خلکو سره د دولت د مرستو د پروګرام له پیله، دا پروګرامونه له ډیرو ستونزو له هغې ډلې امنیتي ګواښونو، د روڼتیا نشتوالي او د بودیجې په ځنډ رسیدو سره مخامخ وو، خو د کرونا د واکسین د پلي کیدو په برخه کې هغه څه چې د کرونا واکسین د پلي کیدو په وړاندې متفاوت خنډ بلل کیږي دې واکسین په اړه د یوشمیر هیوادوالو منفي لیدلوری دی چې د دغه واکسین د نه عملي کیدو لامل شوی دی. په هرات ولایت کې د واکسین د تطبیق مرکز مسوولانو د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې له همغږي کونکي سره په مرکه کې ویلي چې یوشمیر هیوادوال اوس هم د ټیټانوس او پولیو واکسینونو له عملي کیدو سره مخالفت کوي او تر اوسه د دغو واکسینونو د عملي کیدو په وړاندې قانوني خنډونه لیرې شوي ندي چې دا وضعیت د کرونا واکسین په عملي کیدو هم اغیزه کړې ده. دغو مسوولانو له مدني ټولنې غوښتي دي چې خلکو ته د اړینو واکسینونو له هغې ډلې د کرونا واکسین د ترلاسه کولو په اړه د پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکو په یوشمیر ولایتونو له هغې ډلې په هرات ولایت کې د کرونا واکسین د عملي کیدو په بهیر د څارنې پرمهال یوشمیر ستونزې په ګوته کړي چې په لاندې ډول دي:

 هرات

د ۲۸ زره او ۸۸۰ ډوز واکسین څخه چې هرات ولایت ته ځانګړی شوی وو، ۸۰ زره ډوزه نظامیانو او پاتې روغتیايي کارکونکو، ښونکو او خبریالانو ته ځانګړی شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت د مسوولانو په وینا یاد شمیر ځانګړی شوی واکسین د هرات ولایت ټولو وګړو ته کفایت نکوي او تر دې ډیر شمیر واکسین ته اړتیا شته. همداراز د دې ولایت مسوولان زیاتوي چې خلک د کرونا واکسین په اړه لازم پوهاوی نه لري او یوشمیر کسان د شایعاتو له امله چې ګواکې دا واکسین زیان لري د واکسین له ترلاسه کولو ویره لري. 

لغمان

د کرونا د واکسین د عملي کیدو د بهیر له پیله تر اوسه ۱۱۰۴ تنو روغتیايي کارکونکو واکسین ترلاسه کړی دی چې ۷۹۴ تنه نارینه او ۳۱۰ تنه ېې میرمنې دي. سربیره پر دې ۲۹ ویشتو خبریالانو چې ۲۷ نارینه او ۲ ښځینه خبریالانو هم په دې ولایت کې واکسین ترلاسه کړی دی. ویل کیږي چې د کوید ـ۱۹ واکسین په اړه د کم پوهاوي او د ناوړه تبلیغاتو له امله د دې واکسین د تطبیق بهیر څرنګه چې باید ترسره شوی وای ندی عملي شوی.

پکتیا

 په پکتیا کې هم د کرونا واکسین د عملي کیدو په وړاندې ستر خنډ موجود دی، د دې واکسین په اړه د خلکو کم پوهاوی د دې لامل شوی چې یوشمیر خلک د یاد واکسین له ترلاسه کولو ډډه وکړي. د پکتیا ولایت د روغتیا مسوولان وايي چې آن د یوشمیر ښونځیو او پوهنتونونو استادان حاضر ندی چې د کرونا واکسین ترلاسه کړي او په دې باور دي چې امکان لري د کرونا واکسین تطبیق به ورته یولړ ستونزې رامینځته کړي.

لوگر

څرنګه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په تیر راپور کې راغلي وو د کرونا د واکسین په اړه ناوړه تبلیغات او په اړه ېې د خلکو د معلوماتو کموالی د دې لامل کیږي په یاد ولایت کې د کرونا واکسین د عملي کیدو څخه ډډه وکړي.

څرنګه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې په پخواني راپور کې راغلي وو د کرونا واکسین په اړه د خلکو کم پوهاوی او ناوړه تبلیغات هغه موارد دي چې خلک د کرونا واکسین له ترلاسه کولو ډډه کوي.

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د دغه دوه اونیز راپور بله برخه د دولت لخوا د ملي دستارخوان د مرستو د ویش څرنګوالي پورې اړه لري چې له پیله تر اوسه له ډیرو ستونزو سره مخامخ وو. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکو د دوه اونیو په لړ کې د څارنې پرمهال یوشمیر ستونزې په کوته کړي چې په لاندې ډول ېې راپور ورکړی:

جوزجان

په جوزجان ولایت کې د ملي دستارخوان د مسوولانو په ووینا د یاد ولایت په یوشمیر سیمو کې سروې ترسره شوې ده او د اتو ولسوالیو نوملړ جوړ ړشوی چې د موادو د ویش مسوولیت هم د ACTED  بنسټ په غاړه اخیستی دی، خو د بودیجې د نشتون له امله تر اوسه هم د مواد ویش بهیر ندی پیل شوی.

لغمان

 په دغه ولایت کې د مدني ټولنې او د بشري حقونو شبکې همغږي کونکی د اړمنو کورنیو د نوملړ د څارنې پرمهال متوجه شوی دی چې د یوشمیر اړمنو کورنیو نومونه په نوملړ کې نشته. داموضوع د هغه لخوا مسوولانو ته رسول شوې ده او هغوۍ په ځواب کې ویلي چې نوی نوملړ به جوړ کړي څو هغه کورنۍ چې نومونه ېې په لومړي نوملړ کې نشته په نوي نوملړ کې شامل کړي. په لغمان ولایت کې بله ستونزه داده چې د خوراکي توکو بېې لوړې دي او له امله ېې کم خوراکي توکي اړمنو ته ویشل کیږي.

ننګرهار

په ننګرهار ولایت کې د مرستو د ویش په وړاندې یوه ستره ستونزه په لیرو پرتو سیمو کې د نا امنیو شتون دی چې په دغو سیمو کې د مدني ټولنو د استازو د حضور خنډ بلل کیږي.

لوګر

 لوګر یو له نا امنو ولایتونو دی چې د امنیتي ګواښونو شتون د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بشردوستانه مرستو د ویش بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی. اوسمهال په دغه ولایت کې د ملي دستارخوان پروګرام د امنیتي ګواښونو له امله ځنډول شوی دی. په لوګر ولایت کې د ملي دستارخوان مسوول ظفر خان واي چې هغه او همکاران ېې هڅه کوي څو دا ستونزه اواره او د مرستو د ویش بهیر بیا پیل کړي.

هرات

په دې ولایت کې د مرستو د ویش پرمهال ستونزې موجودې وې. یوه ستونزه چې د خلکو لخوا مطرح شوی ده، غیر واقعي او نا عادلانه نوملړ دی چې په شرایطو نه برابر کسانو نومونه هم د مرسته ترلاسه کونکو په نوملړ کې لیدل کیږي  او همداراز یوشمیر کسان چې اړمن دي په دی نوملړ کې نومونه نشته.

بامیان

د کرونا وایروس له خپریدو وروسته د دولت د مرستو پروګرامونه یواځې د پنجاب او ورس په ولسوالیو کې عملي شوي دي چې ویل کیږي د دغه ولایت د ټولو وګړو څلویښت سلنه جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې په هرې یادې ولسوالۍ کې دیرش سلنه کسانو مرستې ترلاسه کړي دي. اخوا د یوشمیر خلکو په وینا د مرسته شویو توکو کیفیت ډیر ټیټ دی. د مثال په توګه ویشل شوي وړه ترخه او غوړي کم کیفیته پاکټي ډوله دي او وریجې هم خرابې دي.  همداراز ویل کیږي چې په دې ولایت کې یوشمیر شورا ګانو غیرې واقعي نوملړونه جوړ کړي دي چې پکې آن د لس کلن هلک او نه کلنې نجلې نوم هم د اړمنې کورنۍ په توګه ثبت شوی دی. په بامیانو ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې همغږی کونکی وايي «په هغو سیمو کې چې وکیلانو نفوذ درلود تر ډیره ېې د کورنۍ غړي او خپلوان په لیست کې شامل کړي دي. همداراز په نوملړ کې داسې کسان هم لیدل کیږي چې کلونه مخکې مړه شوي دي او یا هم په دغه ولایت کې ژوند نکوي.»

سربیره پر دې هغه څه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې د فعالیت په پایله کې هیله منونکې ده چې یوشمیر کورني بیځایه شوي په بامیانو ولایت کې د مدني ټولنې شبکې دفتر ته د مرستو په برخه کې د مسولانو د نه همکارۍ شکایت کړی وو د شبکې لخوا د عدالت غوښتنې وروسته وتوانیدل چې مرستې ترلاسه کړي.

 د نورو خنډونو سربیره چې د حکومت د مرستو او روغتیايي خدماتود پروګرامونو د وړاندې کولو په مخ کې شته د کرونا واکسین په اړه د خلکو کم معلومات او منفي تبلیغات هم ستونزې رامینځته کړي چې د مسوولانو په وینا د مدني ټولنې فعالیت کولی شي د دې ستونزې په آوارۍ کې اغیزمن وي.

نورې مرکې: