«موږ سوله غواړو خو نه په هر قیمت»
د ښځو حقونو په اړه د طالبانو لخوا د یوشمیر محدودیتونو وضع کیدو احتمال او د دولت د مرکچي پلاوي لخوا د هغې منلو په اړه اندیښنې د ښځو د حقونو فعالانو تر مینځ د بحث وړ موضوع ده. یوشمیر دا فعالان وايي هغه سوله چې د محدودیتونو په پایله کې رامینځته کیږي دوې لپآره د منلو وړ نه ده او هغوې حاضر نه دي چې سولې راتلو لپاره هره بیه پرې کړي.
د سولې احتمال چې د میرمنو حقونو باندې ځینې بندیزونه ولګول شي او د دولت ټیم لخوا د هغې منلو په اړه اندیښنې د میرمنو حقونو فعالینو تر مینځ د بحث موضوع ګرځیدلې. ځینې دغه فعالین وايي چې هغه سوله چې د ښځو پر حقونو د محدودیتونو پایله لري د دوی لپاره د منلو وړ ندي او دوی نه غواړي چې د سولې لپاره هیڅ قیمت ورکړي.
د پوهنتون استادی او د ښځو د حقونو فعالې مریم آروین بارکزۍ د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره مرکه کې وویل: که چیرې د سولې له هوکړې وروسته د خلکو اساسي حقونو ته احترام وشي او د ښځو او نارینه ګانو د حقونو انډول په پام کې ونیول شي نو کیدای شي چې طالبان په واک کې شریک شي. « یوشمیر کسان وايي موږ په هره بیه د سولې غوښتونکي یو، خو زه په دی باور نه یم، موږ نشو کولای سولې ته هره بیه پرې کړو، څه ډاډ شته چې تلپاتې سوله به هیواد ته راشي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اجرايي ضمانت نشته او موږ سولې لپاره هره بیه پرې کولی نه شو.»
شبکه: ستاسو په نظر آیا مذاکراتي ټیم د هیوادوالو د بنسټیزو حقونو د دفاع وړتیا لري؟
بارکزی: که څه هم چې خلک حق لري پوه شي چې د سولې په خبرو کې څه تیریږي، خو په خواشینۍ سره چې مذاکرات د تړلو دروازو تر شا ترسره کیږي په همدې دلیل باید د سولې د خبرو د اعلان تر پایه باید منتظر پاتی شو څو پوه شو چې د هیواد والو له حقونو دفاع کولی شي. ښه به وای هغه موضوع ګانې چې د هیوادوالو پورې اړه لري له خلکو سره شریکې شوې وای.
د آغلې آروین په باور باید د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه افغان میرمنو ته ډاډ ورکول شي چې د دوې اساسي حقونه ترپښولاندی نه کیږي او د ښځو حقونه باید د مذاکراتي ټیم سره کرښه وي.
شبکه: نور کوم موضوعات باید د دولت سره کرښه وي؟
بارکزۍ: د وګړو ټول اساسي حقونه لکه د تحصیل حق، د کار حق، مدني آزادی او په اجتماعاتو کې د ګډون حق، باید د مذاکرتي ټیم سره کرښه وي. افغان میرمنې اوس د خپلو حقونو په اړه ډیر پوهاوی لري او هغوې غواړي لکه څنګه چې اوس د نارینه ګانو ترڅنګ کار کوي، د سولې له هوکړې وروسته هم باید هم په ټولنه کې د کار کولو حق ولري.
شبکه: د ښځو په اړه د طالبانو لیدلوری ته په پام سره آیا د سولې د هوکړې وروسته په ټولنه کې د ښځو حضور ممکن دی؟
بارکزۍ: غیر رسمي خبرونه څرګندوي چې طالبان په ښونځيو او مکتبونو کې په جنسیتي تفکیک ټینګار کوي، په داسې حال کې چې په اوسني شرایطو کې د افغانستان ټول وګړي د کار او تحصیل حق لري، د زدکړو او کاري محیطونو بیلول امکان نه لري. په بیلابیلو برخو کې د طالبانو د ژمنتیا نشتون دا څرګنددوي چې د هغوې لیدلوری بدلون نه دی کړی او زه په دې اړه ډیره اندیښنه لرم، خو که چیرې له حکومت سره د طالبانو په یوځای کیدو په حکومت کې بنسټیز بدلون رانه شي نو کیدای شي ستونزې رامینځته نه شي.
شبکه: په مرکچي پلاوي کې د ښځو حضور څومره د قناعت وړ دی؟
بارکزۍ: زما په نظر ښه به وای چې د مرکچي پلاوي د نوملړ له وروستي کیدو مخکې له مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او د ښځو د حقونو فعالانو سره مشورتي غونډې جوړې کړی وی او څرګنده شوی وای چې څوک د کومې ډلې په استازي توب په خبرو کې ګډون کوي، خو د پلاوي اوسنی ترکیب د مصلحت له مخې جوړ شوی دی. د هیواد د ځوانانو په استازيتوب د سیاسي رهبرانو د زامنو حضور او د مرکچي پلاوي د ښځینه غړو غوره کول ېې ښه بیلګه کیدای شي. په هر صورت هیله منه یم چې وکولای شي د افغانستان د خلکو له حقونو په ښه توګه دفاع وکړي.
شبکه: د سولې خبرو پایلو ته څومره خوشبینه ېې؟
بارکزۍ: هیله منه یم هغه کسان چې د افغانستان په استازي توب د سولې په خبرو کې ګډون کړی، تر وروستي حده مطلوبی پایلې ته د رسیدو لپاره هڅه وکړي. د دې ډلې غړي پرته له دې چې له کومه اړخه د مرکي پلاوي غړي دي باید په قاطعانه توګه د هیوادوالو له اساسي حقونو دفاع لپاره هڅه وکړي څو د خبرو پایله د افغانستان د شاتګ لامل نه شي.
د ښځو د حقونو دا فعاله وايي، د سولې د خبرو په اړه یوه اندیښنه د تړلو دروازه تر شاه د خبرو دوام دی چې په اړه ېې رسنیو ته معلومات نه ورکول کیږي، د هغې په باور بله مهمه موضوع چې اوس په اندیښنې بدله شوې ده داده چې د سولې د هوکړې وروسته د سولې د ټینګښت لپاره ضمانت نشته.