میرمن وږمې فروغ دنړۍ اتو زړورو ښځو له ډلې څخه د امریکا متحده ایالاتو ترټولو غوره جایزه ترلاسه کړه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

میرمن وږمې فروغ دنړۍ اتو زړورو ښځو له ډلې څخه د امریکا متحده ایالاتو ترټولو غوره جایزه ترلاسه کړه

میرمن وږمه فروغ چې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همکاره او په افغانستان کې دښځو له حقونو څخه دفاع کونکې او په دغه برخه کې له فعاله ښځو څخه ده ، د امریکامتحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ترټولو غوره جایزه او د میړنۍ ښځې لقب یې ترلاسه کړ.

دغه جایزه چې د نړۍ اتو میړنیو ښځوته ورکړل شوه، د بشری حقونو مدافعینو هڅول اوترغیب په ګوته شوی دی.

په هغو مراسمو کې چې په همدې اړه دامریکا متحده ایالاتو په واشنګټن ښارکې د مارچ په دیارلسمه جوړشوې ؤ، میرمن میشل اوباما، دامریکا متحده ایالاتو نوې لومړۍ میرمن، ددغو جایزو د اهمیت په اړه وینا وکړه، هغه یی د بشری حقونو ارزښتونو ته دامریکا د ژمنو یو ترټولو غوره مثال وباله.

په دغه غونډه کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلری کلنټن هم ګډون کړی ؤ. هغې په دغه برخه کې د امریکا پرونډې په ځانګړې توګه دښځو حقونومنل او پر احترام د اوبامان د نوی حکومت د ونډې په اړه خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې میرمن وږمې فروغ د نړۍ اووه میړنیو ښځوترڅنګ، ستر ویاړونه ترلاسه کړل.همداراز میرمن وږمې دامریکا له یوشمیرمشهورو سیاسی او تولنیزو څیرو سره لیده کاته او خبرې وکړې، چې دافغان ښځو پروړاندې د ستونزو د شته والی په اړه هغوی مالومات ورکړل.

میرمن فروغ په افغانستان کې د نړیوالو حقونو ( Global Rights ) ټولنې د پروګرامونو مدیره ده، چې په هیواد کې د فرهنګ د حقونو په بنسټیزه کیدو او پرختیا کې زیاتې هڅې کړی. دغه ټولنه له هغه مهاله چې شبکه جوړه شوه، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې سره همکاره ټولنه وه، او یوشمیر ګډ پروګرامونه ېې هم پلی کړی.همدا اوس شبکې له ګلوبل رایټس سره د بشری حقونو د زدکړې پروګرام د حقوقی ملاتړ په موخه په لاره اچولې دی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د میرمن وږمې فروغ دغه سترموقف نوموړې ته مبارکی وایی او د هغې فعال سازمان ته د زیاتو بریالیتوبونو هیله کوی.

دافغانستان دبشری حقونو او مدنی ټولنې شبکه چې، دبشری حقونو په برخه کې د مدنی ټولنو ملاتړ کونکې ده دافغانستان د مدنی تولنو لاسته راوړنې په هیواد کې د بشری حقونو او مدنی ټولنو ارزښتونو بنسټیزه کیدو کې بریالی ګامونه بولی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه

ځواب دلته پرېږدئ