له بشری حقونو څارنه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د موسسې، د فعالیتونو نوې کاری ساحه

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، ولې د خپل کاری پړاو په څلورمه برخه کې، په افغانستان کې له بشری حقونو څارنه د خپلو کاری لومړی توبونو په توګه وټاکله؟
د مدنی غورځنګونو پروګرامونه چې د فرهنګ او بشری حقونو په برخه کې فعالیت کوی د دریو عنصرونو لرونکی وی:
لومړی، دا ټولنې په یوه نظام کې د وګړو له بشری حقونو د دفاع په برخه کې فعالیت کوی؛
دوهم، مدنی ټولنې له پالیسی جوړونکو ادارو سره، د بشری حقونو د فرهنګ د تعمیم په برخه کې د عدالت غوښتنې پروګرامونه ترسره کوی؛
دریم، د مدنی ټولنې او بشری حقونو ټولنې، د قانون د تطبیق او ځینو نورو ټولنیزو بڼو په ګټې اخیستو، په یوه ټولنه کې د بشری حقونو پر وضعیت څارنه کوی؛
نړیواله تجربه د دغې مسلې ښکارندویی کوی، چې د بشری حقونو دارزښتونو له څارنې پرته، د وګړو له عینی او یا بنسټیزو حقونو څخه روښانه انځور ترلاسه کړو. دغې تجربې له جګړې وروسته هیوادونو کې ځانګړې ونډه درلوده.
د پخوانۍ یوګوسلاویا په شان هیوادونو او یا هغه هیوادونه چې نوی خپلواکی ترلاسه کړی وی، چې پکې د بشری حقونو له وضعیته څارنه، د بشری حقونو د تعمیم په برخه کېد ملی او نړیوالو همغږی کونکو پروګرامونو زمینه برابروی.
د کمبودیا هیواد هم په دغه برخه کې تجربه لری. په کمبودیا کې، د بشری حقونو مدافعانو له هماغه پیله، هڅه وکړه ترڅو د بشری حقونو فرهنګ د نظام په جوړښت کې تعمیم کړی. له هغه وروسته دوۍ پوه شول چې د بشری حقونو د فرهنګ تعمیم، له دغو ارزښتونو څارنې ته اړتیا لری.
لازمه ده چې د افغانستان مدنی ټولنه، په افغانستان کې له بشری حقونو څارنه وکړی. افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټ ایښودونکی هیواد په څیر د بشری حقونو په برخه کې، د ملګرو ملتونو سازمان له مهمو کنوانسیونونو سره ملحق شوی دی؛ خو په خواشینۍ سره چې په دغه هیواد کې بیلابیلو رژیمونه ونتوانیدل، د نړیوالو قوانینو د پلی کیدو په اړه، نړیوالو منل شویو ټولنو ته ریپوټ ورکړی. د دغه وضعیت یو اصلی لامل، په هیواد کې د بشری حقونو پر وضعیت د څارنې نشتوالی دی.
د بشری حقونو خپلواک کمیسیون، په هیواد کې د بشری حقونو د ملی ټولنې په توګه، په افغانستان کې د بشری حقونو له وضعیته څارنه کوی؛ خو د بشری حقونو له معیاری ارزښتونو سرغړونه د دې لامل شوې، ترڅو نورې ټولنیزې ادارې، په ځانګړی توګه هغه ټولنې چې د بشری حقونو په برخه کې کار کوی، د بشری حقونو د وضعیت د څارنې په برخه کې فعال دی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، په هیواد کې یوه له تر ټولو مهه فعاله چطر ټولنه ده، چې په هیواد کې د بشری حقونو د تعمیم، ترویج او عامولو په برخه کې فعالیت لری.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې غړو ټولنو، په ۲۰۱۰ میلادی کال کې په عمومی مجموعه کې، دې ګډې پریکړې ته ورسیدل، چې دا ټولنه باید داسې میکانیسمونه رامنځته کړی چې له مخې په هیواد کې د بشری حقونو پر وضعیت څارنه وشی کولای.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې دارالانشا، د خپلو غړو ټولنو د غوښتنې له مخې، د هیواد د بشری حقونو پر وضعیت د څارنې یو میکانیسم رامنځته کړ. دا میکانیزم، د فعالیتونو له پلوه په دریو برخو ویشل شوی دی.
په لومړی سره کې فوکل پاینټ( د بشری حقونو اته تنه برجسته فعالان، چې هر یو په ولایتونو کې د بشری حقونو د یوې، ټولنې استازی توب وکړی)، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې لخوا استخدام شول.
دوهم، د فوکل پاینټ په نوم دا استازی د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې د همکارانو لخوا، روزل کیږی. د دغه روزنیز پروګرام مواد ستراتیژی او د هغې د پلی کیدو لارې دی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې خپلو همکارانو ته د رهنمایی مواد چمتو کړل، ترڅو په ولایتونو کې د بشری حقونو د څارنې بڼه پلی کړی.
دریم پړاو، په ولایتونو کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه، د اطلاعاتو د راغونډولو کمپاین ترسره کول دی. دا کمپیان، په ۲۶ ولایتونو کې د موسسې د فوکل پاینټونو او دفترونو لخوا ترسره کیږی.
په پایله کې به د سیمه ایزو دفترونو او فوکل پاینټونو لخوا د ترلاسه شویو اطلاعاتو مجموعه، په هیواد کې د بشری حقونو د وضعیت څرګندونه وکړی.
د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، له ټولو ادارو، بشری حقونو فعالانو، د مدنی ټولنې د ارزښتونو فعالانو، د دموکراسۍ او د قانون د حاکمیت له فعالانو غواړی، ترڅو د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو له موسسې سره په هیواد کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه د بشپړ انځور په ترلاسه کولو کې مرسته وکړی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه به، د هیواد د بشری حقونو د وضعیت په اړه کلنی ریپوټونه جوړ او د افغانستان خلکو او اړوندو ادارو ته په واک کې ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ