په افغانستان کې د سولې د نړیوالۍ ورځې لمانځنه

۲۴٫۰۹٫۲۰۱۲

 

هر کال د سپتامبر۲۱ یا نی د سولې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږی. افغانستان چې په نړۍ کې د ترټولو اوږدی جګړۍ او ناخوالو شاهد پاتی شوی له هر څه نه مخکې سولې او ټیکاوته اړتیا لری.Sada09-24
دغلته د تېرو څه د پاسه ۳۰ کلنو جنګ جګړو په لمبو کې په میلیونونو افغانان مړه، ټپیان، معلول، معیوب او له راز رازستونزو اونا خوالو سره مخ شول.
له بده مرغه لاهم افغان ولس د جنګ جګړو قربانیان او د نړۍ دنورو ولسونو په پرتله زیات سولې او امنیت ته اړتیا لری.
هره ورځ د هیواد په بېلابېلو سېمو کې د جنګ جګړو په سبب، د ښځو او ماشومانو په ګډون بې دفاع افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوی، اولا هم دغلته د سولې او ټیکاو د ټینګښت په موخه دپام وړ فعالیتونه نه ترسترګو کیږی. دا چې په هیواد کې د روانۍ جګړۍ لاملونه کوم دی؟
ولې افغانان دجنګ جګړو او تاوتریخوالو پر ځای سولې اوملی پخلاینی ته غاړه نږدی؟Sada09-24-1
افغان دولت، نړیوالو ټولنو اود دولت وسله والو مخالفینو ته څه پکاردی ترڅو؛ په هیواد کې سوله اوټیکاوټینګ او نورنو افغان ولس له یاد ناورین څخه وژغورل شی؟
افغان ولس څنګه کولی شی چې په دې برخه کې وس چاروکړی؟
دبشری حقونوپه اړه د غږ برخه دا اوونۍ د همدی موضوع ارزونې ته بېله شوی ده.
د بحث درانه میلمانه دی:
۱- له بحران څخه د نجات جبهې غړې میاګل وثیق.
۲- دسولې د۱۰ورځنې کمپاین د کمیټی غړی محمد رحیم جامی.

ځواب دلته پرېږدئ