له کورنی تاوتریخوالی څخه د وتو لاروچارو په اړه د بشری حقونو د څیړنیز سمپوزیم پیغام

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

له کورنی تاوتریخوالی څخه د وتو لاروچارو په اړه د بشری حقونو د څیړنیز سمپوزیم پیغام

د۱۳۸۸ غبرګولی ۵ ،چې د ۲۰۰۹ کال د مې ۲۵ سره برابره ده د هرات ښار

تاوتریخوالی په ټولنه کې د یوناسمې ښکارندې په توګه ، له کورنۍ څخه ټولنې ته له بشری حقونو څخه د سرغړونې لاره اواره وی. کورنی تاوتریخوالی پرټولنیز جوړښت چې د بشری حقونو پربنسټ جوړه شوی بده اغیزه . دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونوشبکه ،په هغو خبرو اترو کې چې د هرات په ښار کې له مدنی ټولنو ،روڼ اندو او د بشری حقونو فعالینو سره یې لرلی ،پریکړه وکړه ترڅو په هرات ولایت کې دکورنی تاوتریخوالی د کچې په راټیټیدو کې د پوهای اغیزمن پروګرامونه جوړ او پلی کړی.

دهرات په ښارکې له کورنی تاوتریخوالی څخه دخلاصو لارې تحلیلی سمپوزیم ، د کورنی تاوتریخوالیو د لاملونوتحلیل او څیړلو او له هغوڅخه د وتو د لارو دپیداکولو په موخه جوړ شوو.

ددغه سمپوزیم ګډونوالو ، چې عالمان ،د مدنی ټولنو غړی او په هغه ښارکې د افغانستان دولت استازی ؤ ، دغه لاندې ټکی د کورنی تاوتریخوالی د کچې د راټیټیدو په برخه کې روښانه کړل.

• په ټولنه کې د ښځو د ونډې د فعالولو دسالمو پروګرامونو نشتوالی، په کورنیو کې دتاوتریخوالی یو له مهمو عواملو څه شمیرل کیږی. ددغه سمپوزیم ګډوال په دې باوردی، چې د افغانستان دولت د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ، دمدنی تولنو، خصوصی سکتورونو ، او د ټولنې سیاسی سکتورونو سره د هرات په ښار کې ښځو لپاره داقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی فعالیتونو په برخه کې کارنده بحثونه اوخبرې اتری او ګټور پروګرامونه په لاره واچوی ؛

• له هغو مهمو عناصرو څخه چې کولې شی په دغه برخه کې تاوتریخوالی راټیټ کړی، دحقوقی چوکاټ جوړول دی.که څه هم چې افغانستان دنړیوالو بشری حقوقو دښځو په وړاندې د تاتریخوالیوله برخې سره ژمن هم دی، خودهیواد ملی قوانین په دغه برخه کې له ځینو کمیو سره مخ دی ،چې جدی پاملرنې ته اړتیا لری.

ددغه سمپوزیم ګډونوالو، دهیواد د قانون جوړولو ټولنو پام له مدنی ټولنو ،روڼ آندو ،رسنیو ،سیاسی او اقتصادی سکتورونو سره د همغږۍ او کارنده خبرو اتروته راجلب کړ.

• په کورنیو کې د تاوتریخوالی راټیټیدل، د رسنیو ، روزنیزو او زدکړه نیزو ټولنو له لارې دپوهاوی کارنده او ګټورو روزنیزو پروګرامونو ته د روڼ آندو اومدنی ټولنو په ملتیا اړتیا لری. ددغه سمپوزیم ګډون والو د خپلو تحلیلی مقالو په لړکې،د رسنیزو ټولنو ، دولتی روزنیزو او زکړه نیزو ادارو، د افغانستان دمدنی ټولنې او دهیواد فعالوروڼ آندو پام د رونیزو پروګرامونو جوړولو ته جلب کړ.

• په دغه سمپوزیم کې څیړونکو او تحلیلګروپه خپلومقالوکې،په جوړښتونوکې له تاتریخوالیو څخه یادونه وکړه او زیاته کړه چې د جوړښتونو تاوتریخوالی د هیواد په سیاسی جوړښتونو کې بد پیغام ګډوی. په دغه سمپوزیم کې څیړونکو د جوړښتی تاوتریخوالیو لاملونه روښانه کړل او ټینګار یې وکړ چې دینی عالمان او روڼ آندی باید د جوړښتی تاوتریخوالیو د له منځه وړو لپاره د رسنیو له لارې سترپروګرامونه جوړکړی او له دولتی مسولینو سره یې همغږی کړی. د داشان پروګرامونو همغږی کول باید د مدنی ټولنو ،د افغانستان د بشری حقونو خپلواکمیسیون او په دغو کارونو کې د نورو ښکیلو خواو له لوری وشی.

همدارا راز په دغه سمپوزیم کې پوهانو، ددولتی ټولنو په ونډه چې په ټولنه کې د وګړو د ښاری حقونو تامینونکی دی ټینګار وکړ، او له هغوې څخه یې د مرستې او یوبل زغملو غوښتنه وکړه.

ددغه سمپوزیم ګډونوالو د پولیسو، عدلی او قضایی ،څیړنیزو حقوقی ادارو،د ښځو چارو، اطلاعاتو اوکلتوروزارتونو ، د افغانستان دبشری حقونو خپلواک کمیسیون او لویدیځ زون کې د مدنی ټولنې او د بشری حقونو شبکې د همغږۍ مرکز پر اغزمنو ونډو ټینګار وکړ.

• ددغه سمپوزیم څیړونکی، په دې باور شول چې د افغانستان دولت،د هیواد له علمی او اکادمیکو ټولنو سره د کورنی تاوتریخوالی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په ادبیاتو کې هم یو لړ پروګرامونه طرحه کړی. په دغه برخه کې باید دهرات پوهنتون له مدنی ټولنو،رسنیو، اود چارو نورو ونډه لرونکو په ملتیا سترې هڅې وکړی ترڅو تاوتریخوال زیږونکی ادبیات ،خپل ځای د محور حق ادبیاتو ته چی د وګړو د حق ممثل دی پریږدی.

• د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د لویدیځ زون دفتر، ددغه سمپوزیم د پایلو څخه په ګټې اخیستنې به، یو روزنیز کتاب چې د تاوتریخوالی تعریف ، دتاوتریخوالی لاملونه او د تاوتریخوالیو په اړه د څه کولو موضوع ګانې به ولری خپورکړی.دغه روز نیز کتاب به د هغې ډلې د ډله یز کار او هڅو پایله وی چې دمدنی ټولنو اودچارو کارپوهانو په استازی توب د کتاب په چاروکې ګډون لری . له دغه روزنیزکتاب څخه به دپوهاوی او روزنې ، پروګرامونو په جوړونې کې د هرات ولایت اودهغې ښارونو په کچه کارواخیستل شی. دغه کتاب به راتلونکو خپرونو ته چې له دولتی او مدنی ټولنو، روڼ آندو او د بشری حقونو د مدافعیونو په همغږۍ جوړیږی لاره اواره کړی او دهیواد په ځینونورو سیمیو کې به هم د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له لوری عمومیت پیداکړی.

د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه هیله منه ده، دکورنی تاوتریخوالی د کچې د راټیټ ولو په موخه ، دهرات په ښارکې د نورو مدنی ټولنولکه، رسنیزو ،علمی او دولتی ټولنو له مسولینو سره په همغږۍ کې ګټور پرورګرامونه او د هغې حل لارې مطرح او له هغوې سره په مرسته او همباورۍ کې لازمې خپرونې وکړو.

هغه تحلیلی مقالې چې په دغه سمپوزیم کې وړاندې شوې ، همداراز هغه ګټور نظرونه او وړاندیزونه چې دګډونوالو له خوا وړاندې شول ، ددغه پروګرام په ترسره کولو کې ګټورې او سالمې لارې روښانه کړې.

د افغانستان د مدنی تولنې او بشری حقونو شبکه ، دهیواد له څیړونکو او پوهانو څخه د زړه له کومې له مننې په کولوغواړی ترڅو له موږسره مرسته وکړی او په دغه ګټوره مبارزه کې سره همغږی شی.

ددغه سمپوزیم څیړنیزې او تحلیلی مقالې به د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د(غږ) په راډیویی شبکې خپرونو، ویب سایټ او چاپی خپرونو کې خپرې شی.

په مننې سره

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونوشبکه اوګډونوال

« د هرات په ولایت کې له کورنی تاوتریخوالی څخه د وتو لارو چارو په اړه د بشری حقونو تحلیلی سمپوزیم »

 

ځواب دلته پرېږدئ