ځينې څېړونکي په دې باور دي، چې د سولې له هوکړې وروسته حکومت کې د ښځو د حقونو په تړاو د طالبانو د دریځ نه‌مشخص توب، ممکن نسبت ښځو ته د دغې ډلې په باورونو کې د نه‌بدلون په مانا وي.

څېړونکی، ډاکټر سید عاصف حسیني د مدني ټولنې او د بشر حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، طالبانو د ښځو د حقونو موضوع په تړاو هېڅ واضح ځواب نه دی ورکړی، چې دا د ښځو ځپلو لپاره د هغوی د هڅو په مانا ده. «طالبانو د سولې له احتمالي هوکړې وروسته ټولنه کې د ښخو د حقونو په اړه هېڅ ډول څرګند ځواب نه دی ورکړی، دا په دې مانا چې هغوی هڅه کوي ښځې وځپي، ان که ونه‌شي کولی د پخوا په څېر دغه کار کې بریالي ووسي. دغې ډلې خپل ایډیولوژیک باور نه دی بدل کړی.»

شبکه: آیا د سولې خبرو کې د ښځو حضور کولی شي، د دغې ډلې د ښځو ضد پر کړنلارې اغېز وکړي؟

حسیني: یقینآ چې خبرو کې د ښځو حضور ښه دی، خو واقعیت دا دی چې داسې یوې ډلې سره د سولې پر بهیر، چې ښځې او د هغوی حضور په رسمیت نه پېژني، هېڅ ‌ډول اغېز نه لري.

شبکه: ستاسو په نظر د دولت مرکه‌چي ټیم، په ځانګړې توګه کومې مېرمنې چې دغه ټیم کې دي، ښځو څخه د استازیتوب او د هغوی له حقونو څخه د دفاع وړتیا او ظرفیت لري؟

حسیني: هو، زما په نظر هغوی طالبانو سره د مخامخ کېدو لپاره کافي وړتیا لري، خو بحث دا دی چې هغوی له یوې خوا نه‌شي کولی د دولت له اجنډا پرته څه ووايي او له بلخې خوا طالبان د هغوی حضور په رسمیت نه پېژني او نمایشي یې بولي.

شبکه: که چېرې داسې وټاکل شي چې طالبان د سولې هوکړې لپاره د ښځو د حقونو په برخه کې یو لړ محدودیتونه طرحه کړي، د حکومت دریځ باید څه ووسي؟

حسیني: حکومت باید د ښځو د حقونو په اړه د هر ډول محدودیتونو پر وړاندې کلک ودریږي. د افغانستان ټولنې اوسنیو شرایطو کې د ښځو حقونه، په حقیقت کې د ټولو سیاسي معادلاتو سره کرښه ده. که ټولنه کې د ښځو فعاله حضور تضمین شي، ټولنه به په مثبت لوري مخ ته لاړه شي.

شبکه: له امنیتي مسایلو او د طالبانو له مخالفت سربېره چې د ښځو د پرمختګ لپاره خنډ دی، ټولنه کې نورې کومې ستونزې دي، چې د ښځو د پرمختګ مخه نیسي؟

حسیني: دې برخه کې کولی شو ډېرو مواردو ته اشاره وکړو، یو یې هم د جنسیتي سهمیې پر اساس د حکومتي پوستونو ورکول دي، چې کولی شي اوږد مهال کې د ښځو دریځ ته زیان ورسوي، ځکه دولت د دې لپاره چې اساسآ د ښځو توانمندۍ لپاره هڅې وکړي، کوښښ کوي چې ځینې پوستونه په ظاهري توګه هغوی ته ورکړي او امتیاز واخلي. نه باید هېر کړو چې ټولنه کې او د ټولنې مشرۍ کې د ښځو فعاله او ګټوره حضور لپاره تر ټولو مهم ټکی، د تحصیل، کاري فرصتونو او سیاسي مشارکت له لارې د هغوی پیاوړي کول دي.

شبکه: ځینې په دې باور دي چې ښځې باید دولت څخه د خپلواکه جنبشونو په رامنځ ته کولو سره، د عدالت غوښتو غږ اوچت کړي او په یوه ډول د یوه لوی بدلون راوستو هڅه وکړي، تاسو څومره باور لرئ، چې د افغان ښځو په منځ کې دې د دغسې جنبشونو رامنځ ته کولو وړتیا ووسي؟

حسیني: د یوې ټولنې لپاره د خپلواکه جنبشونو شتون حیاتي دی، خو ډېر کم امکان لري، چې افغانستان کې دې د ښځو خپلواکه جنبش دوام وکړي. سیاسي ـ ټولنیزو منابعو ته له لاسرسي او د واک په جوړښت کې د ځیرکو سیستماتیکو بدلونونو له رامنځ ته کولو پرته، هر ډول هڅې بې‌ځایه دي. که په واقعي توګه وګورو، خپلواکه جنبشونه د ښځو ضد ډلو او ان د هغوی ښځو له خوا چې د سهمیه‌بندۍ په اساس واک ته رسېدلي، ځپل کیږي.

شبکه: ستاسو په نظر واک کې د طالبانو حضور به پر مدني فعالیتونو څه اغېز وکړي؟

حسیني: د طالبانو اسلامي امارت د مدني ټولنې په نوم څه په رسمیت نه پېژني؛ په دې دلیل هغه څه چې تېرو شلو کلونو کې یې مونږ د مدني ټولنې په توګه پېژنو، په ښکاره توګه له منځه ځي. د مدني ټولنې ماهیت دا دی، چې واک تعدیل کړي او د خلکو او د قدرت بنسټونو ترمنځ واسطه ووسي؛ طالبان یې په همدې دلیل له منځه وړي او یا په یوه ډول بدلون ورکوي، یانې امکان شته چې د مدني ټولنې پر ځای دیني بنسټونه رامنځ ته کړي، هغه څه چې ځينو اسلامي هېوادونو کې پېښ شوي دي.

شبکه: تراوسه چې د سولې خبرو کې څه شوي، ارزونه مو څه ده؟

حسیني: طالبان په سولې باور نه لري او احساس کوي چې د میدان ګټونکي دي، کم له کمه کوم فشار چې د ټرامپ حکومت له لوري د سولې لپاره وو، لرې شوی او هغوی تر پخوا زیات نېغ نېغ کیږي.

شبکه: که د سولې خبرې د یوه فرصت په توګه په نظر کې ونیسو، کومې ګټې په ځانګړې توګه د ښځو په اړه باید ورڅخه واخیستل شي؟

حسیني: دغسې خبرې فرصت نه دي یوازې د وخت بې‌ځایه تېرولو، لګښت او د ټولنې د روحیې بایللو لامل کیږي. طالبان پر خپل دریځ ولاړ دي او نه‌شاته کیږي.

ډاکټر حسیني وايي، تر هغه چې ترهګر د بریا احساس کوي، واقعي خبرو ته نه حاضریږي او دا داسې مهال دی، چې دغه ترهګره ډله، د هېڅ کوم کورني یا بهرني بنسټ له لوري فشار نه احساسوي او که همداسې مخ ته لاړ شي، د سولې خبرې به کومې پایلې ته ونه رسیږي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې