د افغانستان ځوانان د ټولنې د سترې برخې په توګه، د نورو وګړو په څیر د سولې د خبرو د پایلو په اړه اندیښنې لري. یوشمیر ځوان فعالان په دې باور دي چې د سولې د خبرو له بریا وروسته باید په حکومت کې د ځوانانو د ودې لپاره خنډونه جوړ نه شي.

مدني فعال شیرمحمد تاجدار،  د افغانستان له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل:د ځوانانو لپاره تر ټولو مهمه  مسله د سولې له خبرو وروسته د ځوانانو په برخه کې د لاسته راوړنو ساتل دي. « په دې وروستیو کلونو کې ځوانانو ډیر پرمختګونه کړي او ډیرې بریاوې هم لاسته راوړي دي. چې د هغوې دا لاسته راوړنې باید د سولې له خبرو وروسته هم وساتل شي.»

شبکه: په واک کې د طالبانو ګډون به د ځوانانو په ځانګړې توګه د نجونو په فعالیتونو به څه اغیزه وکړيږ؟

تاجدار: دا څرګنده ده چې د طالبانو دودیز نظر به ځوانانو په ځانګړې توګه نجونو ته ستونزې رامینځته کړي، خو دا چې نجونې د ټولنې لویه برخه ده باید له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي څو په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې فعاله ونډه ولري.

شبکه: د سولې په خبرو کې باید د ځوانانو په اړه کوم ټکي تر بحث لاندې ونیول شي؟

تاجدار: په لومړي سر کې باید د فعالیت او کاري فرصتونو رامینځته کولو په اړه بحث وشي او کوم حقونه چې په تیرو کلونو کې ورته ورکول شوي باید وساتل شي. د سولې په خبرو کې د ځوانانو د استازو حضور ښه فرصت دی څو ځوانان وکولای شي ځان ثابت کړي چې له خپلو حقونو دفاع کوي.

ښاغلی تاجدار وايي، نور ځوانان کولی شي له دې موقعیت نه په ګټې اخیستو له هغو ځوانانو سره چې تندلارې مفکورې لري غونډې جوړې کړي څو له دې لارې د یوبل له نظرونو سره آشنا شي او همداراز هڅه وکړي له دې لارې په هیواد کې د سولې ټینګیدو او د هیوادوالو د ژوند د ښه کیدو لپاره هڅه وکړي.

 شبکه: آیا له داسې ډلې سره خبرې کول چې د هغوې د حاکمیت پرمهال ښځې ډیرې ځورول شوي دي مثبته پایله ولري او همداراز د سولې له هوکړې وروسته به د ښځو برخلیک څه ډول وي؟

تاجدار:  که چیرې طالبان د یوبل زغملو فرهنګ سره راغلي وي نو کیدای شي ددغو خبرو پایلو ته هیله مند اوسو، که چیرې دا ډله په خبرو کې انعطاف ونه ښي او اوس هم په خپلو پخوانیو عقایدو ټينګار وکړي نو هیوادوالو په ځانګړې توګه افغان میرمنو ته د ښه راتلونکي وړاند وینه نه شو کولای.

 شبکه: ستاسو په نظر د ښځو له اړه د طالبانو نظر تغییر کړی که نه؟

تاجدار: کیدای شي د طالبانو په آیدیولوژۍ کې لږ بدلون راغلی و، ځکه طالبان اوس پوهیږي چې د افغانستان په ټولنه کې ډیر بدلون راغلی او طالبان به ټولنیزه فضا بدله نشي کړای. زه فکر کوم د طالبانو په نظر کې تغییر راغلی دی او کولای شو له دغه بدلون څخه ښه استفاده وکړو.

 شبکه: که چیرې د سولې په خبرو کې د ښځو حقونه تر پښولاندې شي تاسو ته د منلو وړ دي؟

 تاجدار: په هیڅ ډول دا د منلو وړ نه دی ځکه تر اوسه افغان میرمنو په پوره توګه خپلو حقونو ته لاسرسی نه لري او تل ګوښه ساتل شوي دي. اوس چې د افغان ښځو وضعیت دا ډول دی نو تر دې ډیرې ستونزې څه ډول کولی شو چې په ښځو تحمیل شي.

د ښاغلی تاجدار په وینا هغه کسان چې د خلکو استازو په توګه د سولې په خبرو کې ګډون کوي، باید ژمن خلک وي او ملي ګټې د ځان په ګټو غوره وبولي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې