یو شمېر مدني فعالان په دې باور دي چې که د ټولنې وضعیت او هغه څه په اړه چې د خلکو استازي یې د سولې خبرو کې پرې بحث او ورڅخه دفاع کوي، تناسب شتون ونه‌لري، سولې ته د لاسرسي احتمال به ډېر ونه‌وسي؛ له دې امله د سولې تحقق لپاره د زمینې په توګه دې، ټولنه کې اړین اصلاحات رامنځ ته شي.

د پوهنتون استاد او مدني فعال، حمید صفوت د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې (له دې وروسته «شبکه») سره خبرو کې وايي، ټولنه کې د عدالت او اصلاحاتو نه‌شتون، د سولې رامنځ ته کېدو لپاره خنډ شمېرل کیږي، خو د دغو مواردو په تامین سره کېدی شي، سولې ته د لاسرسي لپاره لاره هواره شي. «هیله‌مند یم چې د سولې خبرې پایله ورکړي، خو که داسې ونه‌شول، باید سولې ته د رسېدو لپاره نظام کې د اصلاحاتو او عدالت تامین په څېر د جدي بحثونو په لټه کې ووسو، دغه موضوعات کولی شي طالبانو څخه ډېر ژر د جګړې ډګر ونیسي. که د قومي او ژبنیو اختلافونو په څېر د مواردو لیدونکي ووسو، په واقعیت کې مذاکراتو کې د داسې څه ادعا کوو، چې نه یې لرو او دا د طالبانو لپاره یو لوی فرصت برابروي، چې د جګړې په ډګر او خبرو مېز کې پرانیستی لاس ولري.»

شبکه: تراوسه چې د سولې خبرو کې څه تېر شوي په اړه یې ستاسو ارزونه څه ده؟

صفوت: د سولې خبرو سره هم‌مهاله، هېواد کې د طالبانو د بریدونو کچه لوړه شوې، د خلکو د اندېښنې لامل شوې ده. طبیعي ده داسې یوې غونډې څخه چې د جګړې زیاتېدو او د تلفاتو لوړېدو لامل شي، نه‌شو کولی مثبته ارزونه ولرو. بلخوا د یوې ترهګرې شبکې په توګه طالبانو څخه د ځينو هېوادونو بلنه ښيي، چې ډېر پرمختګ نه‌لرو او غونډو تراوسه وسله‌والو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو ته مشروعیت ورکړی دی. په هر حال سره له دې چې سولې ته د لاسرسي لپاره هیله‌مندي شته، په ټوله کې د سولې خبرو څخه زما ارزونه مثبته نه ده او زما په نظر خبرې د وضعیت ترینګلي کېدو لامل شوي او د هېواد مختلفو سیمو کې وضعیت تر پخوا زیات ګډوډ شوی دی.

شبکه: د مذاکراتو پایلو په تړاو څه ډول اندېښنې شتون لري؟

صفوت: زمونږ اندېښنه دا ده چې د افغانستان اساسي قانون به تر پښو لاندې شي او بیا ځلې به ښوونځي، ښوونیز مرکزونه او سوله‌ییز ژوند بند شي، مونږ د هوکړې نه‌کېدو په صورت کې د بریدونو زیاتېدو څخه اندېښنه لرو. بله موضوع دا ده چې د ټولنې یوه برخه له رواني اړخه د ماتې خوړلو احساس کوي، هیله‌مند یم چې حکومت دغه وضعیت ته بدلون ورکړي؛ یو نوی فکر رامنځ ته کړي او افغانانو ته هیله ور وبښي. هغو امکاناتو ته په پام چې افغان حکومت یې لري او رامنځ ته شوو شرایطو ته په پام، ډېر فرصتونه شته، چې ورڅخه په ګټې اخیستو کېدی شي تېرو وختونو ته د ورګرځېدو مخه ډپ کړي.

شبکه: د سولې خبرو سره هم‌مهاله د طالبانو د بریدونو زیاتېدل، څه مفهوم درلودلی شي؟

صفوت: زما په نظر طالبان په دغسې کار سره د ځان لپاره یو فرصت رامنځ ته کوي، ترڅو پر ډېره خاوره کنټرول ولري او په واقعیت کې نړیوالو ته وښيي، چې دوی د محاسبې وړ ځواک دی. مونږ ځينو نظامي څېرو په ځانګړې توګه هغو کسانو سره چې د جګړې لیکو کې دي خبرې درلودې، هغوی وايي په یوه ډول ورڅخه غوښتل کیږي چې بریدونه زیات نه‌کړي، ترڅو د تلفاتو کچه لوړه نه‌شي، خو مقابل لوری پرانیستی لاس لري او هېڅ ډول کنوانسیون ته ژمنتیا نه لري. شمال کې، کوم ځای کې چې مونږ ژوند کوو، د طالبانو بریدونه زیات شوي، د لویو لارو ځینو برخو کې یې د تلاشۍ چک‌پاینټونه لري او په ورته وخت کې یې تبلیغات هم زیات شوي دي؛ دا د دې ښکارندويي کوي چې طالبان غواړي په پراخه کچه خپل حضور ثابت کړي، ترڅو د سولې خبرو کې ډېر امتیاز ترلاسه کړي.

شبکه: داسې یوې ډلې سره خبرې چې د ښځو ضد مخینه لري، د مېرمنو د حقونو او ازادیو په تړاو به څه پایله ولري؟

صفوت: د ازمایل شوي بیا ازمایل تېروتنه ده. تېر ته په پرتلې د طالبانو خوځښتونه پراخ شوي دي. کومو سیمو کې چې دغه ډله په کې حضور لري، د نجونو ښوونځي تړلي دي، ښځې په کې د کار کولو اجازه نه لري او کوم شرایط چې طالبانو افغانستان کې د خپل حاکمیت پرمهال درلودل، لاجدي شوي دي. زه فکر کوم دا چې ووایو د طالبانو لیدلوري بدلون کړی، یوه بې‌ځایه هیله‌مندي ده. مونږ نن هم د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د صحرايي اعدامونو، سنګسار او د هغوی د حاکمیت دوران څخه د سختو محدودیتونو لیدونکي یو. له رسنیو اورو چې طالبانو بدخشان کې نجونو ته اجازه نه ده ورکړې، چې د کانکور ازموینه کې ګډون وکړي او ان زیاتره نجونې په پټه د مزار په څېر نورو ځایونو ته لاړې او کانکور ازموینه کې یې برخه واخیسته، چې پایله کې یې د ځینو هغوی کورنۍ په نښه شوې، ونیول شول، یا یې هم خپل ژوند دلاسه ورکړ.

شبکه: مذاکراتو کې د ښځو حضور تر کومه اندازه کولی شي د طالبانو پر دریځ اغېز لرونکی ووسي؟

صفوت: زما په نظر که مرکه‌چي ټیم کې هېڅ ښځه نه وی، خو مذاکراتو کې د ښځو اجنډا په واقعي او مانالرونکې شکل تر بحث لاندې نیول شوې وی او په اړه یې پرېکړه شوې وی، زما په نظر غوره به وه. که چېرې د افغانستان اساسي قانون په ځانګړې توګه دویم څپرکی یې حفظ شي او راتلونکي نظام کې په خپل ځای پاتې شي، مهمه نه‌ده چې کوم کسان مرکه‌چي ټیم کېي حضور لري. زما برداشت دا دی چې د مقابل ټیم له خوا به د ښځو خبرې ډېرې جدي ونه‌نیول شي او په ډاډ سره ویلی شم چې طالبان به د خپلو باورونو او اصولو په اساس عمل وکړي، خو که چېرې متحده ایالت او اروپايي ټولنه خپلو فشارونو څخه کار واخلي، شاید مرکه‌چي پلاوي کې همدغه شمېر ښځینه استازې وکولی شي، مشخصه اجنډا وړاندې کړي او مقابل ټیم تر فشار لاندې راولي؛ کنه‌نو له دې پرته طالبان په همدې ادعا سره چې د اسلام خلاف څه نه‌مني، کولی شي ټول مجاب او سولې ته د رسېدو لاره محدوده کړي.

شبکه: مذاکراتو کې د ښځو په اړه باید په کومو موضوعاتو بحث وشي؟

صفوت: زما په نظر د افغانستان اساسي قانون په ځانګړې توګه دویم څپرکی یې چې کولی شي د ټولو هېوادوالو حقوق تضمین کړي او هغه کنوانسیونونه چې افغان دولت تر نن پورې لاسلیک کړي، له لویو لاسته راوړنو څخه دي، چې باید د سولې خبرو کې پرې بحث وشي او د مرکه‌چي ټیم غړي باید په منطقي او معقولانه دول ورڅخه دفاع وکړي. دا کولی شي راتلونکي حکومت کې د ښځو مشارکت لپاره لاره هواره کړي.

شبکه: که د سولې بیه د ښځو لپاره د ځینو محدودیتونو رامنځ ته کول وي، ستاسو په نظر د منلو دي؟

صفوت: د افغانستان جګړو کې زیاتې ښځې بې‌سرپرسته شوي، زیات کسان زنداني شول او زیات شمېر هېوادوالو خپل هرڅه له لاسه ورکړل، زه فکر کوم دا تر ټولو لویه بیه ده، چې افغانانو ورکړې ده. زما په نظر څه چې طالبان غواړي ډېره واضح ده او د هغوی د محدودیتونو منل لامل کیږي، چې ښځې بیاځلې د طالبانو توره دوره تجربه کړي او هېڅ څوک ونه‌شي کولی خپل حقونه غواړي.

ښاغلی صفوت وايي، که د سولې لپاره یو لړ هوکړې وشي د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره شونې ده، وضعیت کې د بدلون راتلو ته هیله‌مند ووسو؛ ځکه د هغه به باور د سیمې هېوادونو ګټې اېجابوي، چې د افغانستان وضعیت بدلون وکړي او په کې امنیت تامین شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې