي. د فعالیتونو په دوهم پړاو کې د ستراتیژي په دوهم پړاو کې په دوامداره توګه د پراختیا په حال کې وه.
زموږکاري برخې لا هم په همغږې او ظرفیت لوړولو متمرکزې وې. پر مهمو مسایلو سربیره په دې پړاو کې د سازمانونو ظرفیت لوړیدو ته هم پاملرنه وشوه. دا همغږي نه یوازې د بشري حقونو سازمانونو، بلکې مدني ټولنو او دولتي بنسټونو ته هم وغځول شوه. د بشري حقونو د نړیوال معیارونو سره  سم پر غیر مستقیم وکالت کارکول، او د پارلمان غړو او رسنیو سره مو په نویو قوانینو د تاثیر لرلو په موخه د نړیوالو بشری حقونو ستندردونو سره برابر والي لپاره کار پیل کړ. شبکه په مسلکي برخه کې د د DIHR او STP لخوا او د بودیجې په برخه کې د، د DANIDA او SDC.3 لخوا تمویل کیږي. د  2009 جنوري څخه د 2011 دسمبر پړاو په جریان کې، په افغانستان کې د بشري حقونو په پلي کولو، څارنه او راپور ورمولو باندی کار شوی دی. د افغانستان په مرکزي سیمه کې د همغږي چار لا هم پیاوړي شوي دي او د ACSF او د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون سره به همغږي او همکاري لاهم کارنده او پیاوړې شي. د وکالت برخه د کورني تاوتریخوالي راکمول او معلوماتو ته لاسرسی رانغاړي. زموږ رسنیزې هڅې او چاپې خپرونې به دوام ولري او دا بهیر به تر پخوا ډیر پراخ هم شي . په دې برخه کې DIHR  زموږ مسلکي ملاتړ کوي، دا په داسې حال کې ده چې STP د بنسټونو د ظرفیت لوړولو او د پروژو په مدیریت کې کافي تجربه لري. زموږ عمومي بودیجه د DANIDA او SDC لخوا راکول کیږي، خو ځینې کوچنۍ پروژې په مستقیمه توګه د اضافي ډونرانو لخوا تمویلیږي.