يو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې له سولې وروسته ټولنه کې د مېرمنو حضور او د دوی د سرنوشت څرنګوالی، په واک کې د طالبانو ډول پورې اړه لري.

ليکوال او سياسي فعال اسامه بصير د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وايي، د ښځو پر فعاليتونو د طالبانو اغېز په دې پورې اړه لري چې طالبان څومره واک ترلاسه کوي.« که طالبان له روغې جوړې او سياسي حل له مخې حکومت ته دننه شي، د ښځو پر بنسټونو او د دوی پر فعاليتونو به چندانې اغېز ونه کړي؛ خو که د سولې خبرې پايله ور نه کړي او يا هم طالبان د سولې نوم لاندې له وسلې کېښودو پرته او په فاتحانه توګه حکومت ته دننه شي، په قاطع توګه مدني بنسټونه، د ښځو د بشري حقونو فعاليتونه او داسې نور ولسواک بنسټونه به بند شي.»

شبکه: تر دې مه چې د سولې خبرو کې څه تېر شوي، تاسو دا خبرې څه ډول ارزوئ؟

بصیر: سوله د افغانستان د خلکو یوه له اصلي غوښتنه ده. د جګړې پر مهال اصلي قربانيان، په ځانګړې توګه په تېرو دوه لسیزو کې ملکيان اصلي قربانيان دي او  له ټولو ډېر زیان يې لیدلی دی. دوحه کې د سولې د خبرو پیل ټولو لپاره د سولې د ټینګښت او سوله‌ییز ژوند لپاره هيله بښونکی و او ټولو يې هرکلی وکړ؛ خو بدبختانه  دې خبرو هېڅ د پام وړ پايلې نه درلودې؛ تر اوسه پورې پر کړنلارې هوکړه نه ده شوې او د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې ده. له دې کبله د خلکو ارزونه مثبته او هيله بښونکې نه ده. البته په تازه‌ګۍ سره په دې خبرو کې د اختلافي مواردو حل کې پرمختګونه شوي دي او هيله ده چې دواړه لوري منځته راغلی بن‌بست مات کړي او د سولې اصلي خبرې پيل شي.

شبکه: لکه څنګه چې طالبان د مېرمنو په اړه ښه مخينه نه‌لري، ستاسو په اند د سولې خبرې به کومې پايلې ته ورسېږي؟

بصیر: د ښځو د حقونو او بشري حقونو موضوع په اړه چې په هغې کې د حکومت او طالبانو ترمنځ دوه متضاد تعبیرونه موجود دي، که چېرې د خبرو دواړه لوري د خپلو غوښتنو کچه او  شدت کم نه کړي، د سولې خبرو پايلو ته خوشبينه کېدل به ستونزمن وي.

شبکه: ایا د سولې خبرو کې د مېرمنو شتون به د طالبانو  پر موقف اغېز وکړي؟

بصير:  په صورت کې چې د دولت په مذاکره کوونکي پلاوي کې موجودې مېرمنې وکولای شي د خبرو او ډيالوګ له لارې د هغو روايتونو له مخې چې طالبان ښځو ته له هغې زاويې ګوري، د سولې خبرو کې طالبان وپوهوي چې د مېرمنو ليدلوري ته نږدې شي، نو د ښځو حضور نه بې اغېزې کېږي؛ خو دا کار اسانه نه دی، ډېر ستونزمن دی چې نوي مفاهیم دې ایډیولوژیکو جریانونو سره جوړجاړی وکړي. د تيوريکو مباحثو پر خلاف د بشري حقونو مباحث ډېری د بشري تجربو له مخې بسنټيز کېږي. سره له دې بيا هم د سولې خبرو کې د ښځو حضور بې اغېزې نه دی؛ خو که چېرې ښځينه استازې خپل رول ګټور وکاروي؛ نو د اغېزې کچه به لوړه شي.

شبکه: مېرمنو پورې اړوند هغه کوم موضوعات دي چې د سولې خبرو کې پرې ډېر ټينګار وشي؟

بصیر: د سولې خبرو کې دې د تېرو شلو کلونو د ښځو د لاسته راوړنو، د هغوی د کار او زده‌کړو د حق، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض سره د مبارزې، د نظام په رهبرۍ کې د ښځو موجوديت او په ټوله کې د ښځو د اساسي حقونو او وخت سره او سنتي چاپېریال سره متناسبې د مدني ازادیو پر ساتنې بحث وشي.

شبکه: ستاسو په فکر سولې ته رسېدو لپاره که د مېرمنو پر حقونو محدوديتونه وضع شي، د منلو دي؟

بصیر: نه؛ ځکه چې هېڅ انساني حق نه‌شي رد کېدی. کله چې د ښځو پر حقونو محدودیت وضع شي، په حقیقت کې د ښځو سیاسي ګډون تر پوښتنې لاندې راځي او ښځو ته په کمه سترګه د کتلو ليد غالبېږي. يو لړ موضوعات د کمولو وړ نه دي او هر ډول کمی د انکار په معنا نه دی؛ د ښځو حقوق د همدې مسايلو له ډلې شمېرل کېږي.

شبکه: ستاسو په نظر د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي ښځینه غړې به تر کومې کچې د دې وړتیا لري چې د ښځو استازولي او د دوی له حقونو دفاع وکړي؟

بصیر: که څه هم چې د سولې خبرو کې يو شمېر مېرمنې له هر څه خبرې او پوهه لري؛ خو هغه لاره چې دوی غوره شوي ډېر ډیموکراتیک او انتخابي نه وه. له ولسوالۍ نيولې د کلیو تر ښځينه‌وو ته بايد دا فرصت ورکړل شوی وای چې خپلې استازي يې د دوی د غوښتنو له شريکولو وروسته د سولې خبرو ته لېږلې وای. بدبختانه په ټولو برخو کې، په ځانګړې توګه د مېرمنو برخه کې ښاري لږکۍ تل د يوه محروم اکثريت استازيتوب کوي  او حتا غوښتنې او اړتياوې يې يو شان نه دي. له بل پلوه د سولې مذاکره کوونکي پلاوي کې د مېرمنو شمېر کم دی.

شبکه: څه تضمین شته چې طالبان به د سولې له خبرو وروسته پر خپلو ژمنو عمل وکړي؟

بصیر: دا مورد له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو وروستۍ پایلې پورې اړه لري؛ که چیرې د سولې هوکړې شرایط د طالبانو له غوښتنو سره نږدې وي، تضمين ته هېڅ اړتيا نشته او که چیرې د تړون شرایط د بهرني فشار له کبله وي، طبيعي ده چې د هوکړې د نه عملي کېدو په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د نه عملي کېدو اندېښنې پيدا کېږي. په هر حال د سولې له خبرو وروسته د وروستۍ هوکړې د عملي کېدو  ژمنې   بايد د نړيوال سازمان د امنيت شورا تر مستقيم نظارت لاندې وي، تر څو هر ډول احتمالي سرغړونو وڅارل شي.

شبکه: د سولې خبرو د پایلو په اړه ستاسو وړاندوینه څه ده؟
خواست‌های قربانیان جنگ، به ‌ویژه زنان مستند شود و جامعه‌ی جهانی، ملل متحد و سایر تاثیرگذاران بر روند صلح افغانستان، در قسمت تمکین به این خواست‌ها و صداها به شیوه‌های مناسب و ممکن قناعت داده شوند.

بصیر: د افغانستان د سولې د خبرو پایله په داخلي توګه د افغان حکومت په ارادې او بهر د هغو هېوادونو د سولې پلان پورې اړه لري چې د افغانستان په موضوع کې ښکېل دي لکه « امريکا او ګاونډي او د سيمې هېوادنه». هيله لرم چې د وضعيت تغير د افغانانو په ګټه وي.

د جګړو د قربانیانو غوښتنې په ځانګړې توګه مېرمنې مستندې شي او نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او د افغانستان د سولې په پروسه کې نور اغېزمن خلک باید دې غوښتنو او غږونو ته د رسېدو لپاره قناعت ورکړل شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې