د فساد د لمنځه وړو لپاره نذری روژه

شمسیه آذرمهر

په هیواد کې د اداری فساد لمنځته وړو په موخه، د هیواد د پولیسو یو افسر له تیرو لسو میاشتو راهیسې نذری روژه نیولې ده.Report01-13-1
په بلخ ولایت کې د عامه نظم د تخنیک د شپږم نمبر د تخنیک لوا د امریت غړی نظام الدین فروتن، وایی تر هغه چې په هیواد کې اداری فساد لمنځه نوی تللی، روژه نیولو ته به دوام ورکړی.
نوموړی په دې باور دی چې د اداری فساد لمنځته وړو هیڅ بله لاره پاتې نده پرته له هغې چې «الله تعالی »، ته مخه وکړو.
تر اوسه هیڅ یوې ادارې د نظام الدین اعتراض ته پام ندی کړی، خو نوموړی وایی: « که څوک پاملرنه وکړی که نه، زه روژه نیولو ته دوام ورکوم او د هیواد له ځوانانو په ځانګړې توګه د هیواد له وسله والو ځواکونو څخه غواړم چې له ما سره یوځای شی؛ الله تعالی ته سجده وکړو او هیله وکړو چې دا فساد زموږ له هیواده ورک کړی».
افغانستان د نړۍ د فاسدو هیوادونو د نوم لړ په سر کې راغلی دی. که څه هم چې حکومت د اداری فساد لمنځه وړو په موخه یوشمیر کمیسیونونه رامنځته کړی دی؛ خو دا ټولې هڅې تر اوسه ناکامه وې.

ځواب دلته پرېږدئ