د ښځو د حقونو د برخې یو شمېر فعالانې په دې باور دي چې د سولې په مذاکراتو کې د ښځینه استازو حضور طالبانو  ته دا پيغام رسولای شي چې ښځې د هېواد د نیمايي وګړو په توګه  په ټولو برخو کې له نارینه وو سره برابره ونډه لرلای شي او حقوقو ته د لاسرسي له پلوه له نورو وګړو سره هیڅ توپیر نه لري .

د ښځو د حقونو فعاله او د ماشومانو د سرغړونو ته د رسېدنې د استیناف څارنوالۍ رییسه نګینه خلیل غوري د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي:  لکه څرنګه چې د طالبانو یوه لویه ستونزه د ښځو د حقونو بحث دی؛ د سولې په مذاکراتو کې د ښځینه استازو حضور او د طالبانو  له مرکچي ډلې سره د هغوی مخامخ خبرې د مېرمنو پر غوښتنو د طالبانو د پوهولو او هغوی ته د پيغام رسولو لپاره لوی ګام دی. «طالبانو په خبرواترو کې وویل چې ښځو ته اسلامي حقونه ورکوي؛ کله چې ټول نافذه قوانین او د هېواد اساسي قانون له اسلامه را اخېستل شوی وي؛ له اسلامي حقونو نه د هغوی موخه څه ده ؟ دا ښيي چې طالبانو لاهم د ښځو حضور د یوه ټولنیز واقعیت په توکه نه دی منلی او هغوی دویم جنس ګڼي. د سولې په مذاکراتو کې د ښځو حضور د طالبانو لپاره  هغه څه دي څو وپوهېږي چې موږ دویم جنس نه یو؛ موږ د افغانستان وګړې یو؛زده کړې مو کړي او کار کوو او په خبرو اترو کې د ښځو د حقونو د دفاع  کوونکې یو «

شبکه:   په ټوله کې د سولې د مذاکراتو په هکله ستاسو نظر څه دی؟ آیا له داسې ډلې سره به چې ښه مخینه نه لري او د واکمنۍ پر مهال یې ښځې زیانمنې شوې دي؛ خبرې کومې پایلې ته ورسېږي.

غوري: زما په اند مذاکرات تر اوسه  خلکو ته د منلو وړ نه دي او ظاهرا دولت د طالبانو پر وړاندې ډیر انعطاف منلی دی ؛ خو د جګړې د یوې قرباني په توګه چې مورمې د طالبانو په لاس وژل شوې ده ؛ خوښه یم چې لږ لږه د خلکو د محرمیت او د افغانستان د ښځو غږ د طالبانو تر غوږو رسول کیږي. د افغانستان  د نن ورځې ښځې د شلو کلونو وړاندې ښځې نه دي؛هغوی زده کړې کوي او کار کوي په منځ کې یې داسې ښځې شته چې لوړو علمي کچو ته رسدلي دي ؛ موږ قاضیانې؛ څارنوالې او ښوونکې او ان سفیرې ښځې لرو .طالبان باید وپوهېږي چې  هغه ښځه چې د غور په څېر لېرې پراته ولایت کې له تاوتریخوالي سره مخ کېده او پر خپلو هیڅ ډول حقونوخبره نه وه  او ان  د زیږون درد یې په کور کې زغملی؛اوسهال له خپلو حقونو او د ژوندانه له اوسنیو آسانتیاوو خبره ده . د سولې په مذاکراتو کې د ښځو حضور چې د ټولنې د یوې لویې برخې استازيتوب کوي ؛ طالبانو ته  د افغانستان د ښځو تازه انځور نندارې ته وړاندې کوي؛د هغو ښځو

شبکه: په دغو خبرو کې باید د ښځو په هکله پر کومو موضعګانو بحث وشي؟

غوري:  زما او زماغوندې د نورو کسانو پيغام چې د خپلې کورنۍ غړي؛ سرپرست او خپلوان یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي او د طالبانو له لوري یې درد زغملی دی؛ دا دی چې افغان ښځې به زده کړو او کار کولو ته  دوام ورکړي . د دولت له مرکچي پلاوي غواړو چې دا پیغام تل طالبانو ته تکرار کړي .د ښځو د کار او تحصیل حق؛ د هغوی اقتصادي

شبکه: د خلکو د استازیتوب لپاره د دولت د مرکچي پلاوي وړیتا څرنګه ارزوئ؟

غوري: یو شمېر دغه کسان د استازیتوب وړ دي او هغه کسان دي چې لوړې زده کړې او پوهه لري او د هېواد له وضعیته لازمه معلومات لري؛ له دې ډلې یوه مېرمن کوفي ده چې په افغانستان کې یې ژوند او کار کړی دی ؛ خو لکه څرنګه چې ګورو په دې  ډله کې داسې کسان شته چې تجربې او د هېواد له وضعیته پوره معلومات نه لري اودا د سولې بهیر ته زیان رسولای شي .

شبکه: ستاسو په اند په حکومت کې به د طالبانو ګډون د ښځو پر فعالیتونو څه اغېز پرېباسي.

غوري: زه فکر کوم چې طالبان د ډموکراسۍ له اصل سره ستونزه لري او دبشري حقونو په تېره بیا د ښځو مخالف دي. د یوې مدني فعالې په توګه اندېښمنه یم چې که دولت د طالبانو پر وړاندې انعطاف منلو ته دوام ورکړي ؛ ښايي ډېره تیاره راتلونکې د افغانستان په تمه وي .

شبکه:که په پام کي وي چې پر ښځو محدودیتونه ولګول شي ؛ آیا ستاسې لپاره به د منلو وړ وي .

غوري:  دیوې داسې ښځې په توګه چې زده کړې مې کړي او اوسمهال په دغه هېواد کې  کار کوم ؛ د شل کاله وړاندې شرایطو ته ستنېدل راته د منلو نه دي ..

شبکه: ستاسو په اند څه تضمین شته چې طالبان د سولې له خبرو وروسته پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي ؟

غوري: له بده مرغه هیڅ تضمین نشته ؛ په دې ورځو کې چې دولت له طالبانو سره د مذاکرې په حال کې دی ؛ د هېواد په څو برخو کې جګړه روانه ده .ښايي د پردې ترشا داسې خبرې کیږي چې خلک ترې بې خبره دي .موږ په افغانستان کې یوازې له یوې مخالفې ډلې سره مخامخ نه یو؛ بلکې د طالبانو په نامه له بیلابیلو ډلو سره مخ یو ؛ لومړی هغه طالبان چې د خپلو اعتقادي ارزښتونو لپاره جنګیږي او په هېواد کې د امریکایي ځواکونو د حضور او د ښځو د حقونو د مسالې په څېر موعضګانو مخالف دی او یو هم هغه طالبان دي چې د پېسو د ګټو لپاره  جنګیږي او له دې ډلې سره یې د یوځای کېدو لامل هم بې وزلي ده .

د مېرمن غوري په وینا نړیواله ټولنه باید د طالبانو د ژمنو د پلي کېدو د تضمین لپاره لاس په کار شي .

د ښځو او سولې په اړه مرکې