د مدني ټولنې او بشري
حقونو شبکه

په ټول هیواد کې د ملي دستارخوان د پروګرام د عملي کیدو له پیله، امنیتي ګواښونه د دې پروګرام د تطبیق په وړاندې یوه ستونزه بلل کیده. دا ګواښونه په څو ولایتونو کې د مرستو د ویش د بهیر د بندیدو لامل شوی دی چې له امله ېې ډیرو کورنیو د دولت مرستندویه بستو ته لاسرسی پیدا نشو کړای. اخوا د کرونا ناروغیو دپیښو ډیریدو سره همهاله د کرونا ناروغانو لپاره د روغتیايي امکاناتو کموالی بله ستونزه ده چې له کرونا سره د دولت د مبارزې په وړاندې ستونزه رامینځته کړې ده لکه څرنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، امنیتي ګواښونو تر اوسه په ډیرو سیمو کې د ملي دستارخوان د پروګرام د عملي کیدو مخنیوی کړی خو په یو وروستي مورد کې دا ستونزه تر پخوا جدي شوې ده. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې څیړنې ښيي چې په دې وروستیو کې په لوګر ولایت کې د ملي دستارخوان د مرستو دوه تنه ویشونکي د طالبانو لخوا برمټه شوي دي. په لوګر ولایت کې د ملي دستارخوان مسوول ظفرخان وايي چې دا دوه تنه په خوشي ولایت کې د مرستو د ویش پرمهال تښتول شوي دي. هغه وايي چې د ملي دستارخوان پروګرام اوسمهال په دې ولایت کې ځنډول شوی دی. همداراز دا پروګرام په یوشمیر نورو ولایتونو لکه هلمند، ننګرهار او جوزجان کې د امنیتي ستونزو او بودیجې د کموالي له امله ځنډول شوی دی.

 څرنګه چې یادونه وشوه، د روغتیايي امکاناتو کموالی بله ستونزه ده چې د کرونا د مثبتو پیښو سره همهاله رامینځته شوې ده.

د دې لیکنې په دوام چې څه لولئ په څو ولایتونو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د همغږي کونکو لخوا په تیرو څو ورځو کې د روغتونونو د وضعیت او واکسین د تطبیق په بهیر د څارنې څرنګوالی دی.

پکتیا

په پکتیا ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی په دې ولایت کې د کوید-۱۹ روغتون د څارنې په اړه په یو راپور کې وايي چې په ټولیزه توګه ناروغان ددغه روغتون له خدماتو رضایت لري، خو د روغتون د صحي وضعیت په اړه شکایتونه موجود دي.

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی د پکتیا ولایت د کوید -۱۹ روغتون د مدیر عنایت صمیم له قوله لیکي چې په دې ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر او له دې امله د تلفاتو شمیر ډیر شوی دی. ویل کیږي چې په مجموعي توګه ۴۲ ناروغان په دې روغتون کې بستر دي چې د پنځلسو تنو وضعیت اندیښمنونکی دی. د ښاغلی صمیم په وینا د پکتیا ولایت د کوید – ۱۹ روغتون ډیری ناروغان د زرمت او څمکنیو ولسوالیو دي. هغه د اختر په ورځو کې د څمکنیو او پاکستان تر منینځ د خلکو د تګ راتګ چاره د دې ناروغۍ د ډیریدو لامل بولي. همداراز د مدني ټولنې او بشري حقونو د همغږي کونکي د راپور له مخې په یاد ولایت کې د کرونا ناروغانو د شمیر ډیریدو ته په پام سره د روغتون د کارکونکو شمیر کم دی.

بامیان

په دې ولایت کې یوه ستونزه د روغتیايي کارکونکو کموالی دی. په بامیانو ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی وايي چې د کوید – ۱۹ په روغتون کې لس روغتیا پالې او لس کارکونکي د واکسین د تطبیق په برخه کې فعالیت کوي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي یوشمیر کسان د بامیان ولایت له ګاونډه هم خپل ناروغان د درملنې لپاره د بامیان ولایت روغتون ته وړي. د بامیانو ولایت د کوید -۱۹ روغتون بله ستونزه د اکسیجن کموالی دی چې ویل کیږي دا ستونزه د  دایکندي ولایت سره د تړون تر لاسلیک کیدو وروسته تر یوه حده حل شوې ده.

جوزجان

په دې ولایت کې د واکسین لومړی پړاو پایته ورسید او دویم پړاو اوس هم دوام لري. تر اوسه په دې ولایت کې ۶۷۹ تنو د کرونا د واکسین لومړی پړاو او ۲۴۰۲ تنو د کرونا د واکسین دویم پړاو ترلاسه کړی دی.

هلمند

په هلمند ولایت کې روغتیايي وضعیت اندیښمنونکی دی. اوسمهال د هلمند ولایت د کوید -۱۹ روغتون په ودانې کې ۴۵ د کرونا ناروغان بستر دي.

ننگرهار

د کرونا ناروغۍ د دریم پړاو له پیله تر اوسه، په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر مخ په ډیریدو دی. د ننګرهار ولایت د کوید-۱۹ روغتون ۵۰ بستره لري او تر دې د ډیرو ناروغانو د درملنې وړتیا نلري. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا د ناروغانو شمیر مخ په ډیریدو دی.

تخار

له دې ولایته رارسیدلي راپورونه څرګندوي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمیر ډیریدو سره سره، یوشمیر کسان تر اوسه هم د دې ناروغۍ خطر جدي نګڼي. ویل کیږي چې ډیری کسان د روغتیايي مواردو په پام کې نیولو پرته په عامه ځایونو کې تګ راتګ کوي. همداراز هغو کسانو چې د کرونا واکسین ترلاسه کړی او بیا هم د کرونا په ناروغۍ اخته شوي دي، د کرونا واکسین د اغیزې په اړه د تخار ولایت د اوسیدونکو په مینځ شکونه راپیدا کړي دي.

د راپورونو په بنسټ د تخار ولایت کوید -۱۹ روغتون هم د نورو ولایتونو د روغتونونو په څیر د اکسیجن د کموالي سره مخامخ دی.

غور

په دې ولایت کې د مدني ټولنې همغږی کونکی راپور ورکوي کابو یوه اونۍ وړاندې له شپیتو تنو له ډلې چې د کرونا آزموینه ېې ورکړې وه د ۴۱ تنو پایله مثبته ثابته شوه چې له هغې ډلې د پنځلسو تنو وضعیت د اندیښنې وړ دی. دا په داسې حال کې ده چې د غور ولایت د کوید -۱۹ روغتون د بسترونو شمیر لس بستره وو او اوس شلو بسترو ته لوړ شو همداراز د دې روغتون د کارکونکو شمیر هم کم دی. همداراز په غور ولایت کې د شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ د غور ولایت د کوید -۱۹ روغتون د اکسیجن له کموالی سره مخامخ دی. د دې راپور په بنسټ دا روغتون اوسمهال د اکسیجن ۱۴۰ بالونونه لري چې د عامې روغتیا وزارت د ۱۶۰ نویو بالونونو د ورکړې ژمنه هم کړې ده.

 ویل کیږي چې په غور ولایت کې د کرونا واکسین د بهیر د پیل ورځو په خلاف اوس خلک د کرونا واکسین په اړه مثبت نظر لري چې د ډیرو کسانو په باور دا تغییر د کرونا د دریم پړاو د خپریدو او ټلویزیوني تبلیغاتو له امله رامینځته شوی دی.

په افغانستان کې د کرونا د دریم پړاو په پیلیدو سره د کرونا ناروغانو شمیر د هرې ورځې په تیریدو ډیریږي چې په هیواد کې د روغتیايي امکاناتو کموالي د دې وضعیت په اړه اندیښنې راپارولي دي.

همداراز په دغو شرایطو کې چې د دولت لخوا د خوراکي توکو مرسته کولی شي د اړمنو ستونزې اوارې کړي د هیواد په ډیرو برخو کې امنیتي ستونزې د دولت د مرستندویه پروګرامونو د تطبیق د مخنیوي لامل شوي دي.

نورې مرکې: